دخپریدو نیټه : 2017-07-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
حکمتيار: ځوانان دې د سولې په ټينګښت کې هلې ځلې وکړي
راحیله جواد
د حزب اسلامي افغانستان مشر انجينر ګلبدين حکمتیار وايي، اوسنې نظام د ناکامۍ خواته ته روان دی او دا ځکه چې چارواکي د خپلو اړونده چارو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبه په ورځ د افغانستان د ځوانانو د پرمختګ ټولنې له مشرتابه او غړو سره په کتنه کې وکړې.
هغه زياته کړه حکومتي مشران بايد د نيوکو او اعتراضونو پر ځای د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي، او په خپلو ناکاميو اعتراف وکړي