مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-06-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زما د ټوپک وروستۍ مرمۍ

حبیب الرحمن زیار


لیکوال: لامارتین
(لامارتین: د فرانسې د نولسمې پېړۍ نامتو لیکوال او شاعر)
ژباړن: حبیب الرحمن زیار

د غزني پوهنتون، د پښتو ادبیاتو څانګې د دویم کال محصل: ۱۳۹۸هـ.ش

زما د ټوپک وروستۍ مرمۍ:
یوه ورځ مې د هندوانو د مقدسې ژبې «سانسکرت»د کتاب،  یو انګلیسي  ژباړل شوی ټوک له ځان سره ښکار ته یووړ. د هغه په لوستلو بوخت وم چې ناڅاپه یوه هوسۍ د شنو بوټو له منځ څخه چې د سهار شبنم پرې پروت و،  ټوپ کړ. زما له وژلو بد راتلل،خو له ارادې پرته په ټوپک رانه ډرزې وشوې. کتل مې هوسۍ ولوېده. په تښتېدلي رنګ د هغې خوا ته ورنژدې شوم. ګورم چې هوسۍ اوږې ته لګېدلې ده...

 بې وسه، ښګلې هوسۍ تر اوسه نه وه مړه،  په شنه چمن کې یې سر ایښی و. ماته یې کتل او په سترګو کې یې اوښګو کړۍ جوړې کړې وې... له ما څخه به هېڅکله  د دې هغه درد او ژور کتل هېر نه شي چې په انسان یې د اغېزناکو خبرو په څېراغېزکاوه. سترګو یې هر څه بیانول،  په ځانکړي ډول هغه سترګې چې غواړي د وروستي ځل لپاره پټي شي.  د روح ختلو په وخت هوسۍ ما ته د حال په ژبه ویل:

« ته څوک یې؟ زه تا نه پېژنم! ما تا ته  زیان نه اړولی، شاید ستا په لیدو خوشحاله شوې وای،  د څه لپاره دې داسې ټپي  کړم چې بیا روغه نه شم.  ولې دې زه د ځوانۍ له شېبو، د لمر له وړانګو او ازادي هوا څخه محرومه کړم؟

زما بچې، مور او وروڼه د دغه وړین یو مټي وجود په انتظار کې دي چې مرمۍ نور څه نه دي پکې پرېښي. د چمن پر مخ یې وینې توي شوي دي او کومه اغېز به ترې ښکاره نه شي؟ ایا په دې څرخېدونکي اسمان کې زما او ستا لپاره کومه پېښه شوې وه؟ مگر  زه   تا  بښم،  زما په سترگو کې کېنه او غوسه مه کوه. زما روح دومره پاک او بې ضرره دی چې خپل ځان هم بښم، ما ته وګوره، مه حیرانېږه! زما په سترگو کې له درد او ژړا پرته بل څه ونه وینې...»

 دا ټول هغه څه وو، چې د یوې ټپي هوسۍ کتلو ما ته بیانول، زه پوهېدم او عذرونه مې کول. د هغې دبدن له اوږدې لړزیدا او یخو سترگو څخه دا ښکارېده چې ویل یي:« ژر مې د ژوند کیسه ختمه کړه!» په زړه کې راتېره شوه،  هر څنګه چې کېږي درملنه به یې کوم... خو نه شوه، یو ځل بیا مې ټوپک رواخیست، دا ځلې مې له خپل زړه څخه زړه سوی لرې کړ او د هغې ځنکدن مې په یو بله مرمۍ پای ته ورساوه.

 له ټوپک مې کرکه راغله ، لرې مې وغورځاوه، ژړا واخیستم، زما سپی هم غمجن و، وینه یې بوی نه کړه او د جسد خوا ته ور نغی،  زړه تنگی زما خواته ویده شو او له درې واړو«سپي، هوسۍ او ما څخه»  یوه درنه چوپتیا چاپېره شوه.

له دې ورځې وروسته زه بیا هېڅکله ښکار  ته لا نه ړم، په همدې خاطر مې د ښکاریانو دا بې رحمي،  وژل او وینه تویول چې له اړتیا پرته د یو ژوندي موجود د ژوندخوږې شېبې اخلي، پرېښودل.

قسم مې وکړ چې هېڅ وخت به د خپل هوس اوساعتېرۍ  په خاطر په دې ځنگل کې د اوسیدونکو«حیواناتو» یا په اسمان کې د الوتونکو ژوند چې زموږ په څېر له  خپل لنډ عمر څخه خوند اخلي، تباه او برباد نه کړم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery