دخپریدو نیټه : 2018-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دکندهار سرپرست والي د عينومېني له ( ۳۵۰ ) بستريز روغتون څخه له نژدې ليدنه وکړه
راحیله جواد
د شنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په داسي حال کي د عينومېني له ( ۳۵۰ ) بستريز روغتون څخه ليدنه وکړه چي پرمهال يې د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او قومي او ولسي مشرانو حضور درلود .
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل : د عينومېني د ( ۳۵۰ ) بستريز روغتون د ودانۍ ساختماني چاري چي زيات و کم ۳ کاله وړاندي شروع سوي وې له ښه مرغه دامهال ( ٪ ۱۰۰ ) سلنه بشپړي سوي دي، هغه زياته کړه : د دغه روغتون لپاره به د ۲ مياشتو په اوږدو کي د اړتيا وړ تجهيزات هم برابر کړل سي او د عامو خلګو پرمخ به پرانيستل سي .
ښاغلي منيب وويل : د دغه روغتون په فعاله کېدو سره به د روغتيا په برخه کي تر زياته حده د ستونزو مخه نيول سوې وي او ولس به يې له خدماتو څخه برخمن وي .
نوموړي ډاډ ورکړ چي ډېر ژر به د دغه روغتون په څنګ کي د عدلي طب تعمير د جوړېدو چاري هم پيل سي