مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-20   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د ټرمپ په ستراتیجۍ کې لوی بدلون

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : نړیوالي رسنۍ
د ټرمپ په ستراتیجۍ کې لوی بدلون امریکایي ډیپلوماټانو د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې اترې تر سره کړي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د پټو خبرو اترو په اړه یو شمیر نړیوالو رسنیو ځیني جزیات خپاره کړي دي. په دې لیکنه کې ورته یوه کتنه کیږي. د امریکا متحدو ایالاتو د پرله پسې هوايي بریدونو او بمباریو له لارې غوښتل، څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته مجبوره کړي. وسمهال دوی له دې ناکامي ستراتیجۍ په شا شوي او یوه نوې ستراتیجي لري. په افغانستان کې ډیر هوايي بریدونه او د کمانډو سرتېرو ځښټ ډیر عملیات، همدا د هندوکوښ په غرونوکې د امریکایانو ستراتیجۍ وه. دغه خبره څو میاشتې مخکې امریکايي جنرال قوماندان جان نیکلسون د المان د شپېګل مجلې سره به یوه مرکه کې کړي ده. وسمهال په څرګند ډول د امریکې حکومت خپل جنګي تکټیک بدل کړي دی او خپل جګپوړي امریکایي ډیپلوماټان يې سختدریځو طالبانو استازو ته ورلیږلي دي. څو د احتمالي اوربند د ټینګیدو او احتمالي سوله ییز بهیر په اړه خبرې اترې وکړي. له دې امله داسې نښې نښانې را څرګندې شوې دي، چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره ټوګه د طالبانو سره په جګړې کې خپله نوې ستراتیجۍ پلې کول غواړي او د خبرو اتروله لارې د افغانستان اوږدې جګرې ته د سوله ییز حل لارې چارې لټوي. نیویارک ټایمز نږدې دوه اوونې مخکې په یوه رپوټ کې لیکلي وه، د ټرمپ ادارې خپلو جګپوړو ډیپلوماټانو ته سپارښتنه کړي ده، د طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په لټه کې شئ. څو په افغانستان کې اوږده جګړه ختمه شي. دا د امریکاپه سیاست کې په ښکاره ټوګه ځښت ډیر د پاموړ ستر بدلون دی. تر دې دمه د امریکایانو دریځ دا وه، طالبان دې په مخامخ ډول د افغان حکومت سره خبرې اترې تر سره کړي. تر دې دمه امریکایانو د طالبانو سره له خبرو اترو ډډه کوله. دوی به ویل، د سولې اړوند خبرې اترې باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي. طالبان تر دې دمه د افغان حکومت سره خبرې اترې رد کړي دي او افغان حکومت یو بې واکه ګوډاګۍ حکومت نوموي. په قطر کې له طالبانو سره په پټه کې د افغان جګړې او سولې اړوند خبرې اترې طالبانو له امریکایې پلاوي سره کتلي او خبرې اترې ورسره کړي دي. نیویارک ټا یمز خبر ورکړ او لیکلي، اټکل یوه اوونۍ مخکې د قطر په خلیجي هیواد کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې اترې تر سره شوي دي. په دې خبرو اترو کې د سویلې آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ویلز او نورو امریکایي ډیپلوماټانو د طالبانو له استازو سره کتلي او خبرې اترې تر سره کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرې اترې نه تائیدوي او نه ردوي. خو د طالبانو دوو استازو د دغو تر سره شویو خبرو اترو پخلی کړی دی. د نیویارک ټایمز ورځپانې په حوله. نیویارک ټایمز لیکي، څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرې اترې نه ردوي، خو د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې یوه اوونۍ مخکې د مېرمن الېس ویلز سفر د قطر هیواد ته تائیدکړي دی. د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالبانو یو نیمه رسمي دفتر پرانېسستلي دی. په کابل کې د سولې عالي شورا مرستیال عطاوالله سلیم وايي، هغه ته تر دې دمه په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه رسمي مالومات نه دي ترلاسه کړي او زیاتوي، د ټولو اړخونو ترمنځ باید په مخامخ ډول خبرې اترې تر سره شي. او ٬٬ موږ په دې اړه د هرګام هر کلي کوو ٬٬ کوم چې د بین الافغاني خبرو اترو په اړه پور ته کیږي . د افغان سولې په اړه پریکړه باید په خپله افغانان وکړي. د کره رپوټو پر بنسټ په قطر کې د امریکې متحدو ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې او لیدني کتنې تر سره شوي دي. د امریکا متحدو ایالاتو تر اوسه رسماً له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې رد کړي دي. د رسنیو رپوټونو په بنسټ وسمهال د طالبانو استازو او د امریکې حکومت چارواکو تر منځ خبرې اترې تر سره شوي دي. دا یوه هڅه ده، څو په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسیږي . دا د طالبانو غورځنګ په وړاندې د امریکا متحدو ایالاتو په سیاست کې په ښکاره ډول یو خورا لوی بدلون دی. تر دې دمه امریکایانو ویل، طالبان باید د افغان حکومت سره مخامخ خبرې اترې وکړي او طالبان باید د هوايي بریدونو لاندې ونیول شي او هممهاله د طالبانو مشران تر فشار لاندې ونیول شي او په نښه کړل شي، څو دوی په پای کې د افغان دولت سره یوې معاملې ته اړ کړل شي. د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوي ستراتیجي اعلان کړه. ټرمپ د خپلي ستراتیجۍ پوځې برخې په اړه څه و نه ویل، خو دا ترینه جوتیده، امریکايي پوځیان به له افغانستانه ونه وځي. وسمهال ټرمپ طالبانو ته د سولې وړانډیز کړي دی. له دې سره په افغانستان کې ټولې انجیوګانې خپل ټولنیز موډل له ګواښ سره مخامخ وینې. چا کولې شول په دې اړه داسې اټکل او فکر وکړي، چې یو جمهوري غوښتونکي به د ولسواکۍ جګړو ټول ډګرونه راضي کړي. دا د هیلري کلینتون سره سمون خوري، یا د سولې وعظ او مبلغ اوباما سره سمون خوري. هغه هم یو دم په ټوله نړۍ کې بریدونه تر سره کړل او نور هیوادونه دې ته وهڅول، څو د جګړې ناوړه زیانونو او اغېزو باندې کار وکړي او خپلې اندیښنې پرې څرګنده کړي. د بېلګې په توګه د جرمني هیواد دا چارې تر سره کوي. امریکایانو تر اوسه له طالبانو سره د مخامخ خبرې اترې رد کړي دي. طالبان هم له ډیرې مودې راهیسې دا غوښتنه لري، چې یواځې د امریکایانو سره په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې اترې کوي. طالبان د افغان حکومت سره خبرې اترې ردوي. دا اوسنۍ د سولې اړونډا خبرې اترې مخکې له مخکې د دواړو لورو لخوا چمتو شوې وې او دا کتنې د طالبانو د مشرتابه په تائید تر سره شوي دي. بنسټپال طالبان د دې بحثونو او خبرو اترو څخه د ښو مثبتو پایلو تمه لري. د دوحې غونډه په یوه دوستانه فضا کې تر سره شوي ده او ډیر مثبت پیغامونه له ځانه سره لري. دواړو لورو ژمنه کړي، روانې جګړي ته به د پای ټکی ږدي. دا ډول مقدماتي غونډې تر رسمې خبرو اترو پیلیدو پورې ډیرې ګټوري پریوتي شي. دا هم د ټرمپ د نوې ستراتیجي یوه برخه ده، چې افغان حکومت باید د لرې پرتو او کم نفوسه سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي او همداراز له ګواښونو سره مخامخ اډې او پوستي پریږدي او خپل ټول پام مهمو سترایجیکو سیمو او لویو ښارونو امنیت ساتنې ته واړوي. امریکایان پوهیږي، چې د افغان وسله وال پوځ ځاې نیمه پوځې ځواکونه نشي ډکولي. همداوس د جوزجان په درزاب ولسوالۍکې د طالبانو او داعش تر منځ جګړه که تر دوو سوو داعشیان حکومت ته او ۱۲۸ داعشیان طالبانو ته تسلیم شوي دي. او لس ګونه نور وژل او ټپیان شوي دي. دا بریالي عملیات د افغان، امریکایي او د ناټو ځواکونو نه دي تر سره کړي، بلکې د طالبانو پریکنده بریالي عملیاتو بریالیتوب ګڼل کیږي. که د افغان حکومت مشران، امریکایې پوځیان، ډیپلوماټان او د طالبانو مشرتابه سمې، منطقي او سوله ییزې عملي پریکړي وکړي او په وړو وړو خبرو د سولې ییز بهیر کې خنډونه جوړ نه کړي، دا شوني ده چې ډیر ژر به افغانان د افغان غمیزې او روانې جګړې پای ته ورسیږي. پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery