مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-08-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ننګرهار کې د شاه غازي امان الله خان پر فکر او تر سره کړيو خدمتونو د يوې غونډې په ترڅ کې مقالې ولوستل شوې.

راحیله جواد

 

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار بي بي حوا لېسه کې پوهنې رياست له لوري د شاه غازي امان الله خان پر ژوند، فکر او پوهنې برخه کې په تر سره کړيو خدمتونو د يوې غونډې په ترڅ کې مقالې ولوستل شوې.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل خوښي وښوده، چې د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت زده کوونکو له لوري د ازادۍ اتل غازي امان الله خان پر ژوند او فکر د مقالو لوستلو په موخه غونډه جوړه شوې ده.

نوموړي وويل، چې ټول افغانان بايد د خپلواکۍ سلمې کليزې په نمانځنه کې برخه واخلي او ملي بيرغ او ټولو ملي نوامیسو ساتنه او درناوی وکړي.

هغه زياته کړه، څومره چې خپلواکۍ ورځ او نور ملی مسايل په شاندارو مراسمو سره نمانځو په همدې کچه مو ازادۍ او استقلاليت حس پياوړی کيږي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې کوچنيانو ته بايد په هېوادنۍ مينه روزنه ورکړو او سوله ييز فرهنګ ورته زده کړو، ترڅو د جنګي فرهنګ لمنځه يوړل شي.

پوهنې رئيس حسيب الله شينواري وويل، چې د شاه غازي امان الله خان په دوره کې ۳۲۲ لومړني ښوونځي رامنځته شول او پر ټولو هېوادوالو يې لومړنۍ زده کړې اجباري کړلې.

هغه زياته کړه، چې امان الله خان رسمي ښوونيز مراکز رامنځته کړل، چې په کې زرګونه کسان مسلکي وروزل شول.

ده وویل، چې د لومړي ځل لپاره امان الله خان له ولسونو څخه يوه نيمه افغانۍ راټولولې، ترڅو معارف پرې تقويه کړي.

پوهنې رئيس همدا راز وويل، چې د پوهنې مسئولينو او د ښوونځيو زده کوونکو د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ خپل ښوونځيو په ښکلي کولو کې برخه اخیستې او په بشپړې لېوالتیا به د اسد په ۲۸مه د خپلواکۍ سلمې کليزې به جشن کې ګډون وکړي.

په دغه غونډه کې د ښوونځيو استادانو او زده کوونکو د شاه غازي امان الله خان پر ژوند، فکر، بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول پوهنې برخه کې د تر سره کړيو خدمتونو په اړه مقالې ولوستلې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery