مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکندهارسرپرست والي : ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ده چي په يووالي سره يې ژور تغيرات رامنځته کېږي .

راحیله جواد

 

دغه څرګندوني د پنجشنبې په ورځ مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په ولايت مقام کي د ځوانانو د يوې لويي غونډي پرمهال وکړې، چي پکښي د امنيتي او دفاعي ځواکونو استازو او مشرانو، قومي او اولسي مشرانو، د يو شمېر دولتي ادارو رئيسانو، د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو، مدني فعالانو، د مدني ټولنو استازو او په زيات شمېر ځوانانو برخه اخيسې وه .

په دغه غونډه کي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ياده کړه او ويې ويل چي په هره ټولنه کي د ځوانانو په مټ ژور تغيرات رامنځته کېدلای سي .

همدارنګه ښاغلي منيب د ټولو ځوانانو پر اتحاد او اتفاق باندي هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چي د ځوانانو يووالی موږ ته وياړ رابخښي، نوموړي د ټولو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چي د چارو په سمبالولو کي له ولايتي ادارې سره  وخت پر وخت خپل نظريات شريک کړئ ترڅو په راتلونکي کي مو د هري کړني مثبته پايله په برخه سوې وي .

په دغه غونډه کي ځوانانو هم ويناوي وکړې او د مرستيال او سرپرست والي هڅي يې وستايلې چي په هره برخه کي يې د ځوانانو سره ترسره کړي، همدارنګه يې له هغه څخه ځانګړې مننه وکړه چي وخت پر وخت يې د ولايتي ادارې په پلانونو کي د ځوانانو مشورو ته ځانګړی ځای ورکړی دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery