مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کابل ښار په نننیو بمي چاودنو کې دوه خبریالان هم ټپي سوي

راحیله جواد

د پیشګو په نامه د یوه خبري آژانس مسوول جاوید کارګر او د کلید راډیو خبریال محمد فصیح متوکل نن سهار د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ماین چاودنې په پیښه کې ټپیان شول.
ښاغلی کارګر په پښو او ښاغلی مطمن په لاس کې ټپي شوی دی چې کارګر په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او متوکل له پانسمان وروسته رخصت کړل شوی.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د پیښې په اړه د خواشینۍ ترڅنګ یادونه کوي چې:
خبریالان هیڅکله باید له ساتونکو وسایلو پرته خطرناکو سمیو لکه د چاودنو او جنګ سیمې ته دننه نشي.
د رسنیو مالکان او مسوول مدیران باید خبریالان له ساتونکو وسایلو پرته دغسې سیمو ته وانستوي.
امنیتي ځواکونه باید په دغسې حالاتو کې د خبریالانو ژوند ته کلکه پاملرنه وکړي.
د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټې د تروریستي پیښو د خبري پوښښ په اړه لارښودونه برابرکړي دي او له رسنیو او امنیتي ځواکونو څخه یوځل بیا غواړي چې دغه لارښودونه د خپلو کړنو یوه برخه وګرځوي.
کمیټه له ټپي شویو خبریالانو سره تر خپلې وسې مرسته کوي او ترڅنګ یې د افغانستان له حکومت نه غواړي چې د ټپي شویو خبریالانو د درمنلې برخه کې پاملرنه وکړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery