مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-03-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

كرونا او مسلمانان

مطیع الله راتب

نړۍ یو ځل بیا له یوه ستر وایرسي ناورین سره مخ ده او ددې وایرس نوم کرونا ده چې نن ورځ يې نړیوال نوم کنویډ-۱۹ ده. ددې وایرس جسامت ۴۰۰-۵۰۰ مایکرو قطر ده او د همدې له امله ګمان کیږي چې دا وایرس له ماسک څخه نه شي تیریدای او یا د ماسک ګټه داده چې لږ تر لږه کولای شي چې دا وایرس د خولې یا د پوزې له نیغ په نیغه ننوتلو نه منع کړي. دا وایرس په هوا کې نه خپريږي بلکه په څه شي باندې اوسیږي. ددې وایرس ژوند ۱۲ ساعته دی او په صابن یا اوبو باندې له منځه تلای شي. که چیرته دا وایرس په ټوکر، جامه یا کپړه باندې وي نو ۹ ساعته ژوندی پاتې کیدای شي او د جامو په وينځلو او لمر ته اېښودلو سره هم له منځه تلای شي. په لاسونو باندې ددې وایرس ژوند ۱۰ دقیقې وي نو له دې امله په جیب کې  میکروب وژونکي الکحول (الکحل سټیریلازر) په ساتلو سره له دې موذي ناروغۍ ځان سانته څه نا څه شونې ده. دا وایرس ۲۶-۲۷ درجه تودوخې کې له منځه ځي ځکه چې دا په تودو سیمو کې ژوند نه شي کولای. نو تودې اوبه استعمال کړئ او د لمر له تودوخۍ او د څښلو پر مهال له تودو اوبو ګټه پورته کړئ.
د ۱۹۱۸ کال په لومړيو کې چې کله نړۍ په لومړۍ نړیواله جګړه کې بوخته او مصروفه وه، په سپین یا هسپانیه کې د انفلوانزا (فلو) وبا څرګنده شوه او ټولې نړۍ ته خپره شوه، البته چې په پیل کې ددې ناروغۍ له امله ډیره لږه مړینه وشوه او ډیری خلک د نزلې، زکام او تبې نه وروسته ښه شول.
بیا په همدې کال ۱۹۱۸ کې کله چې د اوړي/دوبي موسم پیل شو نو د فلو وایرس بیا له سره په نړۍ حمله وکړه او له لومړي ځل نه په ډیر شدت سره یې متاثرول پیل کړل. هغه وخت داسې وه چې کوم څوک به په دې وایرس اخته وُ، هغه کس به له څو ساعتونو تر درې یا پنځه ورځو کې دننه دننه ژوند له لاسه ورکوو. هغه وخت کې نه د معایناتو چوپړتیاوې او سهولتونه ول او نه هم د وایرس ضد (اینټي وایرس) یا د بکتریا ضد (اینټي بکټیریل) درمل موجود و. نو ځکه په ټوله نړۍ کې له ۲۰ میليونو نيولې تر ۱۰۰ میلیونو پورې مرګ وشو او دا ښکاره د تاریخ تر ټولو خطرناک ترینه وبایي رنځ وګرځیده. یواځې امریکا کې څه باندې اوه سوه زره انسانانو له خپل ژوند څخه لاس ومينځه. او بیا ورپسې کال ۱۹۱۹ د مارچ میاشتې په وروستيو کې دا وایرس خپله له منځه لاړ.
۱۹۵۱ کې د جان هلټن په نوم یو ۲۵ کلن سویډني مایکروبائیولوجسټ چې امریکا کې يې پي ایچ ډي کوله، نوموړي د ۱۹۱۸ په موذي وایرس باندې د څیړنې کولو فکر وکړ. ددې موخې لپاره ده ته د یاد وایرس د نمونې اړتیا وه چې هغه په ۱۹۱۸ کال کې د مړ شوي کس، له سږو څخه ترلاسه کیدای شو. هلټن د امریکې الاسکا ایالت ته د تللو تکل وکړ، کوم چې ټول کال په واورو پوښلې وي. د الاسکا په یو ښارګوټي کې هغه ۴۰ کسان یو ځای ښښ شوي وو چې د فلو وایرس له امله مړه شوي ول. هلټن هیله مند و چې د واورې له امله به ددوئ جسدونه سلامت وي.
هغه دې سیمې ته لاړ، پرېښلې او اجازه یې واخیسته او د هغې سیمې د خلکو په مرسته يې قبر وسپاړه او د یو کس د سږو نمونه يې له ځانه سره واخیسته او د بیرته ستنېدو سفر يې پيل کړ. په کومه الوتنه کې یې چې بیرته راتګ و، هغه الوتکه د تیل-اچونې لپاره په څو ښارونو کې دمه کوله. د وایرس نمونه د سړه ساتلو لپاره هلټن مجبور شو چې څو ځل ورنه کاغذ تاو کړي. کله چې منزل مقصود ته ورسېده، هغه په لابراتوار کې نمونه تجزیه کړه مګر څه يې ترلاسه نه کړل.
ددې قیصې نه پوره ۴۶ کاله وروسته په ۱۹۹۷ کې، کله چې هلټن ۷۱ کلن شوی و، هغه د جیفري په نوم د یو ساینسپوه لیکنه په کومه مجله کې ولوستله چې د همدې ذکر شوي وایرس په اړه وه. د جیفري لاس ته په ۱۹۱۸ کې د فلووایرس له امله د مړه شوي سرتيري د سږو نمونه لاس ته ورغلې وه، چې د نیو یارک د روغتون په سړه خونه کې ساتل شوې وه.
هلټن دغه لیکنه ولوستله او جیفري ته يې ليک واستوه او په دې یې ورته په ګډه د کار کولو وړاندیز وکړ، او جيفري دا وړاندیز ومانه.
بیا همدې ۷۱ هلټن له خپله جیبه ددې سفر مصارف پرې کړل او بيرته یې الاسکا ته سفر وکړ. یو ځل بیا يې د ښارګوټي له مشرانو اجازت واخیسته او د څو مذدورانو په مرسته يې کېندنه پيل او د یوې ښځې د سږو نمونه يې واخيسته 
دا ځل د ساتنې چوپړتیاوې او سهولتونه موجود ول. نو هلټن له ملګري ساینسپوه سره یو ځای په دې وایرس څيړنې پیل کړې. مقصد دا و چې په څه ډول او څنګه ددې وایرس خد او خال (بلیو پرنټ) ترلاسه کړي.
قیصه نه اوږده وم، ۱۹۹۹ کې هلټن او دوهم ساینسپوه ددې ګواښه ونکي وایرس پوره اډونه او جوړښت په تر لاسه کولو کې بریالي شول. څنګه چې ۱۹۱۸ نه مخکې د هیڅ کوم وایرس خصوصیات له دوئ سره نه ول، نو ځکه د فلو وایرس د سرچينې او منبع په اړه لا هم موږ په تیاره کې یو.
په ۲۰۰۰ کال کې د لا ډیرو څېړنو په پایله کې معلومه شوه چې ددې وایرس باندنۍ د پروټینو سطحه له ده سره مرسته کوي چې په اسانۍ سره په انساني حجراتو کې سراعت پیدا کړي او دا په اسانۍ سره د ساه د نلونو له لارې سږو ته په رسېدو سره ناروغي منځ ته راوړي، کومه چې ډیره په چټکۍ سره خپریږي.
په کال ۲۰۰۵ کې د ډاکټر ټمپي په نوم یوه ساینسپوه ددې وایرس د لا ډیر پيژندلو په پار ددې د جوړولو پریکړه وکړه. ددې موخې لپاره یې له ډیرو کړاوونو وروسته له امریکايي چارواکو پرېښلې او اجاره واخیسته. په کوم لابراتوار کې چې دا وایرس جوړیده له هر ډول امنیتي تدابیرو برخه من و او تقریباً داسې امنیت یې لره لکه د بالیووډ/ امریکايي بعضې فلمونو کې چې ښودل کيږی.
بلاخره، شپه او ورځ خواریو ګاللو نه وروسته ډاکټر ټمپي په دې بریالی شو چې دا موذي وایرس جوړ کړي او دا د طبي ساینس په تاریخ کې د نادرو پيښو څخه یوه پېښه ده.
بیا دا وایرس په مږکانو باندې وازمایل شو او پایله یې هماغسې راووته کومه چې په انسانانو په کال ۱۹۱۸ کې تیره شوې وه. په دې وخت کې نو ساینسپوهانو یو جکجوړ ژوندی وایرس درلوده چې په مرسته یې کولای شول چې اینټي بایوټیک او اینټي وائیرل درمل جوړ کړي.
موږ تل خپلې کمزورۍ د « توکل په خدای » جملې په پرده کې پټوو او په دې روږدي شوي يو. دې ناوړه عادت موږ د ډیرو هغه اړینو چارو له ترسره کولو منع کړي یو چې باید او باید یې وکړو او پایله یې دا ده چې موږ د نړۍ له هر یا ډیرو قومونو شاته پاتې یو. اسلام یو سپيڅلی او مکمل دين دی او د یو مسلمان لپاره دا ډیره اړینه ده چې مدبر اوسي، هر څه چې کول غواړي په پوره توجه سره يې وټاکي او د هر هغه شي لپاره پوره تدبیر ولري چې غواړي ویې کړي. په الله تعالی د توکل کولو لپاره دا لازمه ده چې له توکل کولو مخکې تدبیر ولرې ځکه چې روایتونو کې موږ اوریدلي او لوستلي چې «لنډ مفهوم»  یوه ورځ یو صحابي د لمونځ ادا کولو لپاره خپل آس د جومات مخې ته پرېښود او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته يې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ما خپل آس د الله تعالی په توکل د جومات مخې ته پرېښی دی نو نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایل چې لومړی خپل آس وتړه او بیا په الله تعالی توکل کوه. مقصد دا دی چې مونږ د ډیرو شیانو په اړه هېڅ د فکر او سوچ کولو زحمت نه ګالو او بس ځان په دې خبره خلاصه وو چې – ځه توکل په خدای چې څه کیږي، کیږي به– راځئ لومړی په خپلو ټولو چارو کې رب متعال نه دعا وغواړو، خپل عقل، پوهه او ماغزه وکاروو، تدبیر ولرو او بیا په علیم ذات توکل وکړو. دا خبره مې تر دې رایاده شوه چې نن سبا ډیری خلک وايي چې مونږ توکل په خدای کوو او د کرونا لپاره چې کوم احتیاطي تګلارې ښودل شوي د توکل په پلمه له پامه غورځوي چې دا د خپل ژوند ترڅنګ د نورو ژوند له ګواښ سره مخ کول دي او رب کاینات انسان، ژوند ته له زیان رسولو منع کړی دی. موږ باید ټول هغه احتیاطي تدابیر چې د کرونا څخه د ځان ساتنې لپاره توصیه شوي، عملي کړو او بیا په الله تعالی توکل وکړو او دعا وغواړو چې الله تعالی مو له دې موذي ناروغۍ وژغوري. داسې نه چې خدای مه کړه، خپل ځانونه او د کورنۍ غړي او شا او خوا خلک د ړوند توکل له امله د کرونا وایرس ښکار کړو. هغه ملګري چې د کرونا له امله يې دندې ترنامعلوم وخت پورې ځنډول شوي او په رخصت دي، هڅه دې وکړي چې میلو او چکرو ته لاړ نه شي او له خپل وخت څخه ګټه پورته کړي. کتاب مطالعه کړي، خپلو ماشومانو سره په درسونو کې مرسته وکړي، د خپل کور واړه او غټ کارونه خپله ترسره کړي که څه هم د بوټو نیال وي، د ونو څانګې لنډول وي، د کور عمومي پاکول یا رنګول وي او یا له خپلې کورنۍ سره په ورځنۍ چارو کې مرسته کول وي. په کال ۱۶۶۵ کې کامبریج پوهنتون د بوبونیک طاعون یا وبا له امله د لنډمهال لپاره وتړل شو. اِساک نیوټن باید له خپل کور څخه چارو ته ادامه ورکړې وای او همداسې یې وکړل او د همدې وخت نه په ګټې اخیستنې سره یې کلکولس (د ریاضي يوه څانګه) او د جاذبې د قوې تیوري یا مفکوره منځ ته راوړل. که څوک وغواړي نو له وخت څخه د ګټې اخیستنې مخه يې هېڅوک او هیڅ یو شی نه شي نيولی.
مقصد د خبرې دا دی چې الله تعالی انسانان یواځې ددې لپاره نه دي پيدا کړي چې عبادت وکړي، که داسې وای نو ملایکو ددې لپاره بسنه کوله. د انسانانو د تخلیق مقصد دی چې عبادت وکړي، په نړۍ کې د منصفه او عادل نظام رایج کولو ته کار وکړي، پوهه او علم ذده کړي، د الله تعالی په نظام غور او فکر وکړي، کاینات تسخیر کړي او دې ته ورته... او دا باید ځکه وکړي چې په الله تعالی یې ایمان او یقین نور هم پوخ او کلک شي.
په ۱۹۱۸ کې ددې وایرس له کبله په ټوله نړۍ کې مرګ وشو، په اسلامي هیوادونو او په ځانګړي ډول عربو کې تیل له دې پېښې وروسته ومندل شول. خو مسلمانانو دا دولت په عیاشۍ او د نور دولت په ترلاسه کولو کې ولګاوه. په بل لوري کې غربیانو یعنی کفارو ددې وایرس شا نیولو ته دوام ورکړ او خوا او شا ۹۰ کاله وروسته یې په دې وایرس بری ترلاسه کړ.
عقل، پوهه او څیړنه یواځې په کفارو فرض نه ده. خو تاسو به وګورئ چې د اوسني کرونا وایرس په ستونزه کې به یو ځل بیا مسلمانان لاس په زنګون ناست وي او په دې انتظار به وي چې کله به څوک پوهاند (پروفیسر) جان هلټن، یا پوهاند (پروفیسر) ټمپي به په دې وایرس برلاسې شي او کله به مسلمانان له دې ګټې برخه من شي. خو داسې باید و نه شي چې مسلمان دی لاس په لاس ایښی انتظار وباسي، مونږ اوس دا وایرس کله د یهودو، کله د کفارو لوبه او کله هم ورته د الله تعالی عذاب نوم ورکوو. کله يې د حرامې غوښې د خوړلو نتیجه ګڼو او کله هم غیر اسلامي طرز او طریقې نقده وو. کله څه وایو او کله څه... خو که کله پوهاند هلټن پیدا شي او دا وایرس مات کړي نو بیا ډیر په بې نیازه ډول وایو چې ددې څیړنې پیل خو ستر مسلمان کیمیاپوه جابر بن حیان له نن نه ۱۲ سوه کاله وړاندې کړی و.
یو لوري ته د غربیانو څیړنې او بل لوري ته زموږ جهالت «استثنی شته» – دا واټن د کمولو په ځای ورځ په ورځ ډیریږي.
رب کاینات دې زموږ هېواد او هېوادوال د کرونا تر څنګ د هر ډول شته او راتلونکو ممکنه مصیبتونو وژغوري او موږ ته دې په سمه لاره د تللو توفیق را په برخه کړي – آمین ثم آمین

مننه او درناوی

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery