مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کي د ټولو کورونو د استملاک مسله به ژر حل سي

راحیله جواد

دغه څرګندوني کندهاروالي  زلمي ویسا د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کي د هغه کورونو د مالکينو سره وکړې چي کورونه يې استملاک او دولت ورته پيسې ورکوي .

د شنبې په ورځ دغه مالکینو له کندهاروالي  زلمي ويسا سره په ولایت مقام کي وليدل چي پرمهال یې  د کندهار سرپرست ښاروال نسيم رضايي هم حضور درلود .


ويسا وویل : ولايتي اداره هڅه کوي، چي د احمدشاه بابا د کور په شاوخوا کي د ټولو کورونو د استملاک مسئله ژر تر ژره پای ته ورسوي او د کورونو مالکينو ته تر قانوني مراحلو وروسته پيسې ورکړي .

ښاغلي ويسا زیاته کړه، په دغه برخه کي ولايتي اداره جدي ده او هيڅ يوه کس ته به د فساد اجازه ور نکړي بلکي ټول کارونه به یې په شفاف ډول پای ته ورسېږي .

داپه داسي حال کي ده چي د احمدشاه بابا د کور ترڅنګ په دغه شاوخوا کي د جوړو سوو کورونو لپاره هم کندهار والي  زلمي ويسا موده مخکي له مرکز څخه تر زياتو هلو ځلو وروسته د يادو کورنو د استملاک پيسې تر لاسه کړي او تر قانوني مراحلو وروسته به اړوند کسانو ته وسپارل س

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery