مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پلانیزه ریاست اومدیریت د خود جوشه ملي نظام د بقاء لومړنی شرط دي

محمد انور ولید

 

په نړۍ کې ټول بشري کارونه له بابا آدمه تردې دمه پورې د یوې ارادې په صورت کې له بریاوو، کمیواوکاستیوسره جوخت په مثبت یا منفي ډول ترسره شوي اوترسره کېږي چې په دواړوصورتوکې احساس اوغریزه موجوده وي . خودغه احساس اوغریزه کله ملکوتي اوانساني بڼه ځانته خپله کړې اوکله هم حیواني بڼه لري .

په ملکوتي بڼه کې یې د صله رحمي اوعاطفې انساني احساس نغښتی چې له مخې یې ځانګړي اوټولنیزمسؤولیتونه اووجیبې ورسره را ټوکېږي ، خوپه حیواني غریزه کې یوازې خپل نفس اوخپله هوا اوهوس په اراده اوفعل دواړوکې ښکاره کوي .

هغه انسانان چې انساني عاطفه اوصله رحمي لري ، دنوروانسانانوپه غم اوښادۍ دواړوکې ځکه ځان شریک ګڼي چې آدمي ځوځات د خپل انساني بدن غړي ګڼي ، د تکلیف په لیرې کولواودوجود په پیاوړتیا کې لکه د یوه بدن غړي د وظیفوي وجداني مسؤولیت اووجیبې له مخې فعاله ونډه اومرسته ورسره کوي .

هغه انسانان چې د انساني عاطفي غریزه اواحساس په ځان کې نه لري اوخاصیت یې حیواني اوپه ظلم بناء وي ، د هغوی غریزه اواحساس یوازې د خپل ځان له لوږې ، تندې ، یخنۍ ، تو دوخې ، درد اوشهوترانیوسره تړاو لري . له دې ورآخوا د ټولنیزاحساس سا نه په کې چلېږي . ځکه هغوی یوازې د خپل ځان د پړسولو، خپل نفس آرامولواوځپل ځان سېراب کولوغم اخیستي وي اوتل د واک اوځواک حاکمې نقطې ته له هرې ناروالارې څخه هڅه کوي اوغواړي چې د واک اوځواک د هِرم پرڅوکه یوازې خپله ورناست وي اودغه ډول خلک بیا ددې پروا نه ساتي چې دایې خپل حق دۍ اوکه د بل ، ځکه موخه یې یوازې همداوي چې خپله غریزه ورباندې اشباع اوسړه کړي اوخوند اورنګ ترې واخلي .

همدغه ډول خلکوته ظالمان حاکمان وایي چې خپل ځانته د انساني تاریخ په هره مقطع کې یوداسې ناروا ټیم جوړوي چې یوازې ددوی ژبې اولوډسپیکرونه وي اود خپلوشخصي ګټوله پاره یوازي همدوی ستایي اودوی ته تبلیغات کوي ، ځکه د غه ډول خلک د همدغه دول حکامو د پیاوړتیا مواد دي چې ظالمواوانحصارطلبه حکاموته د له توېئیوډ کې مشورې ورکوي او پالېسیانې ور ته جوړوي اوهغه پلې کوي .

په دغه ډول ټیم کې د قومي مشرانو، سپین روبو، علمای سؤ، مداحانو، چاپلوسانو، مدني ټولنو، بشري حقونو، انحرافي غیررسلت مندو رسنیو، پوځې ، اقتصادي اوسیاسي متخصصینواوداسې نوروملأ صفته لاس پوڅوپه نوم کسان موجود وي چې د هغه مالي ، بدني ، سیاسي اوپوځي ملاتړاوننګه کوي ، ترڅوظالم حاکمان دخپلوغیرعادلانه اوغیرمنصفانه پرېکړواو فیصلو رد ، یا تائید ورباندې وکړي . چې دغه ډول سیستمونه ډېری په نامسلمانوهېوادونوکې ځکه ډېرلیدل کېږي چې هلته له معنویاتوڅخه مادیاتو( کپيټالېستي اوسوسیالېستي ) اړخونوته ډېره ترجېح ورکول کېږي ، ځکه خو انساني ارزښتونه په کې ترپښولاندې شوي دي .

ولې بیا هم د ژوند دې لړۍ ته د انسانانودغه دواړه ډولونه دوام ورکوي اودواړه په دې هڅه کې وي چې د ټولواکمنۍ ترلاسه کېدوله پاره د ځمکې د مخ په هرجغرافیوي واحد اوسیمه کې یود بل مخه ډپ کړي ، ویې نیسي اوآن چې له منځه یې یوسي اویا یې د تل له پاره د ځان غلامان اومحتاجان جوړکړي . له همدې کبله دواړه خواوې د خپلونظامونوجوړولواوترمیم ته اړتیا محسوسوي ، خودا چې نظام څنګه جوړکړي ، په کوموامکاناتواوتکتیکونویې ورغوي ، دا بیا بېلې پوښتنې دي چې زه ورته په لاندې ډول اشاره کول غواړم :

که څه هم د نظام جوړول خورا سخت ، خوشونی کاردئ ، ځکه دا د انساني ټولنوخپله تاریخي اړتیا ده چې باید د خپلوټولنود هوساکېدواوبسیا کېدوله پاره هره ټولنه ځانته په خپلومشخصاتواوځانګړتیاووبنأ یو نظام ولري ، خونظام سالمې رهبرۍ ، روغ ریاست اومدیریتي پلان ته اړتیا لري ، ترڅووکولی شي پرمټ یې له یوې خوا خپل رقیب ته په آسانۍ سره ماتې پرې ورکړي اوله بل پلوه خپل ځان اوخپله ټولنه ورباندې سوکاله ، هوسا اوبسیا کړي .

د یوه نظام جوړول اورهبري کول هم څه آسانه خبره نه ده ، ځکه چې د یوه مشروع نظام مشرلومړی خپل ځانته د خپلې ټولنې له وګړوڅخه یومتخصص ، کاري اوبشپړملي ټیم جوړوي ، د خپل ټیم د غړوله کارڅخه به د هغوی د حقوقو په ورکولوسره ځان ډاډمن کوي ، وروسته به تصمیم نیسي او پرېکړه به کوي چې څه وکړي ، څه ونه کړي ، اوله کومولاروچارواومعروفوروېښونوڅخه کارواخلي ، خو په دې کې د عاطفه لرونکومشرانورهبري ځکه د پام وړده چې :

۱: ـــ عاطفه لرونکي مشران باید د خپلوکارکوونکوله فزیکي ، روحي ، فکري ، تخصصي ، مدیریتي ، اجتماعي ، ملي اوشخصي وضعې څخه ځان خبرکړي .

۲: ـــ دغه ډول مشران باید خپل کاري ټیم اود هغوی اړوند پرسونل پرخپلود ند وسربېره نورو مشروع ملي موخوترلاسه کولوته هم وهڅوي .

۳: ـــ یاد مشران باید د اهل نظرخلکوپرافکاروباندې د سکوت ټاپه ورونه لګوي اود نظرد خاوندانونظریات باید لا ورپیاوړي ، غني اوقوي کړي .

۴: ـــ مشرباید مُدبر، خلاق اوهڅاند وي اوخپل کارکوونکي اوخپل رعیت مثبتولاسته راوړنوته وهڅوي ، خوکه د هغوی لاسته راوړنې وړې وي اوکه غتې ، لږې وي یا ډېرې ، مشرته لازمه ده چې د انګېزې د ژوندي ساتلواوپیاوړتیا له پاره باید په زیات ارزښت ورته قائل شي . لنډه داچې ملي رهبر، رئیس اومدیرته باید د خپلوکارکوونکواوعامه رعیت ډېرې کوچینۍ لاسته راوړنې هم د ترغیب په خاطریوډول ارزښت ولري ، ځکه همدا وړې لاسته راوړنې د سبا ورځې د سترو بریاوولامل ګرځي چې موږ یې خورا ښه بېلګه جاپان په ګوته کولی شو.جاپاني مشرانوخپلو رسمي اوغیررسمي اتباعوته کاملاً ملي انګېزه ورکړې ده چې نن جاپان د خپل تخلیق له برکته د پرمختللې اقتصادي نړۍ د سیالانوپه کتارکې درېدلی دئ . 

۵: ـــ یوملي مشر، خپلواتباعوته باید د ښوونې اوروزنې ترڅنګ د ادب وخت هم ورکړي اودا فرهنګ په کې عام کړي ترڅوهره کورنۍ ترې برخمنه شي . حضرت محمد (ص) د جهالت د تورې کمپلې ټولېدوله پاره دعلم دروازه د ( اقراء ) په نزول سره ، اود ادب اواخلاقودروازه یې په خپل پاک سیرت اوصورت سره پرانستله چې د اخلاقو په سپېڅلو بېلګویې لومړی مدینه پرې جوړه کړه اوبیا یې مکه ورباندې فتح کړه .

۶: ـــ  موږهم که چېرته په ریښتیا سره وغواړو چې خپلې ادارې ، خپل اداري واحدونه ، خپل هېواد اوخپل نظام جوړکړو، وده ورکړواوویې ساتو، نولومړی باید خپل ځان ، خپل ملي هویت او خپلې کورنۍ جوړې کړو، ورپسې خپل رعیت په تدریجي ډول په پاخه عقل اوپخې تجربې سره له خپلې تېرې ماضي اواسلافوڅخه په درس اخیستو اوحال اواستقبال ته په کتوباندې جوړکړو، ترڅوبری زموږ په برخه شي . په دې معنا چې کار باید اهل کار ته وسپاري ، ځوانه انرژي ځوانوکارونولکه په سپورتي اونوروفزیکي برخوکې ځای پرځای شي چې مډالونه راوړي اوهېواد ورغوي ، اوبا تجربه ، تاریخي ، د هېواد ، سیمې اونړۍ په سیاسي ، نظامي ، اقتصادي ، فرهنګي اوزدوبندونوباندې پوه کارکشته ، اهل خبره او وړخلک باید د تصمیم نیولوپه مراجعوکې ځای پرځای کړو.لکه دا نوره پرمختللې تړۍ اوهېوادونه چې ګورو .        

۷: ـــ د یومشرپه خبرواوعمل کې باید توپیرونه لیدل شي اوخبرې یې باید له عمل سره یوخېل ، سنجیده ، په ریښتیا ولاړې اود کاڼې د کرښې په څېرپخې وي . په دې معنا چې له خپلې وړتیا سره باید سمې خبرې وکړي ، ترڅوپه خلکوکې خپل باورله لاسه ورنه کړي . ځکه باورپه اصل کې د خپلوخلکوملاتړترلاسه کول دي چې همدغه د خلکوملاتړپه اصل کې د مشرانواصلي بریا ده .

۸ : ـــ  مشرباید د خپل اداري واحد اوخپل هېواد د پرمختګ سبب جوړشي ، چېرې نه چې پخوانۍ په میراث پاتې لاسته راوړنې هم لکه د تېرپه څېرپه کې له لاسه ورکړي .

۹: ـــ  مشرباید د خواخوږي شپونکي خاصیت ولري ، د خواخوږي شپون هڅه تل دا وي چې څړځایونوته د پویاندې په موخه د خپلې رمې شاته روان وي اوټوله رمه د خپلو سترګو په رپ کې څاري . له جوړې ، ناجوړې ، لوږې ، تندې ، اونورو ستونزواوخنډونویې لحظه په لحظه ځان ډاډمن کوي اود د ښتواوغروله ځناورویې هم خوندي ساتي .

۱۰: ـــ  مشرهم د خپل ملت د هرمسؤول اوغیرمسؤول غړي په وړاندې که هغه په کومه لیرې پرته سیمه کې وي اویا له ده سره په څنګ کې نږدې ، نروي یا ښځه ، ماشوم وي یا بوډا ، روغ وي یا ناروغ ، مسافر وي یا مقیم ، باید د خپل واک پرمهال همداسې د حضرت عمرفاروق (رض) په څېرثابت محوره اوعادل وي . ځکه عدالت اود حقوقواعاده د نظام اوټولنې د بقاء له پاره لومړنی شرط دئ . په کومه ټولنه کې چې بې انصافي حاکمه وي ، هلته حق اوحقدارد ظلم اوظالم په وړاندې لومړنۍ قرباني ده . چېرته چې په کوم نظام کې ظلم حاکم وي ، په حقیقت کې نظام اوټولنه دواړه د نابودۍ کندې ته لوېږي چې بیا پردي خلک په ډېره آسانۍ سره پرته له کوم قید اوشرطه له بهره پرې حکومت کولی شي .

۱۱: ـــ  مشرباید تل خپلې تېرې ماضي ، حال اواستقبال ته پام وکړي ، چې له څشي جوړدئ ؟ څه یې په ګېډه کې پراته دي ؟ او آخرد څشي خوراک کېږي ؟ له دې نه باید پند اوانتباه واخلي او یوازې خپلې انساني وجیبې ، ملي دندې او کرداراداء کولوته خپل پام په خپل ویښ ضمیرسره ورواړوي اوپراوږو ورباراجتماعي بېټی له خپلې وسې سره سم ترهدف پورې په مسؤولانه توګه ځای ته ورسوي .

هو! افغانان همداسې مشرانو، رئیسانو او مدیرانو ته اړتیا لري چې هم افغانان وي ، هم مسلمان وي ، هم متخصصین وي  ، هم په پردیو توطئیو پوه وي ، هم خپل ؤلس ، خپلو خلکو ، خپل نظام ، خپلې خپلواکۍ اوخپلې خاورې ته صادق او ژمن وي او رغنده خود جوشه ریاست اومدیریت د یومنظم ملي پلان له مخې د نظام چلولو لومړنی شرط دئ ، ځکه پر مختللی نظام د یوه ملي پلان له مخې په رغنده ریاست اومدیریت سره دوام کولی شي .

۱۲: ـــ  مشرباید نوروته مثمرې ونې کښېنوي ، نوروته باغونه شنه کړي ، مالیاري یې وکړي ، ترڅوراتلونکي نسلونه له هغوڅخه ګټه واخلي . چېرې نه چې له خپلې مشرۍ څخه په سؤاستفادې سره خپلې اوپردۍ ټولې په بډه په کې ووهي ، ملي بانکونه اوهمیانۍ تشې تورې کړي اود راتلونکې مشرۍ له پاره بیا له خپل زر، زوراوتزویرڅخه ناوړه ګټه پورته کړي اود خپل ؤلس د سپېڅلې ارادې خلاف په ناروا معاملواومافیایي کړیوولاړیونظام پرخپلوخلکوباندې بیا ځلې وروتپي .

۱۳: ـــ  زموږ مشران باید په لوی لاس پردوته د راتلواواشغال زمینې برابرې نه کړي ، ځکه پردۍ قافلې چې په کوم ځای کې اړولي ، هغه سیمه بیا د پردیوبُزکشیوپه لوبغالي بدله شوې ، خواره شوي اوچورشوې ده اوپردۍ لښکرې یوازې د خپل کمند د آسانومړولو په غم کې دي ، نه زموږ د ملت اوهېواد د جوړېدو په غم کې . ځکه په بدل کې به یې زموږ ملي شتمنۍ په پټه او ښکاره سره وړل کېږي او پردۍ بې تعریفه جګړې به پرموږ باندې تحمیلېږي ، کور په کور به زموږ په منځ کې د نفاق تخمونه کرل کېږي چې د سون مواد به یې هم زموږ بې دفاع خلک وي .

۱۴: ـــ  زموږد هېواد والوژوند د خپلې بشپړې خپلواکۍ په روح کې دئ ، که خپلواکي نه وي موږ مړه یواوهېواد موپه ګورستان بدلېږي ، اهل قبورهېڅکله هم د خپل واک نه وي ، چېرته چې پراته وي ، همغلته به خاورې ایرې کېږي هم ، خودا مسؤولیت د مشرانودئ چې خپل واک بل ته په لاس ورنه کړي اوله خپل هېواد څخه خپلوهېواد والوته د پردوپه لاس قبرستان جوړنه کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery