مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بقا محور! څلرمه برخه - حقیقي جنگونه

زلمی نصرت

 

دهزارگانو د وحدت گوند او د کیانیانو د اسماعلیه فرقې مشرانو هم کابل ښار کې خپلو قومونو ته مشخصو ساحو کې دولتې ځمکو نه لوی لوی شهرکونه جوړ کړل، د پنجشیر او د شمالي جمعیاتو د کابل د ښار د شمالي د چمتلې له دښتو، پغمان د کابل د ښار د خیر خانې غرونو او غونډیو، د چهلستون، ده دانا او د بالاحصار د غرونو شاوخوا، د اسمایې غر شاوخوا، شاشهید او مرنجان غونډیو نه آن تر سید نور محمد شاه مینې، بگرامیو، د صافي د غرونو او د غونډیو تر لمنو پورې ټول تش ځایونه بیله کوم قانوني مدرکه را ونیول او خپل یې کړل.

سیستم د غضب، زور واکې او چور د کابل ښار د څیرې نه یو مافیایې، جنایې او د وحشت نه ډک ښار جوړ کړ، چې نن د ضعیفو خلکو نه مال، نه ځان او نه هم  ناموس خوندې دی ، بل خوا همدوی دولت مخې ته په یو لوی گواښ او د پردې پالو کړیو آزاد او اسانه فعالیت ته ډیر ښه د امن په بستر تبدیل شوی دی.
دیته معنوي اقتدار او قدرت، ملې او حقیقی فتوحات او جگړه وایې چې بیله عسکري سوقیه  پردو زموږ په وجود کې زموږ په خاوره کې، زوږ په اقتدار کې خپل اقتدار، نفوذ او تاثیر لری او امر و نهی یې چلیږي.

بل خوا سیافیانو د پغمان او تره خیلیانو د تره خیلو دولتې ځمکې قبضه کړل.
تر دا نن د هندوانو او سکانو نه سر، نه مال او نه هم ناموس خوندې دی، د هغوې دوکانونه او کورونه غصب او له وطنه په کوچیدو او شړلو مجبور شول.

د ۳۰۰ کلن دولت بنسټ یې چې گویا د پښتنو له خوا ایښودل شوی و، له بیخه ړنگ او ټولې جنگې ـ دفاعی تجهیزات او اشد محرم اسناد یې لوټ او پر گاونډیو هیوادو یې لیلام کړه.

 لنډه داچې نن کابل د هزارگانو، پنجشیریالو، شمالیوالو، سیافیانو او کوچیانو نفوذ لاندې د ژوند او مرگ مینځ کې نفس باسې.

د محمد  گل خان مومند د یادداشتنو مندرجات کې د بحرنیانو مداخلات د افغانستان کورنیو چارو وقایعو ته په کتو چې څنگه د افغانستان ملی یو والی یې سره بیلول، په عجیبه او عمومې توگه د افغانستان اوسني جریاناتو او مناظرو ته ورته والی لري.

هغه د افغانستان د سلامتیا او بقا فکر کاوه، چې څه باید وشي، څه باید و نشي،  څه وکړو او څنگه وکړو چې دغه حایله جغرافیا مضبوط او قوي کړو او هغه د ستر قدرتونو او گاونډیو له تیریو ژوندی وساتو.

هغه علیحضرت محمد ظاهر شاه ته د خپلې نامې۷، ۸، ۹ ، ۱۰، ۱۱، ۱۲ او دیارلسمه پاڼو کې داسې لیکې:
« ... موږ خپل هیواد کې گورو چې مختلف قومونه په کې لکه پښتانه، فارسیوان، ترک، تاجک، عرب، هزاره او نور شتون لري، چې هر یو یې ځانته ژبه او خصلتونه لري، اصلي خبره هم همدلته ده، چې اوس څنگه کولای شو چې خپل ملی یو والی یا اتحاد سره قایم او ټینگ کړو.
دلته غواړم ووایم چې، دنیا کې داسي ملت چې د یو حکومت تر بیرغ لاندې ژوند کوي، ممکن مثال و نه لري.
عادت دی چې هر حکومت خپل وگړي یو ملت ته منسوبوي، که څه هم د هغه ټول وگړي د یو نژاد او قوم نه دي، دغه اطلاق د کثرت او د ټولو اقوامو اعتبار، قوت، قدرت او حاکمیت دی.
د مثال په توگه اعلیضحرت پوهیږې چې، د فرانسي ټول وگړي د یوه نژاده نه دي خو د فرانسې وگړي ټول د فرانسې د ملت په نوم یادیږي، هر یو په  فرانسوې ژبه پوهیږې او پې خبرې کوی، ټول د فرانسې اخلاق، آداب او رسوماتو ته درناوی کوي، خپل په فرانسویت فخر کوي، خپل خیر او شر، گټه او زیان یو بولي، په دې ترتیب ټوله نړۍ کې همدا سې ده..»

د روس د سفیر په اړوند داسی لیکې: «  د سیاحت په عزم افغانستان شاوخواته وتلې و او د هرات له لیاری، مزار ته راغی، خپل ملاقات وخت کې د پښتو د صرفیه او نحویه د قواعدو، د پښتو له حروفو او د هغه د تحریر د طرز د بحث په ترڅ کې د پښتو ژبې تعمیم یې تا ئید کړ او په ضمن کې یې وویل چې، روسیه کې تر دوه سوه ۲۰۰  ژبې  شتون لري خو د ټولو رسمي او عمومي ژبه  روسي ژبه ده..»

ادامه کې محمد گل خان مومند لیکې « زموږ ملک کې ممکن پنځه یا شپږ مختلف النسل لوی طایفي او خورا زیات ( تر ۳۰ پوری لیکونکې) کوچني طایفي شتون لري ، چې ددي  پنځو یا  شپږو نژادو منځ کې درې ژبې  موجودې دي، چې هغه هم پښتو، فارسی او ترکې دي...»

محمد گل خان مومند وایې « کله چې نورو هیوادو او نژادونو وگړو ته دهغوي ژبه، اخلاقیات عادات سنتونه او عنعنات اهمیت لري، موږ ته هم باید اهمیت ولري او موږ هم باید خپل ملي ارزښتونه وساتو اوتصمیم یې کړو، هغه څه مو چې له لاسه ورکړي د هغی بیا ژوندې کولو له پاره کوشش او توجه وکړو، د لازم تدابیرو په ارتباط فکر وکړو، لایق او اهل کسان  دې برخه کې و ټاکو او وگمارو او په جدیت سره هغوی نه کار واخلو، که د یو ملت ژبه او نور ملې ارزښتونه محوه او له منځه لاړ شي، د هغه ملت نوم هم له منځه ځي او هغه ملت مړ کیږي.»

د سلاطینو د تیر وتنو په ارتباط داسي وایې: « تیرو سلاطینو، حاکمانو، مشرانو او پوهانو تاریخي خطاوي کړي دي، خو څه موده کیږي چې حساسو حاکمانو او رجالو  حس کړي دي، چې تیر تاریخې خطاوي اصلاح او تصحیح کړي، د تاریخی تیروتنو تصحیح واقعآ لویه شهکاري ده. هماغسې چې تاریخ د سلاطینو تیروتنې نه هیروي، همدارنگه دا به هم  تاریخ هیر نه کړي او هغه به په زرینو کرښو و لیکې.»

 تاریخ بار، بار ثابته کړیده چې، گر چې د یو مملکت نیول او فتح کول، د حاکمیت او قدرت نیول او لاسته راوړل ډیر سخت او مشکل کار دی، خو ساتل یې خورا ډیر مشکل او  خورا ډیرسخت  او ستونځمن کار دی، له دینه هم د نوې نسل تربیه کول، او سمې لارې ته یې استقامت ورکول لا زیات مشکل او ستونزمن کار او پروسه ده.
د نورو ژبو زده کول که لوی کمال دی، د خپلې ژبې هیرول بې کمالي ده.

 که دا نږدی ۴۰ کاله که له نظره تیر کړو، همدی لنډه موده کې مو ولیدل چې روسان په اسانې راغلل او افغانستان  یې په یوه شپه کې ونیو، خو ساتل یې ورته خورا ترهغه څه چې هغوې حساب په کړي و ډیر گران تمام شو او بلاخره خپله ماته یې و منل او خپله شوروی اتحاد هم ورسره ټوټې، ټوټې شو.
امریکایان هم وروسته له شلو کالو اوس اعتراف کوي چې هغوې نور افغانستان نشي ساتلای.

اصل موضوع ته بیرته راگرځم:

په ادامه کې  محمد گل خان مومند داسي لیکې، «‌څرنگه چې د یو مملکت فتح، پر یو ملت غالیب کیدل اهمیت لري، د یو مملکت حفاظت او ساتل  له ناکامیو نه د هغه د فتح نه خورا زیاد اهمیت لري. تل حال د ماضي نتایج دی او مستقبل د حال نتایج وي، بنآ هر کار چې کوو ، مستقبل او راتلونکی باید په نظر کې و نیسو، په دې حساب د یو ملت او مملکت ساتنه او حفاظت د هغه مملکت او ملت د ارزښتنو د ساتلواو د وگړو د یو والي سره شوني او اهمیت پيدا کوي او د ملی وحدت تر چتر لاندې د یو ملک، دین، ناموس، شرافت، عزت، سعادت، سلامت، پرمختگ او راحت خوندې کیږي.»

له همدي ځایه دی چې حقیقی یا ملې فتوحات خپل اهمیت د یو ملک د بقا له پاره پيدا کوی.

محمد گل خان مومند په دې هکله داسی لیکې، «  دې فتوحاتو کې د عسکرو سوقول حتمی نه وي، ځکه ممکنه ده چې بیله عسکري سوقیه یو ملت، پر بل ملت او بل ملک کې نفوذ او رسوخ وکړي او هغه  مغلوب کړي، په دې مانا چې د حسن تدبیر، ژبې، اخلاق، آداب، عادات، عنعنات، رسومات او د معاشرت په طریقو د یو ملت پر بل ملت رواج پیدا کړي...»

هغه په دې هلکه د بیلگې په توگه داسي لیکې:

«..د اسلام فتوحات او د خدا پرستو او غیرتې عربو فتوحات  که تر یوه حده د تورې او لښکرو په وسیله تر سره شوي، لاکن ډیری فتوحات یې بیله عسکری سوقیه تر سره شوی دی. ډیرو ملکونو کې اعراب تسلطه او اقتدار نه لری، لاکن د هغوی معنوي اقتدار په اعلا حد کې قایم او جاري دی، حتا په پرمختگ او ترقی کې دی.

نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery