دخپریدو نیټه : 2019-11-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سپين غر ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پيل شوې
راحیله جواد
ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ اړوند چهل ګزي بابا سيمه کې د شل لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د معلوماتو له مخې نن د کوټ او روداتو ولسواليو ځوانانو ترمنځ لوبه تر سره شوه، چې د کوټ لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
له دې لوبو څخه موخه ځوانانو ترمنځ د خپلمنځي همغږۍ او همکاريو روحيې پياوړي کول دي.