مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فاریاب او ددولت موخه

محمدالف فروتن

له یوکال ډیر وخت کیږی چی دجمهوری ریاست لمړی مرستیال جنرال دوستم له هیواده بهر په ترکیه کی استوګن دی لومړی داسی فکر کیده چی دوستم له هیواده تبعید شوی دی خو وروسته چی دافغانستان خصوصآ دشمال حالات ورځ تربلی خراب شول نو دملي وحدت حکومت مشرانو درک کړه چی دجنرال دوستم حضور په افغانستان کی دوخت اړتیا ده نو افغان دولت څو ځله لوړپوړي چارواکی دجنرال دوستم دراضی کولو په موخه ترکیی ته ولیږل خو چندان نتیجه یی ورنکړه وروسته پخپله ولسمشر او ګلبدین حکمتیار هم دهمدی هدف په پار ترکیی ته سفرونه وکړل چی یاد سفرونه یی بی نتیجی پای ته ورسیدل ددی سفرونوڅخه دافغان دولت عمده دری هدفه وو یو داچی ددولت په داخل کی مخالفین کم کړی دویم داچی دجنرال دوستم په لاسونو هغه مناطق چی دولت غوښتل ناامنه نشی ددښمن له ګوتښونو وساتی
دریم داچی دافغان دولت مخالف ایتلاف چی په ترکیه جوړشوی دهغوی بنسټګر اولوبغاړی یو پربل بی باوره کړی ترڅو دحکومت ضد ایتلاف رامنځ ته نشی
ددولت ددی ټولو هڅو سره سره بیا هم جنرال دوستم او دایتلاف غړی مات نشول او دافغان دولت خلاف یی خپلو غونډو ته ادامه ورکړه اوس دولت ته په یوه سنګر کی پراته دی اوتل دولت ګواښي چی که انتخابات پروخت اوشفاف نه وي دوی به موقت حکومت ته خلک وهڅوي
افغان حکومت درک کړه چی له لارې ونشوه له بلی لارې باید په جنرال دوستم فشار راوړل شی ترڅو هیواد ته راستون اودافغان دولت برخه وګرځي
اویاد ایتلاف هم له تاسیس مخکی ړنګ کړي نو دجنرال دوستم نژدی ملګری قوماندان نظام الدین قیصاری چی دهمدی حکومت دیوی ولسوالی امنیه قوماندان وو ونیوه
یو شمیر شننونکي وایی که چیری دوستم راشی او دقیصاری دخوشی کولو غوښتنه مخامخ وکړی لیری نده چی په هماغه ګړۍ به قوماندان قیصاری خوشی شي
شننونکی وایی چی دافغان دولت ویره له قیصاری نه بلکه ایتلاف نجات افغانستان څخه ده چی ددی ایتلاف یوه لویه برخه جنرال دوستم دی
افغان دولت په هره بیه ددی ایتلاف ړنګول غواړی اوغواړی چی ددی ایتلاف له ځینو مخکښو څیرو سره سودا وکړي
اوجنرال دوستم مجبور کړي ترڅو له یاد ایتلاف جدا اودحکومت سره یوځای شي اوبیرته دصلاحیت سره سره ورته دولسمشری دلومړی معاونت څوکۍ وسپاري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery