مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دشاتو مچۍ

روح الله – انوري

دغوايي : ۱۸ نیټه ،۱۳۹۹ لمریز کال
دشاتو مچۍ الله پاک یو داسې مخلوق پیدا کړی چې له خیټې يې  راوتونکي مواد  دهرې ناروغۍ دپاره شفا او درمل ګرځولې دي .دانسان جسمې او جنسي ځواک پیاوړی کوي .دشاتو مچۍ هم وزورنه لرې ،الوت کوي ،مچان او نورې مچۍ هم وزرونه لرې او له یوځاي بل ځاي ته دوزورنو پر مټ الوزې .خو ددوي په منځ کې توپیر دادی چې دغه مچۍ په ګلانو ګرځي دخپل ځان او انسان دخوراک دپاره ،له ګلانو شیره راټولوي ،چې له هغه شات جوړیږي .دوي چاته زیان نه رسوي .بې ازاره خدمت ګارې دي  .مچان او نورې مچۍ پرمردارو ځایونو ګرځې ،مردارې خورې او مردار او ناپاکه شیان له ځانه غورځوي .او دانسانانو دبیلابیلو ناروغیو سبب کیږي .
 انسانانو کې هم ښه او بد شته لکه مچیو کې چې دشاتو او نورې زهر لرونکې مچۍ موجودې دي .انسانان هم په ښکاره ډول یو شان دي ،په فزیکې لحاظ سترګې لرې ،لاسونه او پښې لرې ،ډیر لږ يې معلول دي .نور اکثریت يې په څلورو اندامونو روغ رمټ دي .خو فکرونه ، سوچونه او چارې يې لکه دشاتو او نورو مچیو په څیر بلکل مخالفې دي .څوک دشاتو مچیو په څیر بې له کومې طمعې او ریا دخلکو خدمت کوي .بې وسو کسانو او کورنیو سره مرسته کوې ،هغوي ته دژوند او ژواک برابرولو وسایل لټوې .شپه او ورځ په همدې فکر کې وي چې خپلو  ولسونو  او په ټوله کې انسانیت ته څنګه خدمت وکړي؟ څو خوشحاله ژوند ولرې .همدا يې دژوند هدف او هیله وي .لکه دشاتو مچۍ ټوله ورځ په ګلونو او باغونو ګرځې په خپلو منګلو کې له ګلانو شېره ددې دپاره راټولوي چې نورو ته خیر ورسوي .دنورو دژوند دبقا دپاره داهڅې کوي .په لاره کې دتوپانونو ،بادونو او بیلابیلو موانعو سره مخ کیږي ،خو بیا یې هم هدف او لاره بدلون نه مومې .همدا يې دژوند ارمان او دروح ارام وي .
خو دنورو مچیو او مچانو په څیر انسانان بیا ډیر دي ،لکه دمچانو او مضرو مچیو په څیر دګلانو پرځاي په ډیرانونو ګرځیږې ،تل يې له خولې لاسونو او پښو بد بوي ځي .ذهنونه يې هم  په ډیرانونو دګرځیدونکو بویونو محصول وي .هم هغه شان سوچونه او فکرونه کوي ،لکه څه چې په ډیرانونو او مردارو کې پراته وي .د زهر لرونکې مچۍ او دناروغیو دانقالونکي مچ او ددغه انسان خاصیت یو شان دی .
 زهرلرونکې مچۍ خلک دخپل نیش په وسیله چیچې او تکلیف ورته رسوي .مچ بیا له ګندګیو اوجراسمو روغو کسانو ته دخپلو وزرونو ،پښو او خولو په وسیله ناروغۍ انتقالوي .دبدو انسانانو کار هم دیته ورته دی ،دغه په ښکاره انسانان او په باطن کې خطرناکې حشرې ،په ټولنه کې داخلاقې فساد ،وژنو ،بې اتفاقیو او نورو بدو کارونو دپاره کار کوي ،دانسانانو دنیکمرغۍ او سوکالۍ پرځاي يې دا ډیر خوښیږي ،چې چاته زیان ورسوي ،دیو بې ګناه انسان وینه توي کړې .دیو بې وسه اوبې کسه انسان حق وخوري .همدا يې دنده او هدف وي .چې دوه کسان سره په جنګ شي ،دا ورته له لیرې نوکونه جنګوي او کوښښ کوي ،چې دغه په جنګ کې ښکیل طرفونه په خپلو کې سره وجنګیږي .او دواړه لورې نابودې شي .هیڅکله هم دچا دخیر او هوساېنې سوچ نه کوي .
لکه هغه مچ او زهر لونکې مچۍ يې چې نه کوي .همدا زهر لرونکي مچۍ دشاتو مچۍ ته پدې ضرر رسوي چې ولې دشرارت او دخلکو دازارولو کارونه ،نه کوي .خلکو ته ولې خدمت کوي .دا نیک او دخلکو خیر ښېګڼې کار ورته جرم او ګناه ښکارې او ډیری وختونه يې په همدې جرم وژنې .بد انسانان هم همداسې دي ،خپله خويې دچا خبره له نیکیو توبه کړې وې .خو چې بل دنیکۍ کار کوي ،یو چا سره مرسته کوي او یا دیو مظلوم بې کسه لاسنیوی کوي ،بیا پرې په سلګونو بدنومونه ږدي .حتی له خپلې مخې يې  دلیرې کولو هڅه  هم کوي .
نه يې له لاسونوټولنه  په امن وي او نه يې هم  له ژبې .
زه وایم راځي له خپلو ځانونو دشاتو مچۍ جوړې کړو .د ډیرانونو پرځاي په ګلونو او باغونو وګرځو ،له ګلانو او ښکلو کښتونو دانسان دخیر ښېګڼې رسولو دپاره دازده کړو چې هغوي څنګه دانسانیت دخدمت دپاره پیدا کیږي ؟څنګ ژوند کوي او بیا څنګه بیرته فنا کیږي؟. د انسانیت دخدمت دپاره دګلانو او شاتو په څیر ښه او خواږه ذهنونه جوړ کړو ،کله مو چې ذهنونه دګلانو په عطر لرونکو بویونو خړوب  شي ،بیا ښکلي سوچونه او فکرونه هم کولی شو.دبل دخدمت جوګه کیدای شو ،دبل وژنه او ځورونه به راته بد ښکارې ،دبل مال خوړل او دځمکو غصب به راته ناورا ښکارې .لکه دشاتو مچۍ چې له ډیرانونو او بدو بویونو کرکه او نفرت لرې همداسې به موږ هم شو .خلکو ته به دخدمت کولو سوچ کوو ،چې همدا مو ددنیا او اخرت دبریالیتوب لاره ده .دمچ او زهرلرونکو مچیو لاره ،نورو ته دضرر او زیان رسولو لاره ده ،چې پرې هم دمخلوقاتو خالق او هم يې مخلق خفه کیږي .دا لاره په دنیا او اخرت کې دبربادۍ ،شرمنده ګې او رسوايې لاره ده .
راځي دشاتو مچیو په څیر ځانونه دټولنې او انسانیت رښتونې خدمتګاران کړو.
 پاي :
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery