مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-05-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اويا کلن نه پخلا کېدونکی پاکستان به څنګه دوست شي؟

سيد حسين پاچا

د اتمر وغني د پام وړ :

پاکستان تل چالاکي و دوکه کړې او له حالاتو يې ګټه پورته کړې

قرآني مدعا له دوه مخيو سره ډېره روښانه ده. معاملات خو لا څه ان چې مړی و ژوندی هم ورسره منعه دی، خو د خير دوعا به درته کوو چې سوله و ارامي راشي او له نورې وينې تويولو نه ډډه وشي


1. Zulfiqar Alo Bhutto & Naseerullah Babar:

The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

2. Ziaulhaq:
Making the water boil in Afghanistan
“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.”

3. General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

4. General Hameed Gul:
Taliban should Burn down Kabul.

5. Musharraf:
Pakistan and India's backing for 'proxies' in Afghanistan must stop
In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban

شيري رحمان :
کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

کرنيل امام :
د افغانانو وينه مرداره ده، پرېږده چې تويه شي.

ګډ ټکي (مشترک وجوهات) :
که د دوی ټولو ګډ ټکي يا شريک وجوهات (موخې) ته ځغلنده کتنه وشي، نو د دوی ټولو په خبرو کې د افغانستان بېثباتي ((must destabilized))، کمزوري کول يا په بله مانا ناارامه کول او له پښو غورځول او يومخيزه د کابل ورانول وسېځل ((must/should burn)) او هم دوامداره جنګ يعنې تل ناارامي لکه څنګه چې ټولو ورته اشاره کړې او په زغرده يې ويلي او د ختمي ((must)) کليمه يې ورته کارولې او نيابتي جګړه بايد ودرول شي. ځينې بيا زموږ له هويته منکر او ځينې بيا زموږ وينه مرداره بولي. د الله تعالی شان ته ګوره چې څوک يې غرغره ((اعدام))، څوک يې ايره، څوک يې پر بېلابېلو رنځوريو وکړل او د چا مرداره وينه يې پر هغه چا تويه کړه چې دوی رامينځته کړي او روزلي ول. دا هغه غچ ((انتقام)) دی چې څښتن تعالی ترې په دې دنيا واخېست او هلته به بيا ورسره خپل نياو عدالت کوي.

د قرآن په رڼا کې که انسان ځير شي، نو دا جوتيږي چې الله تعالی دنيوي معاملات، دوستي وراکړې ورکړې روا کړي. ځکه چې دا نړۍ زموږ د ټولو ګډه (شريکه) ده. يو له بل سره څنګ پر څنګ او خوا کې اوسو او يو بل ته په ژوند کې اړ يو، ځکه خو قرآن د ((الا ان تتقوا منه تقة)) قيد کارولی، خو له دوه مخي ((منافق)) سره قرآن دومره سخت او په زغرده تللی چې د ((ولاتصل علی احد منهم مات ابداً ولاتقم قبره)) يعنې زموږ د پښتنو په اصطلاح چې مړی و ژوندی ورسره پرېږده. هلته استثناء او دلته بيا نهې (منعه) راغلې ده. الله تعالی پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته په زغرده ويلي چې نه به پرې د جنازې لمونځ کوې او نه به يې پر قبر ودرېږې.

تېر اويا کلن پير ته په کتو پاکستان هېڅکله خپله تګلاره زموږ په اړه نه ده بدله کړې. د مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه له وخته راواخله تر دې دمه دوی هماغه زړه د دښمنۍ نه پخلا کېدونکې تګلاره (پاليسي) مخته وړې ده او تل يې موږ پر تشو وعدو تېر ايستلي يو. نه يوازې موږ او ګاونډيان، بلکې نړۍ او خپلو مجازي خالقانو او رازقانو ته دوکه ورکړې. ځکه خو ښاغلي ټرمپ په زغرده وويل چې له موږ سره يې دوکه کړې او له دروغو پرته بل څه يې نه دي راکړي. د ملياردونو ډالرو دروغ يې ورته ويلي. اوس چې رزق او مالي مرستې پرې بندې شوي، نړۍ او خپلو بادارانو ته رسوا شول. اوس غواړي چې په څه چل ول مو بيا تېر باسي او خپلو موخو ته ورسيږي او د ډالرو کڅوړې ترلاسه کړي. ميا نواز شريف او اسد دراني خو اوس لږه خوله خلاصه کړه چې هم هلته په ترورېزم کې ښکېل ول او هم يې اسامه پرې وپلوره. له دې مخکې يې په سلګونو د القاعده غړي او نور ۴۰۰۰ بېچاره پښتانه يې پلورلي دي. نظامي مرستې يې درول شوي دي.

دا به وخت وشرايط روښانه کړي چې د مطلب او د دروغو توبه يې تر څه وخته وپايي؟

تېر ته په کتو د شهيد محمد داوود خان او د بوټو د وخت د مناسباتو په عادي کولو کې خو بوټو هغه ارواښاد ته ويلي وو :
که تاسې غواړئ، نو موږ به دا درېواړه پلانی وپلانی لاس تړلي درکړو او له ځان سره يې يوسه، خو هغه ارواښاد دا لازمه (ښه) نه وه ګڼلې چې لاستړلي يې له ځان سره بوځي، بلکې دا يې د دوی خوښې ته پرېښې وه چې حيثيت يې خراب نه شي. دوی به خپله سوچ وکړي او رابه شي، خو له بده مرغه چې حالات بدل شو او بيرته د هغوی ګوتو ته ورغلل او د روسانو په راتګ کې يې داسې وکارول چې جنګ يې پرې وکړ، خو واک يې تر پايه ورنه کړ او لا نن هم هماغه سوچ ورسره دی. که طالب و داعش يې هم رامينځته کړل، خو د کنترول واک يې له دوی سره دی.

که اوس ستاسې د عمل پلان مخته ځي، نو الله تعالی دې وکړي چې تېره ترخه تجربه بيا تکرار نه شي او طالبان وحقانيان خپلې خوښې ته پرې نه ښوول شي چې بيا يې په لسيزو ونه کاروي. د کوټې شوری او د وزيرستان د شوری يا سنګرونو سرنوشت او هم د ملا هبة الله، سراج الحق حقاني يا په بله مانا په ټوله کې د طالبانو او د حقاني شبکې او هم د داعش سرنوشت به څنګه شي؟ د منګل باغ، ورکزيانو، لشکر طيّبه او د حافظ سعيد د ډلې سرنوشت او د پنجابي جنرالانو ښکېلتيا به څنګه شي چې تازه بېلګه يې عزيز دی. د نوموړي د وژل کېدو دقيق ځای ونېټه بايد روښانه شي. که په افغانستان کې وژل شوي وي، نو پاکستان يې بايد ځواب ووايی او سطحي چلند ورسره ونه شي.

زما يوه پوښتنه اوس مولانا سميع الحق او نورو هغو علماو ته متوجه ده، که دا ثابته شي چې اسامه بن لادن د يوې معاملې په ترڅ کې کياني پلورلی وي، نو دغه پينځه کروړه يا پينځه سوه ميليونه ډالر څه شول؟ که کياني ځانته وهلي وي، خو هغه پارلمان پوه شه او کار يې، خو که دغه پيسې دولتي خزانې ته تللې وي، نو دغه د اجرتي قتل پيسې به نظاميانو، سياستوالو او ملايانو ته څنګه شي؟
که حلالې يې ګڼي، نو بيا يې موږ افغانان ولې پر القاعده ووژلو؟
که حلال يې نه ګني او اسامه ورته مسلمان ايسېده، نو بيا يې ولې پر يو برمته مسلمان باندې هم برمته (بونګه) واخېسته او هم يې وواژه، نو په دې قتل کې خو دوی ټول درېواړه نظاميان + استخبارات، سياستوال (حکومت) او ملايان هم شامل دي چې د دې به دا شرعي واسلامي اړخ يا په بله مانا حل وحرمت څنګه شي؟

دېته ورته نورې ډېرې شرعي وحقوقي پوښتنې شته چې دوی ټولو ته منسوبيږي. په دې هيله چې مولانا سميع الحق او ديني بنسټ يې (دارالعلوم حقانيه) پرې خپل موقف روښانه کړي، کنه نو مولانا صاحب او بنسټ ته به يې د حق پټولو (کتمان حق) دنيوي واخروي او اخلاقي مسووليت ور تر غاړې وي. که بالفرض مولانا له دې ډالرې معاملې خبر نه وي، نو بيا به ده ته له داسې حکومت ونظاميانو نه ملاتړ څنګه وي؟ دا د جهاد فتوی به څنګه شي؟ دا افغانان او لروبر پښتانه چې د جهاد او د شرعي – اسلامي نظام په پلمه ووژل شول د دوی مسووليت به څنګه شي؟

په دې هيله چې ګران هېوادوال مې پوه شي. طالبان وحقاني شبکه به څه کوي؟ دې ډبل لوبې ته څه پرتوګ وراغوندي؟

په درنښت

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery