مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د دولت مصالحې شوری

سيد حسين پاچا

د دولت مصالحې شوری
ستانکزي، شاهين او د مطمئن په ذهن کې د جنون سخته هوا لګيږي. د دوی پر اند طالب کُل او دولت جزء دی

د ښاغلي غني ملي، سيمه ييز او بين القاروي منطقي (logical) دفاعي سيستم
President Ghani logical “National, Regional & Intercontinental” Ballistic Missile Defence System

ولسمشر محمد اشرفغني :
د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې :
• په واضح ډول د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو پر ضد غږيږي،
• د نظام پر ضد عږيږي،
• او د ولسواکۍ پروسې پر ضد غږيږي.

نظرمحمد مطمئن :
حکومت به منحيث جزء او د اشخاصو د قطر غونډه کې ناسته کوي نه د حکومت په استازيتوب او دا به طالبان هم ومني چې منحيث جزء حکومت ګډون ولري.

د لېونتوب خبرې :
نظر محمد مطمئن
حکومت جزء او طالب کُل بولي.

شيرمحمد عباس ستانکزی :
موږ به د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه منحل کړو.

سهيل شاهين :
په افغانستان کې دا اوسنۍ اداره چې ده منحيث حکومت موږ يې په رسميت نه پېژنو. که چېرې مو په رسميت پېژندلای، نو بيا جګړې ته څه اړتيا وه؟

ښاغلي غني د سولې مصلحتي شوری په ټاکنه کې نه يوازې د ستانکزي، شاهين او د مطمئن جنون ته ځواب ويلی، بلکې د عمرانخان په شمول يې د ډېرو بې سروبوله وړانديزونو، هوسونو، خيالونو او شومو پلانونو ته داسې منطقي ځواب ويلی، لکه نننۍ پرمختللې نړۍ يې چې د خپلې مُډرنې تېکنالوژۍ له برکته د خپلو ځانونو د دفاع لپاره د ورته ممکنه ګواښونو لپاره د بالستيک ميزائيلو د دفاع سيستم او دېته ورته نور سيستمونه لکه تهاد،آيرن، ايس ۴۰۰ او داسې نور کاروي.

زما په اند دوی ته به دا ښه وي چې لږ پخپل ګرېوان کې سر کښته کړي او خپل ځانونه د منطق واستدلال په هېنداره کې وويني چې دوی څومره منطقي غږيږي او څومره پر منطق برابر دي؟

دا چې ښاغلی سياف د دغه هئيت مشر ټاکل شوی او هغه به هلته له طالبانو سره د حکومت او ټولو پر استازيتوب طالب ته سرې کرښې کاږي، نو دا خپله دې درېواړو لېونيانو ته چې لا له مخکې نه پر autism اخته شوي ځواب ويل شوی. له طبي پلوه دغه درېواړه رواني تداوۍ يا psychotherapy ته اړتيا لري.

دلته په برتانيا کې دغه ډول رواني ناروغان د خپل GP له ليارې neurologist او psychotherapist ته معرفي کيږي چې له تشخيص وروسته بيا تر تداوۍ لاندې نيول کيږي او د بشري خير ښېګڼو ارګانونه social services هم پکې دخيل وي او وخت ناوخت يې تر هغې منظم څاري چې تر څو لارې ته نه وي راغلی. ان تر دې چې هغوی يې د ماشومتوب سوابق هم راسپړي چې په کوشنيوالي کې خو به يې د خوي بوي childhood behaviour issues ستونزې نه لرلې.

که د حکومت تر سلا مشورې وروسته هلته ګډ هيئت لاړ شي او د ټولو پر استازيتوب ښاغلی سياف خبرې وکړي، نو دا خپله نظر محمد مطمئن او سلاکارانو ته يې غاښ ماتوونکی منطقي ځواب دی، نو بيا به خپل ځان ورته جوت شي چې دوی کُل او که دولت کُل دی؟ ښکاره خبره ده چې :
جُزء تابع د کُل دی

په درنښت

 

امريکا غږ : ماښامنۍ
https://www.pashtovoa.com/a/4865385.html
سياف به د سولې مذاکراتو لپاره د افغان حکومت سرې کرښې ټاکي
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47843582
د مصالحې شورا د طالبانو سره خبرو ته مذاکراتي ټېم ټاکي
https://www.pashtovoa.com/a/ghani-meet-with-reconcilation-hith-councile-/4865251.html

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery