مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتياوالو یو ځل بیا پر وسله والو مخالفینو د سولې غږ وکړ.

ساحل منګل

 


د پکتيا په مرکز ګردېز کې په لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا یو شمېر غړو یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې جنګ بس کړي او له دولت سره د سولې خبرې پیل کړي.


قومي مشران او دیني عالمان روانه جګړه د حل لاره نه بولي او له دواړو غاړو غوښتنه کوي، چې اوربند اعلان کړي.
دیني عالمان او قومي مشران روان وضعیت ته اندېښمن دي او له مرکزي حکومت نه غواړي، چې د سولې راوستو لپاره دې ګاونډیو هېوادونو ته نه په طمعه کېږي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په غونډه کې یو ځل بیا له مخالفو وسله والو غوښتنه وکړه، چې راشي او روانې نامعلومې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
کټوازی وايي، روانه جګړه د بل د ګټو لپاره پرمخ ځي او د دواړو خواو قربانیان پکې د افغانستان بچیان دي.
په مشرانو جرګه کې د پکتیا استازې فوزیه سعادت وايي، د پکتیا قومي مشران د سولې په راوستو کې نه ستړي کېدونکې هڅې کوي.
سعادت پر پکتیا والو ولسونو غږ کوي، چې هیچاته د دې اجازه ورنه کړي، تر څو په دې ولایت کې جګړه وکړي او خپلو شمو اهدافو ته ورسېږي.
غونډه کې راروانو ټاکنو ته په اشارې سره د پکتیا د ولایتي شورا غړي ایوب غروال وویل، د پکتیا ولسونه که غواړي، چې خپل حق تر لاسه کړي، نو پېژند پاڼې دې واخلي.
نوموړي د پکتیا پر خلکو غږ وکړ، چې د ټاکنو لپاره نومونه ثبت کړي تر څو هغه چاته رایه ورکړي، چې ولس ته واقعي خدمتګار وي.
شمیم خان کټوازی هم راتلونکو ټاکنو کې د خلکو په پراخه ګډون ټینګار کوي او زیاتوي، چې لرې پرتو سیمو ته د پېژند پاڼو د وېش لپاره به ګرځنده ټیمونه ولېږي، تر څو هغه کسان چې پېژند پاڼې نه لري پېژند پاڼې واخلي.
که څه هم په تېر کې څو ځله د سولې په اړوند د مدني فعالانو، قومي مشرانو او نورو سیاسي مخورو له لوري غونډې جوړې شوې دي، خو تر اوسه یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې او خلک دا ډول غونډې نمایشي کار بولي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery