مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-09-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د عمرانخان له پيغامه اوس هم د تشدد او د دوام بوي راپورته کيږي

سيد حسين پاچا

د عمران وسياسي ګوندونو د پام وړ :
خبرې له پيله د رياست له لورې مهندسي شوې وې
کوږ بار تر مزله ((پايه)) نه رسيږي
[[پاکستان ويلي، پر خپله اصلي تګلاره ټينګار کوي چې په افغانستان کې د شخړې پايته رسولو لپاره نظامي حل لار نشته او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د خبرو له لارې د روان سياسي جوړجاړي او سولې لپاره سره يوځای شي.]]

طالب چا دې تشدد ته اړ کړ؟
پاکستان به کله له لاسوهنې او نه پخلا کېدونکې دښمنۍ نه لاس اخلي؟
پاکستان دا ځل بل چاڼس هم په کشمير وافغانستان دواړو کې امريکا او د اسلامي هېوادونو سازمان OIC له لاسه ورکړ، بيا به څه کوي؟

که مو بنګال ګټلی وي، نو کشمير به هم وګټئ. که کشمير نه شئ ګټلای، نو کلا وحاشا افغانستان خو هسې جنون، خوب وخيال ومحال دی.

طالب پرېږده چې له خپل حکومت سره مخ پر مخ خبرې وکړي!
دا ښه شو چې بلا وه او برکت يې نه.

د افغانانو هيله له تاسې سياستوالو او حکومته او په حکومت کې دننه له حکومته يا په بله مانا له هغه بل حکومته (رياسته) دا ده چې نور شا ته شئ او لاسوهنه مو پرېږدئ!

ستاسې له خبرو او سياسي جوړجاړي موخه دا ده چې طالب ستاسې موخې او ګټې تعقيب او تضمين کړي نه د خپل هېواد، نو ښه به دا وي چې خپلې له افغان حکومت سره د حکومت پر حکومت متقابل درناوي اصولو او چوکاټ کې تضمين کړئ نه د طالب په وسيله. طالب بېسواده دی. په جرايمو کې ملوث دی او بېسواده او مجرمه طبقه د چا ګټې نه شي تضمينولی او نه پر پانګونه ارزي.

تاسې چې پر شعوري اسلامپالو چې ډېره پانګونه کړې وه څه تر لاسه نه کړل، نو په دې بېسوادو به څه وکړئ؟ له جنګ پرته بل څه پرې مخته نه شئ وړلای او د دې جنګي لمبې به خامخا ستا لمنې ته هم دررسي او پکې به وسوځېږئ.

په درنښت


د مذاکراتو په هکله د ټرمپ پرېکړي د پاکستان ځيني سياسي ګوندونه نهيلي کړي دي
https://larawbar.net/52501.html#.XXXhpChKiUk
د افغان سولې خبرو لغوه کېدو ته د پاکستان او ايران غبرګونونه
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49630817

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery