مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بقا محور ، دویمه برخه

زلمی نصرت


موږ وویل چې زموږ فنوحات، جنګونه او یرغلونه عارضې ول نه ملې او نه هم حقیقي.
په دې مانا چې: موږ ډیری ځایونه فتح کړ خو خپل دین، ژبه اخلاق، عادات او نور خپل ملي ارزښتونه مو استیلایې نکړ، د فتح ځای مو قبضه نکړ نو ځکه زموږ  فتحوحات  لنډ محاله، بې دوامه، نا پایداره  او عارضي و.
موږ زیات فتوحات وکړل، ایران مو ونیول. د نړۍ ستر، لوی او منظم  لښکرو لکه عثمانې او روس چې غوښتل ایران اشغال کړي، د افغان اردو یو کوچنې ټولګي چې له یو خوا ایرانیانو سره لاس او ګریوال ول، عشمانی او روس لښکرو ته هم ماته ورکړه.
  افغانانو هند ونیول، کلکته، بنګال، هندوچین ته نږدي تر سیام ولاړل، خپله پاچاهی یې هم اعلان کړل، زحمتونه یې وایستل، ابادېګانې یې وکړل، تعلیم،‌علم او معارف ته یې توجه وکړه، مدنیتونه یې  تشکیل کړل، حلک مو را ویښ کړل خو له هغه ځایه چې زموږ فتوحات، غلبه او استیلا ملی نه ول، اخر مو بیله کوم مقاومته اشغال شوي ځایونه پریخوستل اوپه حقیقت کې  خدمت مو غیرو ته وکړل، خو تر ننه هیڅوک نه یوازی منندوی مو نه دي بلکه  له هر لوري د پښتنو د بیخ او بنیاد و ورکولو له پاره توطیې لټوي او غواړي  د جنګ اور دا راپاتي خاوره کې بل و ساتي.
لکه چې پاس مې اشاره وکړه٬ د غلبه او استیلا نه وروسته په لکونو افغانان هند کې متفرق پاتی شول، خپله ژبه او نور ملی خصایل یې له لاسه ورکړل  او کومه نښه د دوی نه را پاتې نه دی، داځکه چې موږ تر دا ننه د خپل ملیت د ملی خصایلو خیال نه ساتوو،‌ملی ارزښتونو ته چې د یو ملیت او ملت د بقا بنیاد تشکیلوي،  بې پروا او بې اعتنا یو او تل شاهانو او امیرانو اول خپل ملیت د خپل قدرت له پاره قربان کړي دی او د قلم پر ځای ټوپک یې لاس کې ورکړي دی.
سمه خبره داده چې موږ خپل داخل د هیواد کې تر دانن سمه ستراتیجی نه لرو، بیرون د جغرافیا خو لا پریږده.!
دا شکستونه او ناکامی سبب شول چې خپل اصلی ټاټوبې کې هم و نشو کولای چې د ملت اساس ټینګ او قایم کړو.
له آتکه تر خیبر او کوژک و رسیدو، زیاته خاوره مو له لاسه ورکړ او ډیر ملیتونه مو د فرهنګ اسیر شول.
باور شته، که دا بې پروایې او بې اعتنایې دوام پیدا کړي، دا را پاتې هم به اسیران شي،
 ځکه چې مرکز ګریزه کړۍ دومره توان او زور پیدا کړي چې اوس د افغان له نوم سره علني مخالفت کیږي او هغه د افغانانو د ملې هویت په توګه نه مني.
افغانستان هم لکه نور هیوادونه اساسې قانون لري، د افغانستان د څلورمې مادی پر اساس 
نــــوى اساســــي قــــانون چــــې د ۱۳۸۲ هجــري لمريــز کــــــال د لينــدۍ لــه ۲۲ څخـه د مرغـومې تـر ۱۴ نـېـټـــې پــورې پــه كابل كې د جوړي شوي لويې جرگې لـخوا په ۱۲ فصلونو ۱۶۲ مـادو كـې د رأيـو پـه اتفـاق تصـويب او بیا د موقت حکومت له خواتوشیح او انفاذ یې اعلام شو.
او هلته په روښانه لیکل شوي چې:
د افغانسـتان ملـت عبـارت دی لـه هغـوټولــو افــرادو څخـــه چــې د افغانســـتان تابعيت ولري.
د افغانسـتان ملـت لـه پښـتون، تاجـك، هزاره، ازبك، تـركمن، بلـوچ، پشـه يـې، نورســـتاني، ايمـــاق، عـــرب، قرغيـــز، قزلبــــاش، گــــوجر، براهــــوي او نــــورو قومونو څخه جوړ دى.
د افغـان كلمـه د افغانسـتان د ملـت پـر هر فرد اطلاق كيږي.
خو د الکترونیکې تذکرو د ویش وخت کې موږ ولیدل چې کومې لانجې د افغان او افغانستان پر نوم را پیدا شول، ځنو ویل موږ افغانستاني یو او ځنو ویل چې زه د افغان کلمه د ملت د هویت په نوم نه منم.
یا دا د دوه سري حکومت جوړیدل او بیا د دوه تحلیف اجرا شاته هغه لاسونه قرار لري چې غواړي د را پاتې خاوره ملي هویت ختم کړي او هغه وویشي.

زموږ موقعیت او حالت د حایل او وچې پوري محاط هیواد په توګه او د مختلفو قومونو او ملیتونو نه جوړه جغرافیا  چې د قوي هیوادونو رقبات کې ګیر دی که خپل ناپییلتوب و نه ساتي اود یو ملت په توګه خپل کډ اتحاد جوړ او ټینګ نه کړي او ځان قوي نه کړي، خامخا قوی او همسایه هیوادونو د تنازع د قانون پر بنیاد موږ ځانته تسلیموی او د افغان ضد  او خاصوکړیو له خوا چې د افغانستان د جوړیدو لا پخوا موجود ول او نن یو خاص پړاو ته رسیدلي دی، قومی اختلافاتو او تضادونو اور بل ساتي، تر څود جنګ دوام کې د افغانیت ملي رویحه ضعیفه شي، د افغانانو اتحاد او یو والي او له منڅه لاړ شي.
معلومداره چې ددغه حالت راتګ سره  بقا مو له مینځه ځي.
افغانستان هم لکه نور هیوادونه اساسې قانون لري، د افغانستان د څلورمې مادی پر اساس 
نــــوى اساســــي قــــانون چــــې د ۱۳۸۲ هجــري لمريــز کــــــال د لينــدۍ لــه ۲۲ څخـه د مرغـومې تـر ۱۴ نـېـټـــې پــورې پــه كابل كې د جوړي شوي لويې جرگې لـخوا په ۱۲ فصلونو ۱۶۲ مـادو كـې د رأيـو پـه اتفـاق تصـويب او بیا د موقت حکومت له خواتوشیح او انفاذ یې اعلام شو.
د افغانسـتان ملـت عبـارت دی لـه هغـوټولــو افــرادو څخـــه چــې د افغانســـتان تابعيت ولري.
د افغانسـتان ملـت لـه پښـتون، تاجـك، هزاره، ازبك، تـركمن، بلـوچ، پشـه يـې، نورســـتاني، ايمـــاق، عـــرب، قرغيـــز، قزلبــــاش، گــــوجر، براهــــوي او نــــورو
قومونو څخه جوړ دى.
د افغـان كلمـه د افغانسـتان د ملـت پـر هر فرد اطلاق كيږي.
د ملــت هــيڅ يــو فــرد د افغانســتان لــه تابعيت څخه نه محروميږي.
انفاذيـې اعـلاموم.

بل خوا نوي نسل مو د اروپایې تمدن تر تاثیر لاندي قرار نیولئ او د ملي افکارو نه ورور ورو لري کیږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery