مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-05-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ما د پټې خزانې ټیکه نه ده اخستې

میرویس حبیبی

 

”ما د پټی خزانې ټیکه نه ده اخیستې“ دا جمله مو د خپل ارواښاد پلار څخه په وار وار اوریدلې وه، هغه به تل ویل چی زه د پټی خزانې وکیل مدافع نه یم زما مسؤلیت دا و چی دا کتاب ټولني ته وړاندي کړم. ده ویل ما ته د پټی خزانې خطی نسخه په ۱۳٢٢شمسی کال په کوټه کی مرحوم علامه عبدالعلی خالوزی کاکړ را کړه چي چاپ یې کړم ما د تحقیق او دقیقی مطالعې وروسته ورباندی تعلیقات، سریزه، تشریحات او لمن لیکونه اضافه کړه، او په پارسی مي هم واړوله او په ١٣٢٣ شمسی کال (١٩٤٤ عیسوی) کی د لمړی ځل دپاره په کابل کي د پښتو ټولنی له خوا خپره سوه.
د ډاکتر محمد صادق فطرت (ناشناس) تورونه موږ ته حقیقت نه لری (وگورئ د ناشناس او منیژه نادری مرکه، شهمامه، یوټیوب) او یوازی خوب یا افسانه ورته ویلای سوای. د ده انتقاد علمي نه دی او د ژبپوهنی او ریښه پیژندنی پر اساس نه دئ ولاړ. موږ د خپل محترم پلار څخه داسی کوم الفاظ نه دی اوریدلی او کوم داسی یو وصیت چي ښاغلی فطرت یې دعوی کوي موږ ته نه دی را رسیدلی. موږ دا تورونه په ټینګوالي رد کوو. ډاکتر محمود حبیبی، استاد حبیب‌اللّٰه رفیع او محترم زلمی هیوادمل د پلار لیدو ته همیشه راتلل، ډاکتر صادق فطرت له هغه کسانو څخه و چي ډیر نادر به زموږ کره راتلی. د ده دا ادعا چی: ”زه او حبیبی ډیر سره نژدې وو او موږ همدم، همنوا او هم زبان وو“ بلکل حقیقت نه لری او دا د ناشناس یو بې ځایه تخیل دئ.
 په یوټیوب کي یو طرفه ګډیدل او پر ارواښاد درنو پوهانو باندی بې اساسه تهمتونه لګول په هیڅ ځای کی علمی کار نه ګڼل کیږی او د پوهني ضد عمل دئ. 
په  ۱۹۶۸ کی ایطالوی پوهاند پروفیسور الساندرو باوسانی په خپل کتاب کي چي د پاکستان او افغانستان ادبیات نومیږي پر پټه خزانه بحث کړې دئ او د پروفیسور مارګنسترنه یو لیک یې خپور کړی دئ چي په هغه لیک کي پروفیسور مارګنسترنه د پټی خزانې اصالت منلی دی. وگورې: 
 Le letterature del Pakistan e dell’Afghanistan, Alessandro Bausani, Sansoni-Accademia, Milano, Italia, 1968
دلته غواړو چي یو څو د هغه کتابونو نومونه راوړو چي په لره او بره پښتونخوا کي د پټی خزانې په دفاع کي تحریر سوي او خپاره سوي دي. دا موږ یو ضرورت ګڼو ولي چي د پلار د رحلت  دمخه او وروسته د پټی خزانې په دفاع ځوابونه لیکل سوي دی.
۱. د پټی خزانې سریزه دریم چاپ ١٣٥٤ ش خپرونکی د اطلاعاتو او کلتور وزارت. په دې چاپ کی ارواښاد علامه حبیبی تر هغه وخته پوری د انتقادونو مفصل ځوابونه په ۴۴ صفحو کي ويلی دي.   
۲. شمشاد جلد-۵  شمیره ۸   کال   ۱۹۹۶. د خوشحال فرهنگي ټولني له خوا د محمد هوتک خاصه ګڼه، پیښور.  په ډې گڼه کي ۲۱ د لر او بر محقیقنو خپل نظرونه په مفصل ډول لیکلی دي.
 ٣. پوخ کاڼی ، د محمد معصوم هوتک پټه خزانه یو واقعیت دي،  ټورنټو، کاناډا ۱۹۹۶.    
۴.  پروفیسور ولی محمد سیال کاکړ پټه خزانه د انصاف په تله کي، ادبی انځور، یوناټید پرنټرز، کوټه، ۱۹۸۷.
۵. همیش خلیل تول پارسنگ، پښتو مجله، پیښور اکاډمی،  د دسمبر ۱۹۷۹گڼه.
 
اوس راځو نوی خبرو ته: 
الف . نافع المسلمین د نور محمد غلجی کتاب چي د پټی خزانی په اول چاپ ١٦١ مخ کی یاد سوی دی د تعلیقاتو د لیکولو په وخت کی معلوم نه و او په ۱۹۶۸ کي پیدا سوی او په کال ۱۹۸۴ کي په کابل کي د یو سیمنار دپاره د زلمی هیوادمل په زیار افست خپور سوې دئ. اصله نسخه ئې اوس په ملی آرشیف کي خوندي ده. دا په یقین ثابتوی چي حبیبی پټه خزانه نه ده جعل کړې.
بل کتاب « اسرار الافغانی» نومیږې چي مؤلف ئې حسین صابر دي. او اصله نسخه ئې په جرمنی کي خوندی ده. دا تذکره په ۱۰۳۱ هجری کال کي تالیف سوې ده او ما میرویس حبیبي  یې ‌نوم د استاد حبیب الله رفیع څخه په ۲۰۱۷ کال په کابل کي اورېدلی و.
په دې تذکره کي له شیخ متی بابا نه نیولې تر شیخ قاسم افغان پوري د پښتنو صوفیانو او عارفانو د ۴۰۰ کالو تاریخ  راغلي دي. سربیره پر دې  د بی بی حلیمې، د عبدالقادر خټک سکه خور، او شیخ کټه او نورو ښځینه او نارینه عارفانو او صوفیانو نومونو هم پکښي سته.
د دې دوو اسنادو څخه واضح ښکاره ده چي نه محمد هوتک او نه عبدالحی حبیبی پټه خزانه جعل کړې ده او د وخت یوه درنه تذکره ده.
په انسایکلوپیډیا بریټانیکا کي پټه ځزانه د اشعارو یوه مجموعه یاده سوې ده چی د اشعارو پیل يې د اتمي عیسوي پېړئ څخه ښوول سوئ دئ.
د مهاجرت وروسته موږ ناشناس ډېر کم لیدلی دئ، که په افغانستان کي  موږ دئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery