مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د آغلې ماريا زخاروف د پام وړ :د روسي اتباعو د خوندي ساتنې پلمه دې خورا خطرناکه ده

سيد حسين پاچا

د آغلې ماريا زخاروف د پام وړ :د روسي اتباعو د خوندي ساتنې پلمه دې خورا خطرناکه ده
مخ و سترګې خو دې ښکلې، خو چې زړه به دې څنګه وي؟
د دوه مخيو په دوستۍ کې د چا خير نشته


تاند :
د ايشيا نيوز د راپور له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويندويې ماريا زاخاروفا وويل چې روسيه له طالبانو سره محدود تماسونه لري او هغه هم د دې لپاره دي چې په افغانستان کې روسي اتباع خوندي شي او د افغانستان د ملي پخلاينې د پروسې ملاتړ وشي.

آغلې زخاروف :
موږ يو روايتي کيسه ګۍ لرو :
يو ملا د يو چا په ښکلې مېرمن (ښځې) مين شوی وو، خو چې څنګه يې ترې ترلاسه کړي او د خپلې سينې لاندې يې کړي. هماغه وو چې ورپسې شو او د هغه څوکۍ به يې کوله چې که ګوندې چېرته يې په غلطۍ يا تېروتنه کې ښکېل يا ګير کړي، نو مذهبي يا ديني پلمه به ورته جوړه کړي.

له ورځو نه يوه ورځ يې هغه بېچاره په انساني معذرت ګېر کړ او چېغې يې کړې چې تا خو په حاجت کولو کې قبلې ته مخ کړی وو او ښځه درباندې طلاق شوه. مساله دا ده چې څوک د معذرت په وخت کې خپله مخه يا شا قبلې ته کړي، نو ښځه پرې طلاقيږي. پر تا خو ښځه طلاقه شوه.

سړی همداسې سيده خپه کور ته راننوت او خپلې ګرانې وښکلې مېرمن ته يې وويل چې ما خو خپل حاجت کولو چې ملا صاحب راباندې راغی او ګېر يې کړم چې تا خو قبلې ته مخ کړی وو او بس ښځه درباندې طلاقه شوه. مېرمن يې ورته وويل چې تا به ورته ويلی وای چې زه خو قبلې ته مخامخ نه وم ناست او تا به نه خپله لار چپه کړی وای، خو هغه وخت علم وپوهه نه وه چې استدلال يې کړی وای. حال دا چې استقبال واستدبار دواړه مکروه دي، خو پر چا ښځه نه طلاقيږي.

سړي (څښتن) خپلې مېرمن (ښځې) ته وويل چې اوس خو ټول کلی راباندې خبر دی چې پر ده خو ښځه طلاقه شوې. زه خو اوس تا نه شم ساتلی چې لا پسې ګنهګارېږم. هماغه وو چې بيرته له کوره بهر راووت او خپله مېرمن د خلکو په مخکې ملا صاحب ته طلاق کړه (پرېښووه). ملا صاحب خو له ډېرې خوشالۍ نه په زړه کې ګوړې ماتولې او له څښتن تعالی يې همدا غوښتل چې ترې يې تر ګوتو کړم. بس هماغه وو چې خپله مېرمن يې د ناسم پوهاوي په صورت کې له عدت تېرولو پرته د خپل کلي ملا صاحب ته وسپارله او له خپلې مېرمنې يې په لوی لاس له خپلې ناپوهۍ نه خلاص کړ.

بيا به ده ورپسې څوکۍ کوله که چېرته ملا صاحب ګېر کړي او خپله ښکلې وګرانه مېرمن ترې بيرته ترلاسه کړي، خو دا د ورکې لټون وو. هماغه وو چې يوه ورځ يې سهار وختي ملا صاحب په قضای حاجت باندې ګېر کړ او پرې غږ يې کړ چې ملا صاحب ته خو هم مخامخ قبلې ته ناست وې، نو اوس خو ښځه پر تا هم طلاقه شوه. ملا صاحب خو د ده غوندې ساده نه وو چې په اسانه وغوليږي، نو ورته ويې ويل :
((ما يې سر کوږ کړی وو)).

نو آغلې زخاروف ګلې ،
هسې مې دا خبره ستا د دې ښکلي مخ وښکلو سترګو پورې راياده شوه چې خورا خطرناکه خبره دې کړې ده. زما مشوره تاسې آغلې ته دا ده چې دا اوسنی دوست مو چې له پيدايښته تر ننه د بل پر رزق او دسترخوان رالوی شوی څنګه په اسانه يې ډېر ژر ځان درنژدې کړ؟ حال دا چې زموږ و ستاسې او هم د هندوستان ترمينځ د دوستۍ ډېره اوږده مخينه پرته ده چې اوس مو دا ټول د يوې ورځې په کېناستو سره شا ته او هر څه له يوې مخې پر سيند لاهو کړل. دا چې تاسې دلته راغلۍ او پر ميلونونو خلک مو راته شهيدان وټپيان او هېواد راته مو را وران او د نفاق تخم مو را ته پرېښووه، دا يې يو اړخ، خو تېره مخينه زموږ وستاسې ښه وه.

موږ جهاديانو واسلامپالو او ان د تېر رژيم اتباعو يا په بله مانا ټولو افغانانو ته، بلکې هغه دوستانو او مجازي رازقانو ته يې هم ښه پته ولګېده چې ستاسې دا نوی دوست مو سخت دوه مخی دی چې همدا کوي او هم هاغه، نو له تاسې سره هم دومره په دوستۍ کې رښتيني لاړ نه شي، لکه څنګه چې له نورو سره لاړ نه چې هم يې ښه وشپېلول. هم يې د دوی سرومال ته اېښې وه او هم يې نابودۍ ته.

موږ خو يې د مذهب پر نوم له هر څه ان چې ځينې ځينې يې له ايمانه هم ورپسې خلاص کړو، خو تاسې روسان چې ښکلا هم لرئ داسې نه شي چې تېر ځل يې د جهاد په نوم ستر کمونيستي بلاک در ړنګ کړ، خو چې دا پلا مو له خپلې خاورې لا څه ان چې له هغه روسي - اروپايي ارزښتونو هم ورپسې خلاص نه کړي.

آغلې زخاروف،
ښاغلی پوتين چې وړم کال هند ته تللی وو، نو هلته يې خپل هغه يو روسي متل ويلی وو، خو نن پر هاغه خپل متل هم ونه پايېدئ او له نويو دوه مخيو دوستانو سره ډېر ژور په دوستۍ کې ښکېل شوئ. حښتن تعالی دې خير کړي چې دا ځل مو وړيا پر وړيا او ډېره اسانه له ژونده خلاص نه کړي.

تېر ته په کتو فقيد قاضي حسين احمد د بل له شنو سترګيو (عينکو) به ويل چې موږ د اسلام بيرغ په کرېملين ودروو چې بيا ستاسو له سترګو برګولو سره له کرېملينه راخطا چې ورپسې مرکزي اسيا ته او له مرکزي اسيا پسې بيا د آمو سيند او ورپسې کابل ته شوه چې ضياءالحق هغه ارمان ګور ته له ځان سره يووړ. هغه اسلام ومسلماني يې ديته راغله چې د امريکا سفير ته يې ويلي وو :
زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

يا دا چې که نن يې طالب ته فتوی ورکړې :
د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

داسې نه شي چې دا اوسنۍ فتوی بيرته پخوانۍ ته لاړه نه شي :
د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

مذهبي وسياسي ناپوهاوی او بېځايه سرګرمي :
تاسې خو سوسياليستان وئ نه کمونيستان، بلکې کمونيست خو يې هغه بل ګاونډ دی. داسې برېښي چې موږ و تاسې دواړه هسې بېځايه د بل په ډپ کې لاړو. ما ته داسې جوته شوه چې نه موږ سمه مذهبي اسلامي پوهه لرله او نه تاسې سمه سياسي پوهه، ځکه خو هغه اصلي کمونيست پر ځای پاتې شو او دل پکې موږ و تاسې شول. موږ خو نه د دين شو او نه د سادين، خو ستاسې څه حال دی؟

زما له پوهاوي سره په پورتنۍ فتوی کې چې د ((کمونېزم خلاف)) توري کاريدلي، نو تاسې روسان خو سوسياليستان وئ، نه کمونيستان او کمونيست بل څوک دی، خو داسې برېښي چې موږ هم د ناسم پوهاوي او خپلې سرګرمۍ له امله د کمونېزم وسوسيالېزم توپير کړی نه دی او د کمونېزم په ټس/ډپ کې دواړو ښه ټس وخوړ. ستاسې ټول سوسياليستي بلاک ونړېده او موږ نن د نړۍ خيرات ته کېناستو. کمونېست خو همدا نن هم د چا ورور او د چا دوست دی چې ښې تودې او ګرمې اړيکې سره پالي. د The Wrong Enemy کتاب محتوی دلته سره ښه سر خوري.

تاسې ته پته ده چې د کمونېزم تيوري ستاسې نه ده د بل چا ده، خو هلته په روسيه کې عملي شوه، خو دل پکې موږ شو، خو ګټه نن د بل چا ده. همدا نن هم کمونيست دی، خو پوښتنه دا ده چې دغه فتوی چې د کمونېزم پر خلاف شوې کمونېزم يې ساتلی، خو مخامخ يې سره موږ وتاسې کړو او يو بل مو ښه زوبل کړ. ډېره هېښنده او خواشينوونکې ده، ځکه فتوی چې د چا پر نوم شوې هغه بچ شو او هسې تاسې افغانستان ته راودانګل يا په بله مانا اسلامېزم، امپريالېزم او کمونېزم درېواړه له ايتيېزم سره په ګډه ټول ستاسې د سوسيالېزم مخې ته شول او تاسې يې له تودو اوبو او لېرې ختيځه راستانه کړئ. اوس لکه چې بيا هماغه زړه هيله د خپل نوي دوه مخي دوست په دوه مخې دوستۍ کې وينئ که څنګه؟
زاړه دوستان خو يې نن دې پايلې ته رسېدلي چې :
پاکستان د باور وړ دوست وګاونډی نه دی
نو ولې تاسې ډېر ژر داسې ګرم شوئ؟ ايا ښاغلي پوتين له ښاغلي مودي سره هغه خپل متل له ياده ايستلی که څنګه؟ ښاغلی پوتين خو د ښاغلي ټرمپ غوندې دومره ساده انسان او سوداګر هم نه دی، بلکې يو ذهين او نړيوال سياستوال دی چې له نړيوالو قضاياوو سره ښه اشنا دی.

په درنښت


روسيه وايي، امريکا د طالبانو ملاتړ کوي
http://www.taand.com/archives/110792

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery