مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-11-12   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دغم شريکی پيغام

حبيب الله غمخور
دادی دافغان ولس يوبل ځوان خواخوږ ی اودغښتلي قلم څښتن ،کابل پوهنتون استاد علمی اوفرهنگی شخصيت ډاکترسيدمحمد ټينګار دسرطان ورپېښی ناروغی له نن سهار دابدی ژوند په لور وکوچيد .انالله وانااليه راجعون. مرحوم يوغښتلۍ استاد په هيوادمين او ډير زړه سوانده شخص يت وو .دمرحوم مړ ينه زموږ دهيواد په اکاډميک ډگرکي يوه لويه ضايع بولو . زموږ له نظره مرحوم ډاکتر ټينگار صاحب یوه داسې ژوندۍ پانګه وه چې تشي ډکول به یې متاسفانه ډيروخت ونیسي . موږ پداسي حال کي چې دمرحوم ډاکترسيدمحمد ټينګار دناببري مړېنې دخبر په اورېدوسره ډيرغمجن يو،مرحوم ته فردوس جنت اودکورنی پاته کسانوته یې دزړه صبر غوښتلوسره ځانونه ، دمرحوم له درنې کورنی ،دپوهنتون استادانو ،محصلينودده ددوستانوسره ځان پدې لوي غم کي شريک بولو . روح دې ښاد ياد دې ابدي وي . دوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جر گي په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery