مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مولانا فضل الرحمان په تاييد :

سيد حسين پاچا

دا څنګه هند دی؟ چې په کشمير کې دښمن خو په کرتاپور کې دوست دی
دا څنګه لېوه وو چې يوسف يې خوړلو او کميس يې ترې روغ ايستلی وو؟

الله تعالی دې لروبر افغانان لږ راوېښ کړي چې خپل کور او خپل دوست و دښمن وپېژني. د غني راتګ نه يوازې افغانانو، بلکې دې ټولې سيمې ته د سولې و پرمختګ زيری دی. پوهه وځان پېژندنه رامخته کيږي وجهالت يو لور ته کيږي. ملتونه راويښيږي. د ې ټولې سيمې ته يا په بله مانا د جنوبي و مرکزي اسيا او د اسيا و اروپا د لويو وچو د اتصال واقتصادي پرمختګ يو بېساری انقلاب ((بدلون/اوړون)) راروان دی.


پښتانه يو متل کوي چې ((له ډم نه مې کم مه ګڼه)). عمرانخان ورياست يې له پښتنو او نورو اقليتونو سره څنګه توپيري چلند کوي؟

ګرانو هېوادوالو ته پته ده چې زموږ د لرې پښتونخوا اسلامي درېواړه ډلې چې يو وخت يې د پنجاب په چوپړ کې شپه و ورځ پر ځان يوه کړې وه او اوس هم د پنجاب تر منتر لاندې دي، خو زموږ د برو اسلامپالو پورې دومره دي چې ښه وبد او خپلې ملې ګټې توپيرولی او پېژندلی شي، خو زموږ خواران يې لا تراوسه په توپير او پېژندنه کې پاتې راغلي دي.

مولانا صاحب چې تل په سياست کې لوبېدلی او ډېرې سړې ګرمې يې له مخې تېرې شوي دي په ډېره ساده او اسانه ژبه څنګه ښکلې پوښتنه له خپل رياست او ولسه کړې چې ((دا څنګه هند دی؟ چې په کشمير کې دښمن، خو په کرتاپور کې دوست دی)). پښتانه په تېره بيا ملتپال ګونونه دې هم خپل ځان يوځلې په هنداره کې وويني چې د مولانا صاحب په خبره کې څومره درون وزن پروت دی؟
ولې رياست له دوی سره دغسې توپيري چلند کوي؟
ايا دوی له سيکانو هم بدتر دي؟

په دې هيله چې ټول ملتپاله او اسلامپاله پښتانه او نورې ډلې ټپلې د رياست د دوه مخې چلند پر وړاندې بې توپيره پاتې نه شي او پر وړاندې يې نېغ په زغرده ودريږي.

الله تعالی دې زموږ وړانده طالبان هم پوه کړي چې خپل ځان ومسووليت درک او وپېژني او د ولسمشر غني د سولې له وړانديزه هرکلی وکړي او خپل ځان په حيا کې د پنجابي رياست له اسارته راخلاص او د خپلواکۍ لار راخپله کړي. عزت و درناوی پخپله خاوره کې دی نه د نورو په لمن کې.

په درنښت

فضل رحمان: دا څنګه هند دی؟ چې په کشمير کې دښمن خو په کرتاپور کې دوست دی
https://rohi.af/fullstory.php?id=80582
ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان ولسمشر ته طالبان او داعش مو ځپلي او تاسې يې هم وځپئ
https://rohi.af/fullstory.php?id=80583

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery