مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-11-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له افغان يتيمانو سره د سعودي د ملک سلمان خيريه ټولنې مرسته کړې

راحیله جواد

د دې مرستو په لړ کې به د دارالایتامود (اته سوه شپږ نوي) زده کوونکو سره د خوراکي توکو، کالیو، تعلیمي بکسو او د درې دارالایتامونو بیا رغولو برخه کې همکاري و شي.

په همدې موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې غونډه ترسره شوه، په غونډه کې د عربستان سفير ښاغلی جاسم محمد الخالدي، د ټولنيزو چارو مرستيال ښاغلی غلام حيدر جيلاني او د ياد بنسټ مشر ښاغلی فهاد سعد القحطاني هم حاضر وو، د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د سعودي عربستان په ځانګړې توګه د ملک سلمان خیره بنسټ مسؤلینو له بشردوستانه مرستو څخه مننه و کړه او سعودي عربستان یې د افغانستان یو ښه دوست هیواد یاد کړ.

په غونډه کې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر الاستاذ جاسم محمد الخالدي هم خبرې وکړې، افغانستان یې د سعودي عربستان یو اسلامي دوست هیواد یاد کړ او ژمنه یې و کړه، چې په راتلونکي کې به هم له اړمنو افغانانو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ور کړي.

د ویلو دی، چې د دې مرستو په لړ کې به کابل کې د دارالامام مالک، جلال آباد دارالایتام او کنړ کې د دارالارقم دارالایتام بیا و رغول شي او همدارنګه د کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار او کنړ ولایتونو دارالایتامونو پر ښوونکو او کارکوونکو به هم درې سوه اته شپېته کارتنه خوراکي توکي وويشل شي
د نوموړې پروژې مجموعي لګښت دوه لکه نهه څلوېښت زره امریکايي ډالر دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery