مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت

دوکتور م، عثمان تره کي

 

د سولې په مذاکراتو کې چه نن پایته ورسید، په تاکلي وخت د افغانستان نه د بهرنیو قوتونو وتل د اجندأ په سر کې ځاي نیولې وو. د وسله وال مقاومت له نظره د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت باید د دریمګړي هیواد يا په بهترین حالت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوأ وشي. د طالبانو دغه غوښتنه عاطفي او جذباتي انګیزه لري. نړیوال مروجه دیپلوماسي د ضمانت ورکولو سره نه جوړیږي. پدې مانا چه :
- هیڅ هیواد دیته نه حاضریږي چه د یو تړون په سر باندې د رامنځته شوې احتمالي جنجال په اړه د امریکا او ناتو سره په تقابل کې واقع شي.
ـ نړیوال حقوق د نړي په کچه د قواوو اندول تمثیلوي. د قدرت د ویشلو په نړیوال سیستم کې زورواک تل خپله اراده په
په کمزور باندې تپلې ده. طالبان که غواړي بهرني لشکر د افغانستان نه وتلو ته اړ کړي د ضمانت غوښتنې په ځاي باید د بهرنیانو سره د قدرت د دریز نه چلن وکړي. یانې په دولتي واکمني خپلې قبضه ولګوي.
د نورو هیوادونو څخه ضمانت غوښتنه دا مانا لري چه طالبان نن او سبا پخپل زور او دفاعي وړتیا، بهرنیو قوتونو نا قانون حضور سره مقابله کولي نشي او لاس نورو مراجعو مرستو ته اوږدوي.
ـ د طالبانو او امریکائیانو راتلونکې موافقه لیک د یوه غیر حکومتې جوړښت ( وسله وال مقاومت ) او بهرني حکومت ( امریکا ) تر منځ رامنځته کیږي. موافقه لیک هیڅ دول حقوقي پایلې لرلي نشي. ځکه چه نړیوال حقوق د دولتونو تر منځ اړیکې تنظیموي. دولتي او غیر دولتي تعاملات تر پوښښ لاندې نه نیسي. د بین المللي حقوقو له زاویې څخه د طالبانو او امریکا تر منځ موافقه لیک چه سیاسي بنه لري، اړخونو ته واجب الاجرأ حقوق او وجائب تاکلې نشي. د مثال په توګه که په موافقه لیک کي د مخکنیو ملاحظاتو سر سره ځینې هیوادونه دیته حاضریږي چه طالبانو ته د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت ورکړي، ضمانت حقوقي باور او اجرائي وړتیا لرلي نشي. لامل يې دادي چه بین المللي حقوق د دولتونو تر منځ د اړیکو په محور باندې څرخي.
احتمال لري چه د راتلونکو مذاکراتو په پاي کې د طالبانو او امریکائیانو تر منځ یو موافقه لیک لاسلیک شي. که د موافقه لیک د احکامو د تفسیر په سر باندې اختلاف رامنځته شي، مثلاً امریکا د خپلو قواوو د وتلو د ژمنې نه سرغړونه وکړي، افغاني اړخ قضیه د هاګ ( لاهه ) نړیوال محکمې ته وړاندې کولي نشي. د هاګ محکمه د دولتونو تر منځ شخړې ته پام اړوي . د یوه حکومتي او غیر حکومتي موافقه لیک متنازع فیه قضیه تر پوښښ لاندې نه نیسي.
خو که په دولت کې واکمن طالب، له امریکا دولت سره د یو تړون له لارې تړل کیږي، د تړون د تفسیر په سر اختلاف، هاګ محکمې ته حواله کیداي شي.
د طالبانو تر څنګ د امریکا نه د ځواکونو د وتلو بیړني ضمانت اخیستل د پاکستان غوښتنه هم ده. پاکستان دا ویره لري چه په راتلونکې، کله چه طالبان دولتي واک تر لاسه کړي، د کنترول نه ووزي.
طالبان د ضمانت په غوښتنه کې د افغانستان ملي مصالحو ته پام اړوي. خو پاکستان په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو دوامدار حضور ځانته د بالقوه خطر په سترګه ګوري.
نتیجه :
هغه موافقه لیک چه طالبان ( د مقاومت غیر دولتي جوړښت ) له امریکایي ديپلوماتانو ( دولتي چارواکو ) سره لاسلیک کوي سولې خوا ته لاره خلاصولاي شي، خو حقوقي باور لرلي نشي: نړیوال حقوق د دولتونو تر منځ تعاملات تر پوښښ لاندې نیسي. د مقاومت ملیشیې او امریکا تر منځ د موافقه لیک متنازع فیه موضوعات ( د مثال په توګه د بهرنیو لشکرو د وتلو په سر اختلاف ) هاګ محکمې ته حواله کولي نشو.
د بهرنیو قواوو د وتلو ضمانت د دولتونو تر منځ د یو تړون په چوکات کې مطرح کیږي. وسله وال مقاومت د یوه ملي مسلمان دولت د دریز نه د بهرنیانو سره باوري تړون لاسلیک کولي شي. تړون په تاکلې وخت د بهرنیو نظامیانو د وتلو موضوع ضمانت کوي. ضمانت هغه وخت اجرايی پروسې ته داخلیږي چه د هاګ محکمه د تړون په تړاو د یو اړخ په غوښتنه په متنازع فیه قضیه باندې پریکړه وکړي . « پاي »
فرانسه – ۱۲/۰۳/۲۰۱۹ – دوکتور م، عثمان تره کي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery