مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-08-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تاسو چی کومه شمیره دایره کړی اوس د ساحه څخه بیرون یا هم ګول ده

محمد نیسم زهیر

سلامه سلامه پاڅی زویه د لمونځ وخت دی ، سلام په اړخ وواوښت او په خوب نیولی اواز غږ کړ ، دغه دی پلارجانه پاسیدم ،سلام د ټولی ورځی کار ډیر ستړی کړی وه او ورته پاسیدل اسانه نه ښکاره کیده د ځان سره وویل زه خو باید وروسته د لمونځ څخه  کار ته هم لاړشم په همدی فکرونوکی غرق وه چی د مور غږ یی تر غوږ شوه سلامه زویه لمونځ دی کړی که لمونځ دی خلاص کړی وی راشه چای می درته تیار کړیدی ،سلام پورته شو لمونځ وکړ ، د خپلی مور کوتی ته ورغی موریی ورته دستارخان مخکی اوار کړ نیمه وچه ډوډی ته لاس ښکته کړ او ډوډی په خوله کړه موریی ورته په ګیلاس کی شین چای واچو له نیم ګیلاس چای نه وه څکلی چی پلار کوتی ته ننوته سلام ته مخامخ کیناسته او ورته وویل زویه کار دی څنګه دی سلام مسکی شو او وویل پلار د الله ج شکردی ، خدای د شرین کاکا ته خیر ورکړی کراچی چه راته اغیستی کار می اسانه شوی د مارکیت مخکښی  د یو ډیر ښه سړی دوکان دی هغه راته اجازه راکړی بس کله چی الوګان واخلم راسآ ځم او د کراچی په سر اچوم بس تر بیګاه پوری د کور خرچه پوره کوم ، دغی خبری وروسته سلام پورته شو او وویل پلاره موری دعا کوی زه لاړم سلام که کوتی ووتو موراو پلار د دعا لاسونه
پورته کړل ،  له یو څه وخت تیر نه وه چی د یوی لوی چاودنی غږی تر غوږه شو د سلام پلار وویل خدای ج د خیر کړی لکسی چی بیا چیرته چاودانه وشوه بیا د جب څخه یو زوړ موبایل راویستلو سلام ته زنګ ووه ( تاسو چی کومه شمیره دایره کړی اوس د ساحه څخه بیرون یا هم ګول ده ) پلار په منډه منډه ځان مارکیت ورسوه ګوری چی سلام په وینو کی ډوب پروت دی او خپل پلاراو مور یی تل په درد دردیلی پریښودل.
کابل هوای بلاکونه ماښام ۳۱-۷-۲۰۱۹
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery