مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پیچلتیا که سپینوالی ؟ ( تحلیلي بحث )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 


      له بده مرغه پدې وروستیو کي د زیاتو شنونکو دلیکنو او یادوونو څخه داسي ښکاري چي په افغانستان کي جګړه په غځیدو او د سولي ټغر په ټولیدو دی . د طالبانو سره هره ناسته چي د نړۍ په هر ګوټ تر سره کیږي ، پیل یې په اُمیدونو بدرګه او پایلي یې په یو ډول پیچلو جمله بندیو کي چي نه یې نر مالوم وي او نه یې ښځه ، د ناهیلیو سیوری و غوړوي . ډیر ځلي دا جمله بندۍ متحدالمال او ته به فکر کوي چي د تیر ځل کاپي ده .
      دا چي موږ د جنګه ستړي او د سولي وږي یو ، په هره وړه خبره هم د سوله ایز جنت کیلي جیب ته اچوو . څه موده وړاندي چي کله په مسکو کي د چین ، روسیې او امریکا دري اړخیزي خبري پای ته ورسیدې ، درو واړو استازو په ګډه اعلامیه کي په خوښۍ سره اعلان وکړ چي د امریکا په مشرۍ به د ائتلاف قواوي د افغانستانه په مسؤلانه ډول ووځي . ددي خبري څخه شنونکي داسي پوه شول چي امریکا به د تدریجي وتلو یو منطقي مهالویش اعلانوي ، طالبان به اوربند کوي او د باوري هیوادونو د ضمانت تر وزر لاندي به د افغانانو سره د راتلونکي حکومت او د ګډ کار پر لارو چارو باندي د خبرو په موخه کښیني .
       زما په آند پر لوړه اعلامیه باندي پدې شرط هوکړه شوې وه چي دا کار به د امریکایانو لخوا روسیې او چین داسي یو امتیاز وي او هغوي به د سیمي په نورو برخو کي د امریکا ګټي په پام کي نیسي . ددغي اعلامیې په تعقیب امریکا خپلي جنګي بیړي پر ایران باندي د تهدید په موخه د دې هیواد پولو ته نژدې ځای پر ځای کړي او په عملی فشار یې لاس پوري کړ . روسیې اوچین د پخواني وعدو له مخي په پیل کي په ظاهري سیاست ځان چوپ و نیوی . پدې سره امریکا ډیره و غوریده او ډیریو دا فکر کاوه چي ډیر ژر به د ایران اټمي اونظامي تاسیسات د خاورو سره برابر شي . خو روسیې د دیپلوماتیکو لارو امریکا ته پدی اړه ګوته وڅنډل . ایران ته چي دا خبره مالومه وه ، په سړه سینه بیله وارخطایي د حالاتو په انتظار وو . پدي سره امریکا هم خپل دریځ نرم او اعلان یې کړه چي موږ جنګ نه غواړو او د ایران سره خبرو ته حاضر یو .
روسیې د لا زیات فشار په موخه د فغانستان سره د دوستۍ د سلمي کالیزي په پلمه د طالبانو او افغان سیاستوالو په ګډون په مسکو کي یوه نسبتاً لویه غونډه را وبلل او ښاغلي لاورف د خارجي چارو وزیر یې هلته په ډاګه غوښتنه وکړه چي ټولی خارجي قواوي باید د افغانستانه ووځي . دا ځل د مسؤلانه وتلو چی د معقول مهالویش له مخي مانا ورکوي ، خبره مطرح نه وه . البته دا هغه څه دی چی تل یې طالبانو غوښتنه کول . د لاوروف ددغي خبري سره سم په افغانستان کي د امریکایانو لوړ پوړي قوماندان اعلان کړه چي تر څو د تروریزم خطر پاته وی وي ، موږ به یو سر تیری هم له افغانستانه و نه باسو .
     خبره چی تر ملکه شوه ، نو ورکه شوه . پدې خبره موږ ټول پوهیږو چی د افغان سولي ته د رسیدو لاره د خارجي بعدونو پر کوڅه تیریږي . خو د لوړو څرګندونو په پام کي نیولو سره ، زه اوس نپوهیږم چي دا نوي خبري په ټولیز ډول پیچلتیا و ګڼم او که سپینوالی ؟ 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery