مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اېران د کمال خان بند پروژې د ځنډولو هڅې کوي

راحیله جواد
وروسته له هغه چې د ولسمشر غني له خوا د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د بند کمال خان پروژه پرانیستل شوه، د اېران له خوا هڅې پیل شوې څو په افغانستان کې د اوبو د قوي مدیرت محنیوی وکړي او له اوبو څخه یې ګټه واخلي.
د نیمروز ولایت مرستیال والي سردار محمد همدرد وايي چې له تېرو درې نیم کلونو را په دې خوا د نیمروز د ولایتي ادارې او په دغه ولایت او مرکز کې اېران پلوه کړیو د کمال خان بند پروژې کار ځنډنی کړی او د درې نیمو کلونو په اوږدو کې د یادې پروژې په کاري چارو کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کیږي. نوموړي په یاده پروژه کې مرکزي دولت هم په غفلت تورن کړی چې ګواکي کمال خان بند پروژې ته یې پاملرنه نه ده کړې.
همدرد یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اېران په یوه نوي خپاره کړي خبر کې خبر داری ورکړی دی چې په هر قیمت وي په افغانستان کې به د خپلو اوبو حق تر لاسه کوي.
له بل لوري د نیمروز ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم مني چې د کمال خان بند له پروژې سره د سیمیزو چارواکو له خوا خیانت شوی دی او په کاري چارو کې یې هېڅ پرمختګ نه لیدل کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery