مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-01-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملت او د تاريخ دښمن قانوني خپل ځان او ګوند ولس ته تعريف کړل

سيد حسين پاچا

يونس قانوني:
ولسمشر غني د نظام له تغير سره مخالف دی، خو حنيف اتمر شين څراغ ورکړی، نو ښايي چې جمعيت ګوند په ټاکنو کې د اتمر ملاتړ وکړي
د انسان او د جهاد په جامه کې شرمښ د خاورې، ملت او د تاريخ دښمن قانوني خپل ځان او ګوند ولس ته تعريف کړل

ولس بايد د خاورې، ملت او د خپل وياړلي تاريخ ازلي نه پخلا کېدونکي دښمنان په هره بڼه کې تشخيص او پر وړاندې يې يو موټی او قاطع اوسي

د ښاغلي قانوني له وينا داسې بريښي چې دی او ډله يې ذهني ناروغ او قلبًا پليت (نجس) دي چې دا ډول ناروغي په اسانه نه جوړيږي تر څو ذهنًا و قلبًا پاک و تداوي نه شي. زه پر ټولو هغو وطنوالو او هېوادوالو چې ايمانًا ملي - اسلامي روحيه ولري غږ کوم چې پرې نږدي داسې ذهني ناروغان وقلبي پليتان بيا د جهاد و ډيموکراسۍ په پلمه د هېواد په ملي - اسلامي قضاياو مخکښ رول ولوبوي.

د تداوۍ مشوره :
ښاغلی يونس قانوني ذهني ناروغ او قلبًا پليت دی چې دا يوې ايماني او د نصوحا په شان يوې مخلصې توبې او تداوۍ اړتيا لري. له دې پرته قانوني نه تداوي کيږي. اوس يې خوښه چې سر له اوسه له خپلې تګلارې، عقيدې، ذهني و قلبي ناروغيو پر تشخيص او تداويو له سره غور کوي او يا نه؟

زه پر ښاغلي اتمر هم د خپلې ملي - اسلامي روحيې له مخې غږ کوم چې که ښاغلي کرزي و غني ترې خوشالي ليدلي وي او يا ترې ښاد شوي وي، خو ته به ترې هم ښاد شې او که نه، نو له ابتلاء و کړونې مخکې سوچ وکړه او هسې ځان په لوی مصيبت اخته نه کړې چې بيا به کړېږې، خو تداوي به يې درته ګرانه وي. له داسې کسانو سره چې هغه د سيستم ستنې (بنسټونه) خوځوي او بڼې ته يې بدلون ورکوي ترې ځان ساته چې دا نه ستا او نه د ملت ان د تاريخ په ګټه نه دي، نو ستا به څه په درد وخوري.

په درنښت


يونس قانوني: ولسمشر غني د نظام له تغير سره مخالف دی، خو حنيف اتمر شين څراغ ورکړی نو ښايي چې جمعيت ګوند په ټاکنو کې د اتمر ملاتړ وکړي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=73739

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery