مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سپينه ماڼۍ به تر کله د تېر په څېر دغسې پټ مزل په تورو لړو کې وهي؟

سيد حسين پاچا

د ډيويډ هيل د پام وړ :
امريکا بايد د ترورېزم توليدوونکي، زموږ او د خپلو متحدينو ترمينځ له توپيري چلند لاس واخلي
محب پخپل کور کې د خپل ځان او د متحدينو د هغې اندېښنې په تړاو درباندې نيوکه کړې، د زرداري او يوسف رضا ګيلاني غوندې يې له تهران او بېجنګه ډزې درباندې نه دي کړي او نه يې ډبرې دروارولي

سپينه ماڼۍ به تر کله د تېر په څېر دغسې پټ مزل په تورو لړو کې وهي؟
پر خليلزاد د حمد الله محب نيوکه پر بهرنيو چارو وزارت نيوکه ده


پوښتنه :
دا څنګه د تړلو دروازو تر شا پټې خبرې دي چې موږ ومتحدين لا خبر نه يو او د ګاونډي هېواد د بهرنيو چارو وزير او صدراعظم يې بيا د نوي حکومت له پلانه خبر او خپل ولس ته زيري ورکوي؟

ښاغلی هيل،
افغانان غواړي چې د تړلو دروازو تر شا پر دغسې موافقو او موسودو پوه شي چې بيا د اتيايمې لسيزې په څېر د اغا شاهي د هغې خبرې پر بنسټ هغسې معامله ونه شي چې ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :
• وسله به د دوی پر لاس ويشي
• وسله به د دوی پر خوښه ويشي
• کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

وضاحت :
موږ چی څه له افغانستان سره څه کول، نو تاسې به له موږ سره کار نه لرئ. دا په حقيقت کې پر پاکستان د افغانستان خرڅول وو.

افغانان او متحدين غواړي چې پوه شي چې دا ځل زموږ ګاونډي طالبان پر کومو شرايطو له امريکا سره خبرو ته تيار کړل او د کومو شرايطو په رڼا کې يې مرستيال راخوشې او خبرو ته راوست؟


ښاغلی هيل،
سمه ده چې امريکا د يو دوست هېواد په توګه د افغانستان په قضيه کې ښکېله ده، خو امريکا يوازې نه ده او د ناټو په چوکاټ کې د بُن د پرېکړې پر اساس متحدين هم ورسره دي. هغوی هم دلته ښکېل دي چې مالي وځاني تلفات يې ليدلي دي، نو حق لري چې د دغو تړلو دروازو تر شا پر پټو خبرو پوه شي.

ښاغلی هيل،
داسې اندېښنې شته چې د ګاونډي هېواد د استخباراتو اړوند کارمندان له قطري چارواکيو سره يوځای د خبرو په تالار کې شتون لري چې دا کار خپله د هغو اتيايمو لسيزو اندېښنې راپاروي چې افغان حکومت، ولس او متحدين يې له ځان سره لري.

ښاغلی هيل،
افغانان او متحدين غواړي چې پوه شي چې اوسنۍ دغه خبرې د سياستوالو په کچه دي او که د استخباراتو په کچه؟ که د استخباراتو په کچه وي، نو بيا سمه ده او استخباراتي خبرې تل پتې و مرموزې او ډېرې پېچلې وي او که د سياستوالو په کچه وي، نو بيا ولې د تړلو دروازو تر شا ترسره کيږي چې موږ ومتحدين پرې خبر نه، خو زموږ د ګاونډي هېواد صدراعظم او لومړي وزير پرې بيا وختي خبر وي رسنيو او ولس ته زموږ د راتلونکي حکومت زيری ورکوي او خپلې راتلونکې هيلې ورپورې نښلوي. ان تر دې چې طالبانو لا تر اوسه څه نه دي ويلي، خو دوی د جريان له پايلو نه بيا خبر دي ولې؟

نو که د محب نيوکې ستاسې د بهرنيو چارو پر وزارت بريد وي، نو زموږ او د متحدينو حيثيت څه شو؟ هيله ده چې ځواب يې وواياست؟ د بُن د پرېکړې حيثيت خو د خپل نازولي لپاره تر پښو لاندې کول خو هم ستاسې لپاره يوه اخلاقي معامله ده. اوس ستاسې خوښه چې د خپل نازولي او متحدينو ترمينځ يو انتخاب کړئ. تاسې بايد دغه ډول تعاملات د سوداګريزې معاملې په چوکاټ کې ونه ارزوئ، بلکې اخلاقي وسياسي اړخ يې هم وسنجوئ. دولت پر دولت اصول ولې تر پښو لاندې کيږي؟ پر کومه کچه دا خبرې مخته وړل کيږي؟

ايا د بهرنيو چارو وزارت دغسې پټې معاملې به د تېر په څېر زموږ بيا پلورنه او سپارل نه وي چې يو ځل مخکې مو هم همدغسې يوه معامله ترسره کړې وه؟ نو بيا ولې راغلئ او اوس بيا ولې دغسې غلي وځئ؟
په بله مانا افغانان نور نه غواړي چې د تېر په څېر هسې هوايې په خامه لومه وتړل شي. د کوم تړون پر اساس چې راغلي ياست، نو د هغې تړون پر اساس به وځئ او بېمسووليته به نه وځئ. که وځئ، نو بيا به د ټولو وخيمو عواقبو مسووليت ستاسې پر غاړه وي.
اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې هر څه بايد روښانه وي او د پټو معاملو وخت تللی دی.
که شپه تياره ده مڼې پر شمار دي.

په درنښت

امريکا: 'پر خليلزاد د حمد الله محب نيوکه پر بهرنيو چارو وزارت نيوکه ده'
https://www.bbc.com/pashto/world-47600753

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery