مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-03-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجومات لوړ غږی (لوډ سپیکر )

روح الله ـ انوري

زموږ دکلي  په جومات کې چې هر سهار دجمعې لمونځ ادا شي نو فقیر محمد ماما دلوړ غږی خواته ورشي هغه چالان کړې .مایک یو دوه ځلې دشهادت په ګوټه وټنګوې ،بیا پکې غاړه تازه کړې .خپله خوله ښه دمایک خواته نزدې کړې .وايي : الله مو وبخښه دجنازې اعلان واورې .فلانی دفلاني ځوي ،دفلاني ورور ،دفلانی واوره ،دفلاني لمسی فلانی په ملي اردو یاد پولیسو او یاهم په چاودنه کې شهید شوی نن  به يې دجنازې جومات کې په دومره بجې جنازه ادا کیږي .او قبر کنستونکې دې هم دقبر ویستلو ته لاړ شي .قبر وویستل شي دجنازې لمونځ ترسره شي .دګل غوندې ځوان په لحد کې کیښودل شي .په خرورونو خاورې پرې ور واچول شي .ددنیا ارمانونو سره يې خاورو لاندې کړې .واړه یتیمان دپلار له سیورې ، ،کوڼده  دسرله یواځینۍ اثرې  ،بوره مور او کړیدلی پلار د چنار په څیر له ځوان زوې ،خویندې او ورونه له خپل ګران ورور او دوستان يې له خوږ انډیوال بې برخې شي .زموږ په کلي کې هره ورځ همدا معمول دی .هره ورځ همدا دجنازو اعلانونه ،قبرونه ویستل ،ژړا ګانې ،ویرونه او دځوانانو خښول دي .بل روزګار ته څوک نه اوزګاریږې .
 کله کله پکې داسې ورځ هم راشي چې ددوه دري کسانو دمرګ اعلان وشي .پدغه ورځ دکلي ځوانان  په دوه درې ډلو وویشل شي .چې هریو مړې ته قبر اوباسې .
هغه بله ورځ بیا فقیر محمد ماما دهرې ورځې په څیر دجومات لوړ غږي ته ورنزدې شو ،مایک يې دښي لاس دشهادت په ګوته څو ځلې وټنګولو ،دنورو ورخو په پرتله نن ډیر خواشنی و ،داعلان څخه وړاندې ژړغونی و ،یوه اوږده ساه یې کش کړه .ځان  سره  يې غلي شانته وویل .لویه خدایه دا څه حال دی .دهغې مور په زړه به نن څه تیریږي چې ددوه ځوانو زامنو په وینو سره او ککړ بدنونه يې  مخې ته پراته دي .لویه خدایه دغې مور خو بې له تا او بې له دغو دوه ځامنو پدې غم لړې  دنیا کې نور هیڅ نه درلودل .ځوان جان خاوند يې هم دغې سپرې جګړې وخوړلو تراوسه يې مړ او ژوندی ندی معلوم چې دهیواد په کومه برخه کې به په څه ډول وژل شوی وې .څومره ستونزې به يې ګاللې وې .او چا به په  کوم  وحشیانه ډول وژلی وې ؟کوم تور به يې پرې لګولی وي ؟کله يې چې وژلو څو ځله به يې ورته پرې لګیدلي تورونه تکرار کړې وې .چې ته جاسوس ،کافر ،مرتد ،پردی مزدور او.... خو هغه به هم ورته په ژړغونې اودبې وسۍ په  ژبه  ځواب ورکړی وي  چې زه یو سوچه افغان او مسلمان یم .نه دچا جاسوس یم ،نه کافر یم او نه هم مرتد شوی یم .زه ازلې مسلمان یم .له هرچا ښه پنځه وخته لمونځ کووم .له هرچا  ډیر خپل وطن ،دین او خلکو ته وفادار یم .کلمه وایم ،پردي وینه مې نده تویه کړې .غاصب نه یم . کیدای شي ددې هر ځواب په ځواب کې هغوي دټوپک کنداغونو او لختو په خوله او بدن وهلی وي ،څو يې دحق ویلو منع کړې .هغه به  بیا هم خپل رب ته ویلي چې اي لویه خدایه زه خو هم ستا بنده یم .زه تل ستا عبادت کووم .دمسلمان بچی یم .زما بله هیڅ ګناه نشته یواځینۍ ګناه مې همدا ده چې له خپل وطن او خلکو مې ساتنه کوله .کیدای شي له همدې خبرو وروسته يې پرې بې شمیره ډزې کړې وې او په شهادت يې رسولی وي .
دې کونډې مور خو دنورو خلکو مزدورې وکړه .شپې يې ددغو دوه بچو دپاره پدې هیله رڼې کړې چې ورته به دلاس امسا شي .ستر به شي ،ودونه به ورته وکړې ،دخاوند غمونه به يې ددوي په خوښیو سره له یاده ووځي .هره ورځ او په هر لماڼخه کې به يې رب ته ددواړو دسرونو دسلامتۍ او روغتیا دعاګانې کولې .او تل به يې ویل ربه ته مې بچې له هر درد ،غم او بلا لرې وساتې .
فقیر محمد ماما سلکیو نیولی و ،هغه په ځان نه و خبر چې دژړا غږ يې ټول کلی اورې .له هغه نن اعلان پاتې شوی و .یواځې سلګې وې چې دجومات په لوړ غږي کې دخلکو غوږونو ته رسیدلي . دپګړې پڅکې يې په اوښکو لمدې شوې .یو ځل به یې زړه ښه کړ چې اعلان وکړې .بیا به یې چې ددوه ځوانو زامنو جنازو ته دناستې کونډې  مورکړیکې او ژړا په زړه شوه .نو دا به هم سلګو ونیوه او ښه  ډیر به یې وژړل .لږ به غلی شو .بیابه يې په زړه شول چې ددې بې اثرې کونډې لاسنیوی به څوک کوي ؟اوس به دچا دې غږ ته چې مورجانې څنګه يې ؟زوي جانه ښه یم شکر دی .الله مو راته روغ لره ځواب ورکړې ؟
دکلي زاړه او ځوانان جومات ته راننوتل او هریو به له بل پوښتنه کوله چې فقیر محمد ماما خو هره ورځ دمړو اعلانونه کوې .هیڅکله يې داسې ژړا نده کړې لکه نن چې ژاړې .دکلي اکثره خلک لا نه و خبر چې څه شوې .؟ کوم کس به چې ددوه غبرګو ورونو له وژل کیدو خبر و ،نو دجومات کوم دیوال ته به یې مخ اړولی و ،چا سره يې خبرې نه کولي او یواځې ددغو دوه ورونو په غم به یې سلکۍ وهلې او  اوښکې تویولي .
جومات ته داخل شوې ټول  خلک له کیسې خبر شول ،ټول په ژړا شول ،فقیر محمد ماما سره د ژړا  غږشریک شو .دجومات له لوړغوږې دژړا  غږونه تر لرې ځاي ورسیدل .فقیر محمد ماماچې دکلیوالو حالت وکتلو نو ورته يې وویل :غلي شئ غلي  ،بس کړئ ،مه ژاړئ ،نرانو سره ژړا خوند نه کوې .جرات پیدا کړئ .لاړشئ او شهیدانو ته قبرونه اوباسئ ،زه به اعلان وکړم چې نور خلک يې دجنازې له وخت خبر شي .بیا فقیر محمد ماما چې تل يې دهمدې لوړ غږي دسلګونو مړو اعلانونه کړې مایک په ګوته وټنګولو ،زړه يې ښه کړ چې اعلان وکړې .خوبیا يې پټ ځان سره وویل :
 خدایه نن ډیر دروند غم دی  ! داڅه حال دی ربه ؟ زه خو هیڅ اعلان نشم کولی .زه څنګه ووایم چې دغې دواړو سکه ورونو په یوبل ډزې کړې او یوبل يې وژلی دی .دابه راسره څوک ومني چې دوه سکه له یوې ابۍ او دادا پیدا ورونه دې یوبل ووژنې  ؟او داڅنګه کیدای شي دوه ورونه دیوبل سینې دې دټوپک په ګولیو غلبیل غلبیل کړي ؟
زما خو هیڅ عقل کار نه کوي .داڅنګه وشول ،دوي به  یو بل نه وې پیژندلی ،شپه وه تورتم به و نو .بیا يې سر وڅنډلو په ځان يې دویده ګمان راغی .فکر يې کولو کیدای شي خوب به وینې ،دسرڅنډلو  وروسته يي  وویل :هلکه يې ویښ يې  ویښ ! ویده میده نه يې .په جومات کې لوډ سپیکر ته ولاړ يې تاخو خلکو سره دجنازو داعلان کولو ژمنه کړې او ته دلته ژاړې ،ولې دې هغه پخوانی همت له لاسه ورکړ ؟
بیا يي مایک ته خوله نزدې کړه :خو ژبه يې بندیده ،مسلمانانو،مسلمانانو ! نن،نن   ددوه جنازو اعلان واورئ هغه هم ددوه ورونو دعبدالله او احمدالله دعبیدالله ځامن چې تیره شپه په جګړه کې يې خپل ژوند بایللی دی .نن دیوې کونډې مور دوه زامن وژل شوي . له یو کور دوه جنازې پورته کیږي .بیا سلګوو ونیولو ،بیا يې رب ته لاسونه لپه کړل  سوالونه او فریادونه يې  شروع کړل ،اي خدایه ولې یو ورور بل ورور وژنې ،ولې دنورو په اشارو موږ په یوبل دکفر ،جاسوسۍ ،ارتداد  او دنورو دمزدور نومونه ږدو .او بیا دهمدغو پردیو نومونو او پردیو وسلو په وسیله خپل ورونه وژنو .خدایه عبدالله دحکومت عسکر و ،احمدالله طالبانو کې و ،دواړه دیوې مور او یو پلار بچې و ،یوبل يې وویشتل او نن  ددواړو سر ته یوه بوره مور ناسته ده ،دواړو ته ژاړې .دواړه سوچه مسلمانان و ،دواړه افغانان و ،خو ددښمن او دپردیو دبدو تبلیغاتو په وجه نن دواړه ځوانان تورو خاورو ته لاړل ،ربه  اوس به  ددوي ناهلې مور څه کوي ؟ چاته به دزوي جان ،احمدالله جان او عبدالله جان نومونه اخلي ،هغه نومونه چې په اخستلو به يې ددې کونډې دردیدلی زړه ارامیده او په سلګونو هیلې يې ورپسې تړلې وې .نو ربه ! نور مو په وطن کې امن راوله او دا دپردیو وسلې زموږ له اوږو کوزې کړه .چې بیا کومه مور بې ځویه نشي .بچې بې پلاره نشي ،خور او ورور بې وروره نشي .دجنګ لمبې دتل دپاره غلي شي .دخلکو زړونو کې دنفرتونو او کرکو په ځاي مینه او محبت ځاي ونیسي .
کونړ اسعداباد . ښکلا راډیو .دلیندۍ پنځمه نیټه ۱۳۹۷ لمریز کال
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery