مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-09-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ویشتلی مرغی

محمد نسیم زهیر

 

دوه ساعته کیږی چی د باغ هر ونه او د هر ونی هر شاخ ډیر په دقت ګورم غولکه می لاس کی نیولی خو نن د مرغیو قاطعه ده ، په ونو کی هیڅ مرغی نه کینی ، له په همدغه فکر کی وم ، چی یوی ونه کی عاجل نیولی مرغی کیناستله ، کراره کراره می هغی ونی خواته حرکت وکړ ، کاڼی می د جب څخه راویستلو په غولکه کی می کیښود ،غولکه می کش کړه ، مرغی می ښه په نښه کړه، د ګزار سره می سم د خوله چغه شوه الله اکبر مرغی غریبه مستقیمآ په سینه کی ولګیده لږ څه کاڼی د ځان سره جګه کړه او بیرته لاندی د ځمکه پرمخ راوغورزیده ، دا می ژوند کی لومړی ځل وه ،چی د مرغیو ښکار کوم ، د مرغی دغه ویشتنه او بیا په ځمکه غورزیدنی سخت خفه کړم ، د ځان سره می وویل ، ولی ظالمه ، دا دی څه وکړل ، ولی دی دغه بیچاره مرغی وویشتله ،له په همدی سوچو کی وم چی مرغی خواته ته ورسیدم ، مرغی له مړه نه وه ، په ما غږ کړ ، ولی دی زه وویشتم ، زه خو دلته د یو باور سره راغلی ومه ، چی دغه د اشرف المخلوقات باغ دی ، دلته انسانان ژوند کوی ، زما بچی وږی وه ، زه راغلم ، چی یو څه ورته ویسم چی خیټه یی مړه کړمه ، زه دلته تا وویشتم اوس به زما بچی څه کوی ، ما په ډیری سختی خپلو بچو ته جاله جوړه کړی وه ، حالته می هغوی پټ ساتل ، ځنګل ته لاړ نشوم فکر می کاوه حالت ځناور دی ، داسی نه چی ومی خوری ، دا ځای راته ښه ښکاره شو ، ویل می دلته انسانان ژوند کوی ، دوی خو ډیر مهربانه دی ، زه چی کله ونه کی کیناستم ، تا می ولیده چی غولکه دی لاس کی ده ، ماد ځان سره وویل نه دا انسانان دی ، دوی داسی کار نکوی چی یوه مور وولی ، خو زه د انسان د ظلم او فریب څخه خبر نه وم ،ما خو اوریدلی وه ، چی انسانان یوازی خپل همجنس یعنی نور انسانان وژنی ، د بل چا سره کار نلری ، د تاسو څخه خو د خدای ټول مخلوقات په تنک دی ، د یو بل د وژلو لپاره مو هر نوع تبا کوونکی وسلی جوړکړیدی ، ایا تا اوریدلی او یا دی هم لیدلی دی چی کوم وحشی ځناور یا غیر وحشی ځناور خپل همجنسه وژلی وی ، زړه می ددغو خبرو په اوریدو سخت خفه شو ، غوښتل می چی دغه ویشتلی مرغی جوړه شی او بیرته خپلو بچو ته لاړه شی ، ولی دغه بیچاره مرغی داسی نه وه لګیدلی چی جوړه شی ، ورته می وویل د بچو جاله دی ماته وښایه زه به ورته خواړه تیاروم ، مرغی په زورپه زوره چغی کړی د خدای ومنی زما بچو سره کار مه لره ، بس دی چه زه د انسان شکار شومه، زه نه غواړم چی زما بچی هم ستاسو ښکار شی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery