مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ننګرهار کې د ځوانانو همغږۍ او مثبت فکر رامنځته کېدو په موخه بېلابېل پروګرامونه تر سره کيږي

راحیله جواد

 

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال محمد اجمل شاه پور د ناستې پر مهال وویل، چې په دې ولايت کې به د ځوانانو همغږي کولو او مثبت فکر رامنځته کېدو په موخه بېلابېل پروګرامونه تر سره کړي.

نوموړي وويل، چې ځوانانو ته به دنده ورکړي؛ ترڅو ولسواليو ته د بېلابېلو موضوعاتو او فرهنګ شريکولو په موخه سفرونه وکړي او په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوی همدا راز وویل، چې په دې ولايت کې به له مهمو تاريخي او فرهنګي ځايونو څخه ليدنه هم وکړي.

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ووویل، چې امنيت، انکشاف، ښه حکومتولي او په ځوانانو کې د مثبت فکري بدلون رامنځته کول يې د ماموريت له مهمو اهدافو څخه دي.

نوموړي د ځوانانو ترمنځ د فرهنګي غونډو او د مثبتو فکرونو رامنځته کېدو په موخه د بېلابېلو پروګرامونو تر سره کول مهم ياد کړل او په ياده برخه کې يې د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery