مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کاڼاډا کي افغان سفارت د لنډغرو اوباشانو په لنډغرخانه بدل سوي دي

benawa afghanistan
خالد هادي

اوس د اوټاوا په سفارت کي پرته د نظار شورا د لنډغرو بل هیڅ افغان ډپلومات نسته او نه هم پریښودل کیږي . دلته شمالي لنډغرو یو مافیائې بانډ  دي چي ټول یو مخ بیسواده لنډغر پکښي راتول دي .دغه  لنډغرو یو مخ  پښتانه آو پښتو ژبه ئې د سفارت ، د سفارت د مکتوباتو او ویپپاني څخه په قصدي توګه ویستل . دغه سفارت چي له مودو مودو سفیر نه دي ورته ټاکل سوي او د اشرف غني د ناکامه حکومت په څیر چي په دا پنځه کاله ئې کابینه تکمیله نه کړای سول همداسي دا سفارت هم بې سفیره پاته دي او اومه خوله لنډغر ئې چلوي چي نه په ډیپلوماتیکو اړیکو پوهیږي او نه هم د افغانستان ارزښتونو ته ژمن دي .

په دغه سفارت کي اوس یوازي دغه اوباشان د ډپلوماتانو په نامه ناست دي
 په اوتاوا کې د سفارت ټول دیپلوماتان د تیرو اتو کلونو راپدیخوا تاجک او تر ډیره حده د شمالي ټلوالې غړي او یا هم د ټلوالې د برجسته غړو نږدي خپلوان تعیین شوي.
1- میرویس صالحی (مستشار): د جمیعت خاص غړی او د صلاح الدین رباني بااعتماده کس
2- عبدالجبار رحیمی (لمړی سکرتر): د جمیعت خاص غړی او د داکټر عبدالله د ټیم غړی
3- فهیم غبرت (لمړی سکرتر): د جمیعت خاص غړی
4- شبانه کارګر (دریمه سکرتره): د شمالي ټلوالي د لوړپوړي مقام د تره لور
5- تواب علمي (دوهم سکرتر): د جمیعت غړی
6- نادر یما (پخوانی مستشار وزیر مختار): په قوم تاجک، چې د زوی د جنسي تیري د قضایې دوسیې په سبب منفک کړای شو او اوس په کاناډا کې مهاجر دی.
7- محمد داوود قیومي (مستشار): په قوم تاجک، د جمعیت خاص غړی او په ۲۰۱۵ کال کې د پوهنتون په جعلي داخله خط په سبب موقت انفکاک ورکړای شو.

 په سفارت کې دا محال پښتون دیپلومات او یا هم محلي کارکوونکی وجود نه لري.
1- تمیم امیني: په قوم تاجک چې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د سفارت سره دایمی قرارداد لري. او معاش یې په تیرو دریو میاشتو کې د ۲۱۰۰ امریکایې ډالرو څخه ۳۰۰۰ امریکایې ډالرو ته پورته کړای شوی.
2- احمد سیر: په قوم تاجک چې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د سفارت سره دایمی قرارداد لري. او معاش یې په تیرو دریو میاشتو کې د ۲۱۰۰ امریکایې ډالرو څخه ۳۰۰۰ امریکایې ډالرو ته پورته کړای شوی.
3- کاوس ایماق: د وزارت د بشري منابعو د رییس ځوی چې سفارت سره یې په یو شخصي بانک کې هم وظیفه اجرا کوله.
4- خالد خسرو په قوم تاجک چې د سفارت په رسمي وخت کې ایراني مجلو ته لیکنې او څیړنې ترسره کوي. سربیره پر دې چې په ۲۰۱۸ کال کې د خیانت او د سفارت د محرمو معلوماتو د شریکولو په تور د آغلې شینکۍ کړوخیل (د سفارت پخوانۍ سفیرې) لخوا منفک کړای شو، په ۲۰۱۹ کال کې عبدالجبار رحیمی لخوا ورته اسناد ترتیب او د متذکره خیانت باوجود بیرته په لوړ معاش ( ۳۳۰۰ امریکایې ډالر) بیا تعیین کړای شو. 
5- د سفارت د تاجکو کارکوونکو د بیا استخدام، د معاش د لوړولو او نویو تاجکو کارکوونکو د استخدام لپاره عبدالجبار رحیمی بدون د صلاحیت د لرلو او د اداری اصولو په نقض سره د سفارت اته تنه پشتانه کارکوونکي چې د رسمي امتحان په تیرولو تعیین شوي وو هریو:
1- دیانا کټوازی – د سفیر سکرتره او کاناډا کې د لوړو تحصیلاتو لرونکې
2- روف کریمی – د میډیا د برخې مسول (په پښتو، دري او انګلیسي مسلط) – د دوو ماسټریو (د امریکا څخه او د کاناډا څخه) لرونکی او په افغانستان کې د سترې محکمې پخوانی کارکوونکی
3- ایمل یوسفزی (د سیاسي برخې محلي کارکوونکی) په کاناډا کې د ماستری لرونکی او په سیاسي برخو کې د فصاحت لرونکی
4- سمون تصمیم (د سیاسی او ځیړنیزو ګزارشونو مسول) په کاناډا کې د دوکتورا لرونکی
5- ښاغلی هاشمي (د قونسلي برخې کارمند) په دیني علومو کې د ماسټرې سند لرونکی
6- عابد هاشمي (د اداري برخې کارمند) په افغانستان او کاناډا کې د اداري او مالي برخه کې د پراخه تجربې لرونکی
7- مریم اتمر (د قونسلي برخې کارکوونکې) چې د مشتریانو په خدماتو کې یې برجسته تجربه درلوده
8- ادریس اکبری چې په هند کې یې تحصیلات تکمیل کړي وو، په دې تور منفک کړای شو چې پخوا یې د پژواک د خبري آژانس سره کار ترسره کړې وو.
منفک او پر ځای يې لاندې تاجک کارکوونکي بدون د امتحان او د اصولو په نقض استخدام او د پورتنیو کارکوونکو معاشونه په لاندې کسانو تقسیم کړل:
1- خالد نسیمی – تاجک – ۳۰۰۰ امریکایی ډالر معاش
2- د خالد خسرو – تاجک - چې د بیا تعیین کیدو لپاره درې تنه محلي  ۳۳۰۰ امریکایی ډالر معاش کارکوونکې چې لوړ تحصیلات یې درلودل منفک شو.
3- داوود – تاجک – ۱۸۰۰ امریکایې ډالر معاش
4- فردوس – تاجک – نیمه ورځ قرارداد – ۱۳۰۰ امریکایې ډالر معاش
5- خاطره – تاجک – او د تشریفاتو د معاون سره اړیکه لري. – تر دریو میاشتو ډیر بې موجبه رخصت د معاش سره – ۲۵۰۰ امریکایې ډالر معاش
د یادونې وړ ده چې پورتنې کسان هیڅ لوړ تحصیلات نه لري او په پښتو او انګلیسي ژبو هم تسلط نه لري.
د سفارت په رسمي فیسبوک او ټویټر پاڼو کې په عمدي ډول پښتو نه نشریږي حتی هغه اخبار چې د افغانستان د دولت د رسمي پاڼو څخه اخیستل کیږي، د پښتو د خذف کولو وروسته د سفارت په رسمي پاڼه خپریږي.
 میرویس صالحي چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سره د مستشار په حیث تعیین شوی د کاناډا طبع او د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت سره د دیپلومات په حیث نه دی معرفي شوی.
 چون په کاناډا کې د تیرو یو کال راهیسې سفیر وجود نه لري، پر ځای د دې چې صالحي د سفارت چارې پرمخ یوسي، د سفارت سرپرستي عبدالجبار رحیمی ته سپارل شوي چې د شمالي ټلوالې سره کلک تړاو لري.
- د سفارت د املاکو او اقامتګاه څخه ناوړه ګټه اخیستنه:
o د سفارت صفر کیلومتر موټر څخه چې په ۶۵۰۰۰ دالرو رانیول شوی وو د بی پروایې په دلیل ټکر او اوس يې قیمت تر ۲۰۰۰۰ ډالرو هم داټیټ شو
o د سفیر د بنز موټر څخه چې د سفیر پرته باید ترې استفاده ونه شي او یواځې د تشریفاتي مسایلو لپاره ترې ګټه واخیستل شي د شخصي کورونو د خوراکي موادو د تهیه کولو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي او د یپلوماتانو د خوش ګذرانۍ لپاره په اوږدو سفرونو وړل کیږي.
o د سفارت دوهم بنز موټر چې په سالم وضعیت کې وو، اوس مهال د ډیر استهلاک له امله او د بنز د کمړنی سره د موټر د قیمت دوه چنده مصرف سربیره د استفادې وړ نه دی.
o د سفیر د رسمي اقامتګاه څخه د شخصي میلو او عیاشیو د جوړولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کیږي.
- د تورنتو او ونکور جنرال قونسلان:
o کیهان احدی – ټورنټو کې جنرال قونسل: (په قوم تاجک، د جمیعت غړی او د ډاکټر عبدالله عبدالله اوښی)
 د څلورو دیپلوماتانو تشکیل چې ټول تاجک او د شمالي ټلوالې غړي دی
o سالم وحدت – د ونکوور جنرال قونسل: (په قوم تاجک، د جمیعت غړی او د عطا محمد نور نږدي سړی)
 څلورو تنو دیپلوماتانو تشکیل چې تنها یو کس یې پښتون دی.
دهمدې لنډغرو د اخلاقي او اداري فساد څخه د سفارت ټولي چاري فلج سوي  نه پوهیږم چي په کابل کي حکومت د مرګ به خوب ویده ده او که قصدا لنډغر سالاري ته کار روان دی


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery