دخپریدو نیټه : 2017-11-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په کنړ کي د ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم کتابوتون جوړیږي
راحیله جواد
د دولت د (۹٬۲۰۰٬۰۰۰) نهه اعشاریه دوه میلونو افغانیو په لګښت په نورګل ولسوالۍ کې د عامه کتابتون د ودانۍ جوړیدو چارې پیل شوې .
د ښار جوړونې وزارت په مالي مټ د نورګل په ولسوالۍ کې د ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم نومول شوي کتابتون ودانۍ د بنسټ ډبره د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ، اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو کېښودل شوه .
په همدې پار جوړه شوې غونډه کې د حکومتي چار واکو سربیره د نورګل ولسوالۍ لسګونو مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.