مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حامد مير ته يوه يادونه :اشرف غني دوه ګونې لوبه، بلکې مقابل اړخ يې کوي

سيد حسين پاچا


هغه پوځي واکمن چې ستا او د شهيدې بي بي په مغزو کې يې مرمۍ سړې کړې هغه د مشر لالا رحم ته په تمه د عربو په غېږ کې پروت دی

افغانان دوه ګوني نه، بلکې سيده خلک دي ان تر دې چې له بي بي سره د نيويارک له سفره راوګرځېدې د بابر په سپارښتنه ملا محمد عمر سيده له اسامه سره مخ کړې، خو څه يې درته ونه ويل. حال دا چې هماغه بابر لعنتي ملا محمر ته څه ويلي وو؟ او څنګه يې ځواب کړی وو، له اسنفديار ولي هم يوځلې وپوښته


ښاغلی حامد چې د خپلو لسو تنو پوځيانو پړه پر افغان مشر وراچوي ولې د خپلې اتلس کلنې ناروا تپل شوې جګړې پړه پر خپلو رياستي چارواکيو نه وراچوي چې پخپله او شهيده بي بي يې هم له لاسه ځورول او وژل شوې ده او د څېړنو پروسه يې هم مخته نه وړل کيږي؟

حامد مير د خپلې دغې لعنتې جګړې چې طالب لوړ پوړي چارواکي يې هم د دوی د رياست له لورې د دوی په غوجلو کې ربړول شوي، وژل شوي، پلورل شوي، په ډرون په نښه شوي او ان تر معتصم اغا پورې د سر په مغزو کې ګولې يې ورته سړې شوي چې له وژلو وروسته مړي يې په کنډوالو کې غورځول شوي. د بېلګې په توګه :
• د طالبانو د وخت د دفاع وزير ملا عبيدالله اخوند چې د کراچۍ په کومه غوجله کې ربړول شوی وو او د ربړولو په جريان کې مړ شوی وو او مړی يې په کراچۍ کې ښخ شوی وو چې بي بي سي راښکاره کړ او روښانه شوه چې مړ شوی دی.
• ملا عبدالغني بردار يې اته نيم کاله پخپله غوجله کې وساته.
• له مولوي عبدالسلام ضعيف او نورو سره يې څه وکړل؟
• ملا اختر محمد منصور سره څه وشول؟ او نن يې بيا ولې رسوايي ته راويست؟
• او داسې نورې نارواوې درواخله.

همدا نن طالب د چا په نغوته مرګونې حملې زياتې کړي او جګړه ولې سخته شوې ده؟
ښاغلی حامد مير دې دا او دېته ورته پېښې روښانه کړي چې دا د چا دوه ګونې لوبه ده؟
 د افغان مشر محمد اشرفغني؟
 او که د حامد د رياست؟

ښاغلی حامد خو د بوټو او د لياقت علي د کورنيو غوندې خپل ځان هم له خپل رياسته نه شي ګټلی او لا زياتی ورته د رياست وياند اصف غفور ته د پوښتنې کولو په وخت کې لومړی ترې مننه کوي او بيا پوښتنه کوي، نو دوه ګونې لوبه له موږ او ده او له خپل ولس سره څوک کوي؟
همدا اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ سره څه روان دي؟
ايا دا دوه ګونې لوبه نه ده؟

په درنښت


حامد مير: محمد اشرف غني د پاکستان سره دوه ګونې لوبه کوي
https://rohi.af/fullstory.php?id=78867

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery