مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سکشول دیپلوماسي او ملیوني غلا

م. جلالزی


د افغان وطن بدبختي پای نه مومي.
په دې هیواد نه نارینه او نه يي هم ښځي زړه سوي لري.
که پوه دی که ناپوه، کشر  که مشر، شرقي که غربي ټولو په موروطن  پسي خنجر را ایستلی.
په غلا دوي نه شرمیږي، ناموس دوي ته د توت ارزښت نه لري، نه له یتیمانو شرمیږي او نه هم بي وزلو رحم لري.
په افغاني ټولنه کې د غټو غلاوو د نیوکي ګوته تل نارینه وو ته نیول کیدله خو د ورستیو کلونو فساد ښځینه چارواکي هم دومره سپین سترګي  کړي چې اوس نه په غلا شرمیږي او نه هم له چا ډار لري.
تن پلورل  یو وخت عیب ګنل کیده خو نن مقام ته د رسیدلو لنډه لار.
د چور تالا په دې راکړه واخله کې، په امریکې کې افغان سفیره هم ور ګډه شوي ده.
د سفارت د دیوال پروژه یي غنیمت بللي او سلګونو زره ډالر یي پکې د ختیځ والو خبر شوړه کړي دي.
شوړه د غلا، چپاول، تالا او فساد  سیمیز لفظ دي.
د رویا رحماني د اختلاس سفر څرنګه پیل شو؟
رویا رحماني په ۲۰۰۹ کال کې د کاناډا له مهاجرته افغانستان ته ستنه شوه.
هغي هم د ډیریو مهاجرو افغانانو په څیر د پیزاګانو په پخلن ځایونو، سوپر مارکیټونو او د جامو پلورنځیو په دوکانونو کې له کارکولو ستومانه شوي وه، وطن ته د خدمت په پلمه هیواد ته راغله.
هغي په ۲۰۱۱ کال کې د پوهني په وزارت کې د سلاکاري په توګه دنده پیل کړه.
رویا رحماني د پوهني په وزارت کې د وخت له وزیر فاروق وردګ او یو شمیر نورو معینانو سره د اړیکو په جوړولو د خپل ورور پوهنتون ( کاردان) ته ګڼ شمیر پروژي تر لاسه کړي.
دا د هغي د چور تالا د چا په خبره شوروات او پیلامه وه.
کاردان پوهنتون د هغي د ورور روین رحماني له لوري پر مخ بیول کیږي چې له لاري يي په ملیونونو ډالر دغې کورنۍ له غریبو افغانانو وشکول او لا هم د چور تالا دا پروژه روانه ده.
نوموړې په ۲۰۱۲ کال کې د بهرنیو چارو وزارت ته لاره ومونده او هلته یي د وخت د سیاسي معین په مرسته د سلاکاري دنده تر لاسه کړه.
رویا رحماني ته ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ کال پوري په اندونیزیا کې د افغانستان د مقیمی سفیري او د سنګاپور هیواد لپآره د غیر مقیمی سفیر دنده لرله چې وروسته بیا د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې هغه مهال چې د امریکې د ځانګړي استازي خلیلیزاد او سفیر حمدالله محب تر منځ اړیکی ترینګلي شوي، دا د محب پر ځای وګمارل شوه.
د رویا په باب داسي راپورونه هم موجود دي چې د مالیزیا د پوهنتونونو مرسته شوي بورسونه یي د خپل ورور په مرسته د کاردان پوهنتون په زدکړیالانو د ۵ تر ۸ زرو ډالرو په بدل کې پلورل.
او دا رسوایي یي له سفارته د ګوښه کیدو یو لامل هم بلل کیږي .
هغه په ۲۰۱۸ کال کې امریکې کې د افغانستان د سفیري په توګه وټاکل شوه چې په دې ګمارنه کې افغان الاصله امریکايي سلاکار همایون قیومي، د بهرنیو چارو وزارت افغان الاصله امریکايي سیاسي معین حکمت کرزي ، افغان الاصله بریټانیايي حمد الله محب، افغان لاصله امریکايي سلاکار انجینیر څرګند او لبانۍ رولا غني لوی لاس وو.
نوموړې  د حمد الله محب وړاندیز شوي مهره ده  او په امریکې کې د افغان سفارت ډیری چاري لا هم په غیر مستقیمه توګه د حمدالله محمد په لاس کې دي.
حکومت رویا رحماني هغه مهال د سفیري په توګه وګمارله چې د وخت سفیر محب او امریکايي چارواکو تر منځ د زلمي خلیل زاد پر سر ناندرۍ را وپاریدي.
کابل هڅه وکړه چې له خپل دې نږدې متحد سره پر هره بیه چې کیږي روابط عادي کړي او همدا وو چې یوه ښځه یي سفارت ته وټاکله خو په اصل کې لا هم پر سفارت د محب سیوری غوړیدلی وو.
حمدالله محب او رویا رحماني ډیري نږدي اړیکي لري او په دې اړیکو د رویا خاوند حمید محمد صبوری هم خبر دی.
بینوا ویب پآڼي ته رسیدلي لاسوندونه ( اسناد) ښيې چې رویا رحماني د سفارت د څوکۍ له تر لاسه کولو راهیسي ګڼ شمیر افغان محصلین چې په اصل کې امریکې او کاناډا ته تلونکي د بډایه کورنیو بچیان دي، د زرګونو ډالرو په بدل کې انتقال کړي دي.
ویل کیږي چې د امریکې دولت ته هم په دې اړه معلومات ورکړل شوي چې ګواکي سفیره او ارتباطي کسان یي په دغه  ډول تجارت کې ښکیل دي.
د یادو پیسو د ویش برخه یوازي په رویا رحماني پوري نه بلکې د ولسمشر د سلاکارانو، د بهرنیو چارو وزارت د ارتباطي چارواکو او چارو ادارې یو شمیر کړیو ته رسیږي.
هغه محصلین چې امریکې ته د تیښتي په پلمه وړل شوي شمیره یي سلګونو ته رسیږي او له دغې برخې د تر لاسه شویو پیسو اندازه هم لسګونو ملیونه ډالرو نه اوړي.
په همدې حال کې د پښتنو پر ضد د رویا رحماني او یو شمیر هغو کړیو دسیسي هم له دوو کلونو راهیسي په امریکې کې زور اخلي، کوم چې په کابل کې قومي نفاق ته لمن وي.
په واشنګټن ډي سي کې افغان سفارت کې په لسګونو هغه ملي غونډي چې د پښتنو  او په ټوله کې د افغانانو هویت او باتوري څرګندوي، د رحماني او پښتنو دښمنو ديپلوماتانو له لوري سبوتاژ شوي چې پرې د بهرنیو چارو وزارت هم خبر دی.
د تر لاسه شویو اسنادو پر اساس سفیره رویا رحماني خپل ډیر رسمي وخت له امریکې بهر په کاناډا کې له خپلي کورني سره تیروي او افغان سفارت په یوه غیره فعاله داسي ودانۍ بدل شوی چې هیڅ راز سیاسي او دیپلوماتیک فعالیت ترینه نه سمبالیږي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت سرچیني وایي، د حمدالله محب تر ګوښه کیدو وروسته ارګ هڅه وکړه داسي یو کس سفارت ته وګماري چې هغه تر ډیره بریده بیا هم حمدالله محب ته وفا دار وي او په ظمن کې سفارت په یوه سوځيدلي مهره واړوي.
د دغې سرچیني په خبره چې اوس امریکا مجبوره ده چې خپلي ټولي دیپلوماتیکي، سیاسي او پروتوکولي چاري نیغ په نیغه په کابل کې د خپل سفارت په مټ د افغان بهرنیو چارو سیاسي معین دفتر له لاري حل او فصل کړي.
د نړۍ زیرک هیوادونه د امریکې لپاره تر خپل بل هر دیپلومات هغه دیپلومات سفارت ته غوره ګڼي چې غښتلی، په ديپلوماتیکو چارو ښه ماهر او اوږده دیپلوماتیکه سابقه ولري، ځکه هیوادونه هڅه کوي دغلته خپل تر ټولو غوره دیپلوماتان ولري تر څو له واشنګټن سره خپلي چاري په ښه توګه سمبال کړي.
ځکه امریکا د نړۍ په کچه لوی سیاسي او اقتصادي ماشین دی او د نړۍ اکثریت هیوادونه ورسره په یوه ډول نه یو ډول د همکارۍ قراردادونه لري.
رویا رحماني نه یوازي دا چې په تیرو دوو کلونو کې د سفارت له لاري د کابل او واشنګټن د اړیکو په ښه کولو کې کار و نه کړ بلکې د حسین حقاني په نامه یي یو پاکستانی دیپلومات له امریکایي سناتورانو او سیاست والو سره د اړیکو نیولو په برخه کې په غیر رسمي توګه استخدام کړ.
حسین حقاني نه یوازي دا چې د افغانستان یو پخوانی دښمن دی بلکې د ټولو حکومتي اصولو خلاف د رویا رحماني له لوري د لابي ګري لپاره ګمارل شوی دی.
دا کار د رویا رحماني د حماقت او غفلت انتها ښيي چې باید یي په پراخه کچه د بهرنیو چارو وزارت له لوري مخ نیوی وشي.
داسي راپورونه هم شته چې د ولسمشر سلاکار او پخوانی ماليي وزیر همایون قیومي د رویا رحماني نږدې ملګری پاتي شوی او دوي له کلونو راهیسي د مجلس یاران دي.
خو له بدمرغه افغان حکومت د رویا رحماني په نامه یوه داسي سفیره واشنګټن ته استولي چې هیڅ راز ملي ارزښتنو ته درناوی نه لري، او  په ورته وخت کې د غلو او مفسدینو د یوې شبکې غړي هم ده .
د سفارت د دیوال د جوړولو له پروژي د څه باندي یو نیم ملیون ډالرو د غلا خبرونو د یادې سفیري توره څیره نوره هم بربنډه کړه او د هغو کسانو نومونه هم رسوا شول چې په دې اختلاس کې له رویا سره شریک دي.
د ولسمشر له دوو سلاکارانو څرګند او همایون قیومي نیولي بیا د بهرنیو چارو او خاصو تدارکانو د ادارې تر یو شمیر کارکونکو.
یادو کسانو په ډیره سپین سترګي په دغه اختلاس لاس پوري کړ او د یوه معمولي دیوال د بیارغاوني پروژې څخه یي په ملیونونه ډالر ووهل.
د امریکې په واشنګټن ښآر کې دوایمنګ واټ چیرته چې افغان سفارت موقیعت لري،  یوې دیوال شریکي ګاونډي میرمن بینوا ویب پاڼي ته وویل : (( ما غوښتل د دیوال د جوړیدلو لګښت له افغان سفارت سره نیمايي په خپله غاړه واخلم، ځکه اوریدلي مي وو چې افغانستان یو خوار هیواد دی او دا ما خپله دنده وبلله چې په دې کار له افغانانو سره مرسته وکړم، ماته یوه ودانیز شرکت د یاد دیوال د جوړیدو لګښت شل زره ډالره وټاکل او زه چمتو وم چې لس زره ډالره ورکړم لیکن سفارتي چارواکو زما خبره و نه منله او ویویل چې دوي په خپله د دیوال جوړول غواړي)).
د یادې بوډۍ میرمني دا څرګنوني د رویا رحماني له لوري فساد ته د لاري د هوارولو روښانه ثبوت دی.
سفارتي فاسدو کړیو په خپل دې کار سره د سلهاوو زرو ډالرو اختلاس ته لاره هواره کړه .
په دې وطن هیڅ څوک رحم نه کوي.
ځینو یي د اسلام په نامه  بتان مات کړل، ځينو یي ملیونونه انسانان ووژل، یو شمیر هغو یي پیغلي ورته بي پتي کړي او ځينو نورو بیا ترینه مرسته شوي پيسي جیبونو ته کړي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery