مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-05-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غني په شتون کې طالبان وحقانيان پر پانګونه نه ارزي

سيد حسين پاچا

طالبان، عمرانخان ونظامي واکمنو ته يې :
د غني په شتون کې طالبان وحقانيان پر پانګونه نه ارزي
دولت پر دولت اړيکي به پاکستان له انزوا او هم ورسره د ۱۳۰۰ ميليارده ډالرو پور په خلاصون کې مرسته وکړي. هم به يې له دښمنانه او شيطاني کړنو او هم به يې سوداګريز اتصال ته ورننه باسي

پاکستان چې له ايران سره له خپلې نلليکې غځولو لاس پر سر شو، نو ملا برادر و ملا هبة الله دې هم پر دې سوچ وکړي چې سوله له غني سره ورته له هر اړخيز پلوه ګټوره ده


ښاغليو ملا برادر وملا هبة الله :
موږ بېګاه د تراويحو په ختم کې چې يوه پوره سيپاره او څلورمه برخه وايو د سورة الانفال پر لومړي ايات ((... فاتقوا الله واصلحوا ذات بينکم ...)) باندې ودرېدو او شل رکعته مو پوره شول. د دې ايات له واورېدو سره مې سوچ تاسې ته شو او په زړه کې مې تېر شول چې زموږ ملايان او چړيان يې څومره بدبخته خلک دي چې د ښاغلي غني د سولې د وړانديز پر وړاندې دوی انعطاف (نرمي) نه ښيي او خپله سرتنبه ګي کوي. قرآن ورپسې د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم د تابعدارۍ وايی، خو ((إن)) شرطيه يې د همدې لپاره کارولی چې که تاسې مؤمنان ياست.

قرآن تاسې ته واک درکړی، دا اوس تر تاسې پورې اړه لري چې خپل ځانونه په هېنداره کې څنګه وينئ؟ که مؤمنان ياست، نو له څښتن تعالی وېره او سوله دواړه سره تړلي دي. داسې نه شي کېدای چې وېره به لرم، خو سوله نه کوم او يا دا چې سوله به کوم، خو له څښتن تعالی نه وېرېږم. له همدې امله قرآن لومړی د څښتن تعالی وېره او ورسره سوله ياده کړې ده.

ولسمشر غني هم د سولې په مشورتي جرګه کې درباندې غږ وکړ او د ښه نيت په پار کې د ۱۷۵ بنديانو د خوشې کولو اعلان هم وکړ او د روژې مبارکې مياشتې په پار يې درباندې غږ وکړ چې طالبان بايد د روژې مبارکې په پار هم سوله وکړي، خو ستاسې جاهل خبريال يې وړانديز رد کړ او دا يې د ځان لپاره ثواب وګڼه. هيله ده چې تاسې په دې هم سوچ وکړئ چې :
نه ملا محمد عمر او نه ملا منصور او نه تاسې د پېغمبر په مرتبه کې ياست او نه مو استخباراتي جګړه د مکې مکرمې له فتحې او نه له بدر سره د تشبيه وړ ده. هغه تصادفي پېښې شوې او نه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په پلان کې وې، خو پېښې شوې او ولس مشرکان وکافران دي. الحمد لله افغانان مسلمانان دي او د اسلام مبارک ټول احکام پر ځان مني او نه هلته بېګناه خلکو ته ضرر رسېدلی وو، خو ستاسې په جنګ کې هره ورځ څومره بېګناه خلک د مېرمنو او ماشومانو په ګډون وژل کيږي. نه پېغمبر صلی الله عليه وسلم او نه يې صحابه وو ځانوژنې کړې وې، جوماتونه، عامه ځايونه ان بېګناه مشرکان وغيرمسلم ټول په امن کې ول، خو له تاسې ټول مسلمانان نارامه دي. نه يې خلک حلال کړي ول او نه يې پر خپلو مړو دروغ ويلي ول، خو تاسې څه وکړل؟
د پګړۍ درناوی ورسره وو، د خپل کلتور او عنعناتو درناوی ورسره وو، تاسې خو د خپلو پګړيو درناوی هم ونه کړ او له هغې نه هم د بمونو کار واخېست او ان د مېرمنو له لباسه مو هم ناوړه ګټه پورته کړه. ان تر دې که په بدر کې يې د پرېښتو اسماني مرسته شوې هغه هم د وېرې ((رعب)) لپاره چې شفافيت يې شته، خو ستاسې مرسته څوک کوي؟ دا وسلې، پيسې او لوژيستيکې مرستې له کومه کوئ؟ چېرته تداوي کېږئ؟

د زنا حکم شته، خو د سنګسار نشته. هغه چې په اسلامي ارزښتونو کې د رجم څلورو پېښو ته اشاره شوې هغه هم د مرتکبينو په غوښتنه، خو تاسې خلک له کورونو راوباسئ. هلته مرتکب پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته پخپله خوښه راغلی او د اخرت له مسووليته د خلاصون په پار يې غوښتنه کړې، خو د چا د کور دروازه يې نه ده ډبولې او نه يې د هغوی ځنځير شرنګولی، خو هغوی خپله راغلي او غوښتنه يې کړې. الله ورسوله اعلم منا، خو تاسې په هغه مرتبه کې نه ياست چې دومره سترې پرېکړې وکړئ او صحرايي محکمو کې مېرمنې په کاڼو وولئ. يو څوک چې د چا استخباراتي جګړه مخته وړي، نو د داسې شرعې احکامو په پلي کولو ورته احتياط په کار دی. حال دا چې د داسې صحرايي محکمو محکومين زياتره مظلومه طبقه ده.

نو ښاغليو،
تاسې دېته هم سوچ وکړې چې اوس په سيمه کې د امريکا وايران اړيکي لږ خراب شوي او نظامي بېړۍ او الوتکې يې سيمې ته رسېدلي دي، نو د دې وضعيت له خرابېدو سره پاکستان له خپلې هغې نلليکې بېزاره شو چې د زرداري واحمدي نژاد په وخت کې يې تړون لاسليک شوی وو. زرداري له تهرانه او يوسف رضا ګيلاني له بېجنګه داسې ويلي وو چې د تهران وبېجنګ دښمن زموږ دښمن دی، خو نن ګورو چې د ورځ تر بلې خراب اقتصادي وضعيت له امله سخت کړيږي او د پورونو کچه يې همداسې ورپسې لوړيږي. له نړېوالې او سيمه ييزې انزوا او بې اعتبارۍ سره هم مخ دی او له سختو کورنيو او بهرنيو ستونزو سره لاس وګرېوان دی له خپلې نلليکې لاس اخلي سره له دې چې تهران خپله نلليکه سرحد ته رارسولې او د پاکستان لا درک نه لګيږي او تهران ورته د نلليکې لپاره د پينځه سوه ميليونه ډالرو د ورکړې وعده هم کړې وه، خو ويې نه شو کولی چې سرته يې ورسوي.

همداسې تهران واخله چې عراقچي ويلي چې د امريکا د سختو اقتصادي بنديزونو ته په کتو به افغانان هم له ايرانه وشړي، نو تاسې ولې دغه حالات په پام کې نه نيسئ؟ هېښنده لا دا چې تاسې داسې ځای کې له امريکا سره خبرو ته ناست ياست چې په سيمه کې تر ټولو لويه نظامي هډه هملته ده او له هغه ځايه دا ټوله سيمه ان د افريقا تر سترې وچې پورې ټول څاري، نو تاسې ولې دومره ساده ګان ياست؟

د امريکا شتون په سيمه کې تاسې او کشميري سختددريځو ته دا پيغام رسوي چې نور مو شپې لنډې شوي او هسې بېځايه د پردۍ استخباراتي جګړه مخته مه وړئ. اسلام اباد د خپلو سختو اقتصادي پورونو سره نه شي کولی چې هلته او دلته زموږ او د کشميريانو اوبه د مذهبي جګړې په پلمه کنترول کړي او نه دا کار نور تهران کولی شي، نو د ښاغلي غني د پلانونو د پرمختګ مخه نيسئ؟

تنبيه (پاملرنه) :
موږ جهاديانو ته خو نجيب لاس راغځولو، خو موږ نه ورغځولو، خو تاسې څه وکړل؟ اوس چې ښاغلی غني تاسې ته لاس درغځوي، نو ولې لاس نه ورغځوئ؟ دا بايد درته په زغرده ووايم چې غني نه وي، نو تاسې څوک بيا د ښاغلي حکمتيار غوندې په صحنه کې نه پرېږدي. د حميدګل او قاضي حسين احمد د منځګړيتوب سره سره بيا هم حکمتيار او نه يې مرستيال صدراعظم فريد چا صدارت ته پرې نه ښوول. دا د ښاغلي غني توره وه چې حکمتيار يې راخپل او صحنې ته راوست. البته چې بهرنيو به پکې مرسته کړې وي، خو مهم رول پکې غني ترسره کړی. نو اوس هم ستاسې خوښه چې څه کوئ؟
د ښاغلي غني د سولې وړانديز منئ او که نه؟ مسووليت يې ستاسې تر غاړې دی. ښه سوچ پرې وکړئ!

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery