مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان مهاجرو پناګاه که د پاکستان شوم پلان

احساس افغان،

 

 یوه جمله چی زه یی همیش د خپلو سیاستوالو څخه اورم هغه داده چی پاکستان زموږ مهاجروته پناګاه راکړی وه. خو زما سوال دلته دادی چی آیا پاکستان دا کار د انسان دوستې په خاطر کړی اوکه یی د یو شوم پلان له مخی دا کارکړی چی موژ ته یی د مهاجرت اجازه راکړی وه؟

تاریخ په دی ګواه دی چی پاکستان هیڅکله دا سی یو کارندی کړی چی د افغانانو په ګټه وی، پاکستان له هغو افغانانو څخه چی پناه غوښتوونکی ول د بین الملی ټولنی او له امریکا او ناټو او داسی نورو هیوادونو څخه په میلیونونو ډلر اخیستی په دی خاطر چی دوی افغانانوته پناه ورکړی او د توروریزم په واړندې جنګیږی چی کاملا غیری منطي خبره ده. غیری منطی ځکه چی ټرمپ د امریکا ولسمشر ویلی ول چی مونږ پاکستان ته بیلیون ډالر ورکړی خو پاکستان هیڅ هم ندی کړی، او بل د اسامه بن لادین وژل کیدل په پاکستان کی د پاکستان دا دروغ ههم رشتیا کوی چی وایی دوی د نړیوال یا مشترک تروریزم په وړاندی مبارزه کوی. اصلی بحث ته راځم، پاکستان افغانان د خپلو شوموموخو لپاره کارولی دی نمونه یی د ځینو افغان مجاهدینو اوسیدل او د ای اس ای د تاثیر لاندی راتلل دی. دوی هغه افغانان چی ورته یی پناګاه ورکړی وه بیرته د افغانستان د وروانولو لپاره استعمال کړل. د پاکستان اساسی موخی افغانانوته د پناګاه ورکولو دا وه چی دنړیوالو څخه په بلیونونو مالی مرستې ترلاسه کړی او بل دا چی د خپلو شخصی ګټو لپاره یی د افغانستان په مقابل کی استعمال کړی. وس یو سوال راولاړیژی چی که چیری پاکستان افغانانوته پناه نه وی و رکړی نو چیرته به تلل په داسی حال چی هیواد په ډیر کړکیچن حالت کی وه؟ ددی سوال جواب دادی چی افغانانو خپل ګران هیواد افغانستان ولی پریشود ه په داسی حال کی چی خپل هیواد مو په وینو سوروه، کنه تنها د خپل ځان د خوندی ساتلو لپاره مو داکار وکړ؟ خو نه هیڅکه نه، هیوادونه په ملیتونو ودان دی په مسولیت او اینده پذیره وګړو ودان دی نه په مهاجرتونو. د پاکستان خو همدای موخو وی چی افغانان دی مهاجرشی، کورونو دی وروان شی، طبعی منابی او تاریخی اثار دی لوټ شی او فاریکی دی ورانی او په دوی خرڅی شی، اوهمدا رانګه اردو منحل او له منځه لاړه شی. دا د پاکستان د سیاست ریشتنی مخ دی چی وس هم همدی تورمخی او ناکام سیاست ته دوام ورکوی او ټوله نړی ګواښي.نو په پای که زه دا وایم چی دا د پاکستان اصلی څیره او صداقت دی. او خپلو ټولوافغانانوته هم دا ویم چی هرڅه زموژ په انتخاب یا ټاکنه  پوری اړه لری، مترقی او سوکاله افغانستا چی زموژ په خپلو لاسونو جوړشوی وی یا وروسته پاتی هیواد چی سوال کوی او د پردیو د سیالیو ګرم میدان وی. دا ټول د افغانانو په انتخاب پوری اړه لری.

د یو سوکاله او پرمختللی افغانستان په هیله!

هیله کوم چی زما مقاله راته نشرکړی، مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery