مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره تاته وایم

محمدالف فروتن

زه دا منم چې شاید ولسمشر اشرف غني له ډیرو موضوعاتو نه خبره ساتل شوې وي ځکه په ارګ کې داسې کړۍ ترې تاو ده چې خپله ولسمشر یې دیته اړ کړې چې دولسونو سره په لیدو بندیز ولګوي
یاده کړۍ چې په مالي فساد کې غرقه ګڼل کیږي ولسمشر ته دافغانستان دحقیقي تصویر پرځاې خیالي تصویر وړاندې کوي دسولې کرونا وچې ډوډۍ دمصنوعي تنفس الی اوحتې په کنړ او ننګرهار کې دپاکستاني ملیشو دبریدونو او راکټونو دباران څخه هم ولسمشر بی خبره ساتي
ولس دکرونا په نوم د راغلي پیسو اودمصنوعي تنفس وینتلاتورونو قاچاق وچه ډوډۍ کې دشوي فساد دسپیانوي غوښتنه کوي اویا هم نژدې ده چې دمشرقي ولسونه دخپل مجبوریت له مخې ملي پاڅون ته مخه کړي ځکه هغه ولسونه مجبور دي او مجبوري بده ده هره ورځ دپاکستاني ملیشو بریدونه او دخپل حکومت بې خبرې یې ډیر ځوروي
دسیاسي کتونکو په وینا چې یاده کړۍ یوځل بیا غواړي پورته یاد شوي مسایلو باندې خاورې واړوي او ولس بلې خواته متوجه کړي چې اوس یې دملي دسترخوان په نوم یوه بله مغازه خلاصه کړه چې له یوې خوا به یې جیبونو ته څه ورشي او له بلې خوا به ولس دخپلو اساسي غوښتنو پرځاې په ملي دسترخوان مصروف وساتل شي
ولسمشره تا په یوه وینا کې ویلي وو چې عمري عدالت راولم
حضرت عمر (رض)به ویل چې که ددریا دجلا په غاړه سپې دتندې مړ شي نو الله (ج) به یې پوښتنه له ما کوي
نن ستا ولسونه دپاکستانیو پوځیانو په راکټونو او په مخامخ جګړو کې کبابیږي ولې دپوښتنې یې هیڅوک نشته ولس له لوږې مري خو ستا ترڅنګ ناست کسان یې دوچې ډوډې پیسې جیبونو ته اچوي ددې ملت دمصنوعي تنفس ماشینونه دپښاور په کارخانو مارکیټ کې لیلام ته وړاندې کیږي
ولسمشره ددې کړۍ قیضه لږه را ټینګه کړه که اوس هم لږه دسمون خواته لار پیدا کړو ناوخته ندې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery