مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خلیلزاد سياست ولغمان چل يې هم لکه چې کار ورنه کړ

سيد حسين پاچا

د ښاغلي خليلزاد د پام وړ :
له طالبانو سره د خليلزاد خبرې لکه اوښ ته رباب وهل
شپږم پړاو يې هم ختم شو، خو د خبرو پايله يې روښانه نه شوه

طالب – ملا اوخليلزاد سياستوال دی، وګورو چې د ملا وسياستوال له خبرو څه کوچ راوځي؟ د ISI څارګرې ادارې خو جهاديان د نجيب د پرزونې په وخت کې په دوه ساعتو کې يوې هوکړې ته رسولي ول، خو خليلزاد په شپږ پړاوونو کې لارې ته رانه وستل، سياست ولغمان چل يې هم لکه چې کار ورنه کړ


ما ته دې دوه ورځې بهانه (پلمه) کړې
مياشتې دې تېرې کړې کلونه دې شمېرمه

د برتانوي او امريکايي چارواکيو په زغرده او راڼه پيغامونه :
برتانوي سفير شيراد کوپرکول :
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې :
((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

د سي آی ای پخوانی مشر بروسريډل :
((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).

نوټ : نه پوهېږم چې ښاغلی خليلزاد ځان تېر باسي او که نور؟ سياست ولغمان يې چل له دې رڼو او په زغرده پيغامونو سره سر نه خوري، نو دا منډې ترړې به يې څه پايله او پيغام له ځان سره ولري؟ موږ افغانان هر څه ته هيله مند يو، خو نور خلک يې بيا پايلې out-come ته ګوري. ما ته خو د دواړو رڼو او زغرده پيغامونو ترمينځ د خليلزاد لپاره سازش reconciliation ګران ښکاري. که کرزی له چا ښاد شوی وي، خو خليلزاد به هم ترې ښآد شي او بل دا چې ملا برادر به د چا د هغه د ((معاملې)) پيغام پر وړاندې خپلواک پاتې شي يا نه؟ د چا له ګټو نه به دفاع وکړي؟ له خپلو او که د هغه چا له ګټو نه چې اته نيم کاله يې پخپله غوجله کې ساتلی وو؟ داسې نه شي چې د لا الی هؤلآء ولا الی هؤلآء ترمينځ ګېر پاتې شي چې نه د دين شي او نه د سادين شي او دين ودنيا يا په بله مانا دنيا وآخرت يې دواړه خراب شي.

طالبان دې ته اندېښمن دي چې دوی به په افغان دولت کې مدغم شي او يا افغان دولت په طالبانو کې، خو داسې ښکارې چې طالبان په دې لټه کې دي چې په ځانکړي ډول له امريکا دا ضمانت واخلي چې په افغانستان کې د جګړې ميدان پرېږدي. (؟؟؟)

ښاغلی خليلزاد،
تاسې ته په پوره درناوۍ، خو ستاسې د دې شپږو پړاوونو خبرو پورې مې زموږ د شپولې د درس کلي جومات د ارواښاد ملا محتسب يوه کيسه را په ياد شوه. هغه به د مرحوم پاچا محمد ظاهرشاه په وختونو کې د طالبي نظام د أمر بالمعروف ونهی عن المنکر آمر قلم الدين ترابي غوندې پر کليو (کلي پر کلي) ګرځېده او له خلکو به يې د لمونځونو پوښتنې کولې او بېلمازان به يې راايسارول چې :
دلته راشه! لمونځ دې کړی دي يا نه؟
هله ژر شه، لمونځ دې راتېر کړه!
وايی چې يوه ورځ يې يو کس ”تاج محمد (تاجی)“ د چا په ښوونه په جومات يا د کلي مخ کې د خلکو وعزيزانو په مخ کې راايسار کړی وو او پوښتلی يی وو چې د ماسپښين لمونځ څو رکعته دی؟ همغه ساعت يې په جماعت سره لمونځ هم کړی وو، خو د محتسب ملا له پوښتنې سره وارخطا شوی وو او د لسو پر ځای يې ورته شل رکعته ويلي وو، نو هغه (ملا محتسب) سملاسي راايسار کړی وو، څملولی يې وو او دُرې يې ورته نيولې وې او ستغې سپورې يې ورته ويلې چې ته په دې عمر کې لا د ماسپښين د لمانځه رکعتونه نه پېژنې؟
له ښه وهلو - ډبولو وروسته يې خوشې کړی وو، خو ګواښنه يې ورته کړې وه چې بل ځل راځم او ياد کړي دې نه ول، نو له دې به دې نور هم زيات ووهم او په اوبو کې به دې هم واچوم.
کور ته له ننوتو سره مېرمنې چې ورته کتلي وو چې څښتن يې خپه، ستړی ستومانه او وهل شوی ښکاري پوښتلی وو چې ولې؟ څنګه خپه، ستړی وستومانه ښکارې؟ چا ووهلې؟
ورته يې وويل چې محتسب ملا ووهلم.
ولې؟
بيا يې خپله ټوله کيسه ورته کړې وه، نو هغې ورته ويلي وو چې دا خو دومره سخته پوښتنه نه وه. ته خو پوهېدې، ورته به دې ويلی وای چې لس رکعته دی.
هغه ورته وويل :
بس چوپ شه، شور مه کوه! د ..... لورې.
دا خو مې لا ورته زيات يعنې شل رکعته وويل، که مې لږ يعنې لس ورته ويلی وای، نو له دې به يې نور هم زيات وهلی ډبولی وای، خو ښه وو چې زيات مې (شل رکعته) ورته وويل کنه څرمن به يې رانه ايستلې وه.
نو مېرمن يې ورته وويل، ته چې زما خبره نه منې او خپله کوې،نو پر تا ګرم نه وو چې وهلی يې.

نو ښاغلی خليلزاد،
افغانان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د يو چا د لمسون له لاسه کړيږي چې په تېر جهادي پير کې يې مجاهدين او په اوسني طالبي پير کې يې طالبان راته په لاس کې نيولي دي. تاسې د داسې چا له غوجلې د دوی دويم مشرتابه راخلاص کړ چې ستاسې د دندې پر مهال همغلته د دوی په غېږ کې ونيول شو او اته نيم کاله زندان يې پرې پخپله غوجله کې تېر کړ. پخواني افغان ولسمشر يې د خلاصون په پار شل ځلې سفرونه وکړل او د کابل واسلام اباد هوا يې ګزوګام کړه، خو کار يې ورنه کړ. تاسې دې کار ته رامخته شوئ، خو تر ننه يې تر قطر پورې لا له خپلو نظامې واستخباراتي افسرانو تر نظارت supervising لاندې دی او له خپل کنتروله يې نه وباسي، نو ستا به پرې څه ښه وشي؟ دلته په دغه نقطه کې د سپينې ماڼۍ واسلام اباد يا د پنتاګون و څارګرې ادارې په پټ رمز څوک نه پوهيږي؟ اسلام اباد له ټول جريانه خبر وي، خو ځينې د ناټو متحدين پرې هم خبر نه وي.

داسې ويل کيږي چې د دغه طالبي مشر د پوښتنو ګروېږنو په وخت کې ځينې امريکايي هم ول، نو ولې امريکا له خپل ټول قوت سره دغه سړی د دوی له منګولو خلاص نه شو کړی او ګوانتنامو ته يې نه کړ؟ حال دا چې د ملا ضعيف او د نورو هغه پينځه تنو په شمول او داسې نور يې لاس تړلي ورکړل، خو دا يې له ځان سره ستون کړ او ور يې نه کړ او نه د ښاغلي کرزي له هلوځلو سره خلاص شو. دلته د برتانيا د هغه وخت سفير شيراډ کوپر کول خبره سر خوري چې ويلي وو :
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).
حال دا چې ښاغلي بروسرېډل خو په زغرده ښاغلي اوباما ته ويلي وو :
((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).
نه پوهېږم چې ستاسې تجربه به د هغو دواړو پر وړاندې څومره باوري وي؟ سمه ده چې تاسې يو ښه ديپلومات ياست او پر لوړو څوکيو پاتې شوي ياست، خو په دغه اوسنۍ لوبه کې ستاسې پر دغو منډو ترړو پوره باوري نه يم. ځکه چې د هغو دواړو پيغام ډېر روښانه دی.

د ښاغلي شيراډ کوپر کول د خبرې پر بنسټ خو ستاسې هلې ځلې به له معاملې خالي نه وي. ځکه چې پاکستان هغه د همدې موخې ((معاملې)) لپاره له ځان سره ساتلی او راقابو کړی، نو دغه اوسنيو هلو ځلو کې روڼتيا نه سترګو کيږي. ښاغل ټرمپ هم سوداګر دی، سياستوال نه دی. د سوداګرۍ له مخې يوازې په راکړه و ورکړه ((معامله)) پوهيږي او پاکستان خو لا له مخکې نه د همداسې يوې معاملې لپاره راقابو کړی او له ځان سره ساتلی دی. [بي بي سي : Secret Pakistan]

زما د پوهاوي له مخې دا خو به يې لا قطر ته راوړی وي، که بيت الله الحرام، مسجد الاقصی او مسجد النبي صلی الله عليه وسلم ته بوځي بيا هم د هغه چا د ګټو ساتنه کوي چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره يې د يوې معاملې په پار اته نيم کاله پخپله غوجله کې ساتلی او د همدې موخو لپاره يې راقابو کړی او تر ننه له ځان سره ساتلی وو او امريکا ته يې په لاس ورنه کړ، نو امريکا ولې دا اته نيم کاله چوپ وه؟

له دغې پوره اته نيم کاله چوپتيا دا جوتيږي چې د پينتاګون و څارګرې ادارې ترمينځ څه معامله شته. کنه د آغلې کلينټن او نورو لوړپوړو امريکايي چارواکيو او څارګرې ادارې ترميځ ډېر ليده کاته په دننه او بهر وشول، خو د ملا برادر سرنوشت هماغسې ګونګ پاتې شو. ان تر دې چې مشرف خو يوه ورځ له رسنيو سره دا خبره کړې وه چې امريکا دې له موږ سره د حقاني شبکې په سر ګوتې نه ماتوي او آغلې کلينټن لا دا هم ويلي وو چې ((تاسې ماران په لستوڼي کې ساتئ))، خو بيا هم د ملا برادر معامله هماغسې ګونګه او لاينحله پاتې شوه او حال دا چې د حقاني زوی سراج الدين حقاني ازاد ګرځېده او څو ځله يې له آغلې کلينټن او نورو لوړپوړو نظامي امريکايي چارواکيو سره يې دننه او بهر ليده کاته کول چې دا خپله د يو توپيري چلند ښکارندويي کوي چې د طالب چارواکيو او د حقاني شبکې ترمينځ يې کولو.

ښاغلی خليلزاد،
که ستاسې ياد وي تاسې ويلي وو :
زلمی خليلزاد: پاکستان دې خپل تګلوری معلوم کړي
په افغانستان، عراق اوملګريوملتونو کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليل زاد له بي بي سي پښتوسره په ځانګړې مرکه کې وايي له پاکستان سره دې داسې تړون لاسليک شي چې له مخې يې د خپلو چارو ځواب ووايي او هسې نه چې امريکا ته يوڅه وايي اوکوي بل څه.
نو اوس تاسې څنګه ډاډه شوئ چې دوی به له تاسې او نړۍ سره رښتيني وي؟

پوښتنه دا ده چې تاسې د کوم ډاډ له مخې ملا برادر له پاکستانه راخلاص کړی؟
• ايا معامله په کې شوې؟
• که نه ده شوې؟
لږه نوره روڼتيا ته اړتيا شته :
 که شوې وي د کومو شرايطو پر بنسټ؟
 که نه وي شوي، نو د کوم تضمين له مخې؟
 ايا افغان حکومت ته هم داسې کوم ډاډ ورکړی شوی؟

مشوره وپايله :
تر څو چې په خبرو او ناستو کې روڼتيا نه وي داسې ليده کاته به چا ته ګټه ونه کړي. ښاغلی غني بايد په داسې لوبه کې پوره محتاط اوسي. که کومه معامله کوي، نو بايد ولس ترې خبر وي کنه خدای مه کړه له رسوايي او پښېمانتيا سره مخ نه شي. څارګره اداره معامله کول غواړي او دا معامله بايد روښانه وي. برابره خبره ده که هغه د هېواد په کچه وي او که د کرښې آخوا ته د لرو پښتنو په حق کې وي، خو څارګره اداره به پر داسې لږ شي يا وړه معامله راضي نه شي. داسې نه شي چې هستي ونيستي هر څه مو له لاسه ووځي او خالي ميدان پاتې شو. د ښاغلي غني څلور ټکي بايد ولس ته روښانه وي چې پر کومو څلورو ټکو له پاکستان سره خبرې کوي؟

زلمی خليلزاد: خبرو کې ډېر او چټک پرمختګ ته اړتيا لرو
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48223808
طالبان: امريکا سره مذاکرات ختم شو، پرمختګ په کې شوی
https://www.pashtovoa.com/a/Taliban-peace-talks-/4910478.html
خليلزاد: مذاکراتو کې پرمختگ شوی خو دغه بهير دې گړندی شي
https://www.pashtovoa.com/a/khalilzad-tweets-about-afghan-peace-talks/4911680.html
خليلزاد: طالبانو ته مې ويلي چې د وسلې اېښودو وخت رارسېدلی
https://www.pashtovoa.com/a/khalalizad-talks-to-taliban/4902096.html
خليلزاد: که د سولې بهير نتېجه ورکړه، خپلې وسلې پر ځمکه ږدو
https://www.pashtovoa.com/a/khalilzad-peace-talks/4903678.html
ډنفورډ: په افغانستان کې د ياغيګرۍ تر ختمېدو نظامي حضور ته اړتيا لرو
https://www.pashtovoa.com/a/us-will-not-withdraw-unless-no-insurgency-left/4909268.html
امریکا او طالبانو د ډوډۍ پر مېز څه ویل؟
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48307037

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery