مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بقا محور! لسمه برخه ـــ دره صوف

زلمی نصرت

 

 زه په دې ارتباط چې ایران د نورو ژبو، مذهبونو او نژادونو او قومونو سره داخل د ایران کې کوم خاص تبعیض لري او که یه، او ایران کې پر نورو د شیعیه مذهبې ستم او استبداد حاکم دی او که یه، نه غواړم کومه تبصره وکرم، دا د ایرانیانو او د هغوی د اساسي قانون کار دی، او ټول ښه پې پوهیږو چې هلته د ایران په داخل کې کوم حالت او وضعیت جارې دی او شتون لري، موږ د بل چا په داخلي چارو کې د مداخلې حق ځان ته نه ورکوو.

په همدې حساب افغانستان هم یو مستقل او آزاد هیواد دی، نور هم نباید ځانته حق ورکړي، او د خاصو مذهبې، ژبنې او قومې کړیو نه ملاټړ او زموږ داخلي چارو کې مداخلې وکړي، او ژبني، قومي او مذهبې اختلافات او ټکړ زموږ خلکو تر مينځ، مينځ ته او زموږ یو والی او ملی وحدت، استقلال، آزادي او د خاورې تمامیت زیانمنه کړي.

محمد گل خان مومند  صدراعظم ته د خپل یادداشتونو په دوام داسي لیکې:

[« دغه ډیر کم اقلیت ( منظور یې هغه اقلیت کړۍ د فارسیوانانو دي چې عملآ د شیعیه ایزم او فارسیزم تر نامه د ایران په خدمت کې دي. لیکونکی) له یو خوا کوشش کړی چې ملت ( هدف نور اقوام خاصتآ پښتانه دي) د رجالو نظر ته بد معرفي کړي او د رجالو نظر یې هم د ملت او ملیت په ارتباط تغیر ور کړی او هغوی یې د ملت او ملیت نه لرې ساتلي دي.

دوی د متفق کوشش سره حکومت یې ملت ته بد معرفې کړی، ‌ملت یې له حکومته لرې ساتلی٬ او په دې لاره کې دوی هر خیل او هررنگ فعالیت او فداری نه دریغ او صرفه نه ده کړې او دوی خپل هدف ته په رسیدو او تر سره کولو کې پوره کامیابه شوي دي.
د دوی د کامیابیو لوی دلیل او عامل دا دی چې  گډ او باهمی ژوند سره لري، دوی د رجالو او ملت تر منځ  د نفاق او اختلاف په اچولو کې سره متحد دي او تل کوشش کوي چې غیر پښتانه قومونه د پښتو خلاف ځان سره یو ځای کړي او دا ټول دوی د یو منظم تشکیلاتو په ذریعه د پښتو د غفلت نه په استفاده په زړورتیا او تدبیر سره اجرا کوي.

دوی همدې  موده  کې خپل، رسومات، ژبه او آداب، عنعنات، مذهب  او قوم غزني او مزار کې ساتلي، او خپلې اړیکې یې هم له ایرانه سره هیڅ قطع کړي نه دي، او تر اوسه ددوی اصلی تابعیت د ایران تابعیت دی، او ددوی د کوښښ له وجهی نورو ژبو ، آداب او عنعنو ته زیان رسیدلی او تر خپل نفوذ او تاثیر لاندې  یې راوړی دی.

تر څو چې دوی توان او طاقت درلود، د فارسیوانانو مینځ کې خپل مذهب تبلیغ ته کوښښ کړی، ډیری خلک یې موږ نه لرې کړي، او ایران ته متحد او متفق کړي دي او د هغوی فکري او معنوي او روحي علایق او مینه یې موږ سره پرې کړي او ټول یې ډیر سخت مخالف د ملت گرځولی، او دهزاره قوم د هغوی له جملې نه دي چې د مملکت په زړه کې خورا مهم ځایونه یې اشغال کړي دي، او هیڅکله او هیڅ وخت افغانان او د افغانستان حکومت ددوی له خوا آرام نه ول، ترڅو اساسي چاره و نه سنجول شي، زموږ خاطر به راټول او آرامه نه وي.

تر هغه ځایه چې موږ تخمین او گمان کوو او له قراینو نه  یې هم را معلومیږي چې فارسیبانان زموږ مملکت کې تقریبآ د منظم تشکیلاتو په لرو سره زموږ خلاف کار کوې٬ اوشیعیه مذهب منظم تبلیغوې، ددوی د تشکیلاتو مهم مرکزونه، هرات، قندهار او کابل نه وروسته غزني او مزار دی، چې هر یو مرکز یې څو نور واړه مرکزونه لري،  دوی خاصتآ هزارجاتو کې په شدت سره کار کوي او یقین لرم چې دغه تشکیلات ایران پورې مربوط تشکیلات دی.
د بیلگې په توگه سید نور محمد شاه چې پخوا قندهار کې اوسیده، خو څو کاله کیږي چې ایران ته تللی، او د هغه زوی سید علی اکبر( قندهار ـ هرات) کې وي.
سید نور محمد شاه سیاسي مطالبو له پاره ایران ته تللی او د هغه زوی دلته ارامه ناست دی او په شدت سره ایران گټو له پاره کار کوي.

( کله چې زه قندهار کې وم، اوریدل مې چې د ځوانانو د فکرونو د تنویر او تغیر او د شیعیه مذهب د ترویج او ټينگولو او د هغوی هڅول د افغانستان خلاف د فیروز په نامه یو اخبار هم خپرول او نشرول، اخند حسین په نوم یو ډیر مهم کس چې د هغوی پیر، پشوا، مرشد او مجتهد دی، د هغه تر نظر او په اجازه دا اخبار شایع کیده.

هغوی ددغه تشکیلاتو مصارف به هم زموږ له وطنه برابرول، ددوی عایدات هزاره جاتو کې خورا زیات دی.

خمس(  د عایداتو یو پنځم چې مسلمانان باید امام یا د هغه جانشین ته ورکړي)
د هزارگانو او هزارجاتو ټول خمس سره جمع کیدل، کوم مقدار چې لازم و، دلته مصرفیدل او نور یې ایران او عراق ته لیږل.
اوس تاسو قیاس وکړی چې ټول خمس څومره کیږي، دا پیسې چې موږ د مالیې په حسب اخلو، سره مقایسه باید شي.

دغه خمس بې له کوم استثنا وو څخه له غلو دانو، حیواناتو، وړیو، برکو، غوړیو، قروتو او نورو شیانو څخه اخستل کیده، او ځنی وخت افغانستان ته له ایرانه څخه مجتهدین او مامورین د سیار په لباس راځي، گرځي، تبلیغات کوي او بیرته ځي، که د اعلیحضرت امان الله خان زمانه کې علني راتلل خو اوس هر چاته معلوم دی چې پټ راځي.

 ددوی یو مرکز د هزارجاتو دره صوف کې دی، چې څو موده د مخه دا مرکز د مرزا حسین یا ملا حسین له خوا چې  په عین زمان کې مجتهد هم و اداره کیده.

د هغه د راتگ سره سم ماته اطلاعات رسیدل، خو له هغه ځایه چې کافې اسناد نه و، نو ما کوم بل اقدام نشو کولای، یوازی په مخفي مراقبت دهغه احوال او کارو ته متوجه وم.

څو واری هئیت مې دره صوف ته واستول، هغوی ته مې د هغه د کارونو د مراقبت سپارښتنه کوله، هئيتونه مې هم را ته ویل چې هغه بد سړی دی  او د هغه موجودیت دره صوف کې مضر پایلې لري، دهئیت راپورونه ددې مکتوب سره ضمیمه تقدیم دی.

پروسکال له عراقه زموږ څو کسه طالب العلمه اتباع یوه عریضه .....  ته واستول او لیکلي  یط وو چې، له خمسه ایران طالب العلم ته ورکړ شو خو موږ ته چا څه را نکړل.

څه وخت مې انتظار وکړ، بلاخره لازم مې ولیدل او هغه مې را وغوښتل او توقیف مې کړ او نائیب الحکومه ته مې ولیکل چې د خمس د لیږلو په نسبت دې تحقیق شي.

نائیب الحکومه هغه توقیف کړ او د هغه د خلاف رفتاریو د خمس د ټولولو د جریان دري قطعې د دره صوف حاکم لاس ته راغلي د تحقیق اسناد ولایت ته او بیا ریاست ته را ولیږل،‌ نورو تحقیقاتو ته ضرورت نه و، د جرم قضیه مې ثابت ولیدل ، د اسنادو له جملې نه یو یې د مکتوب سره ضمیمه تقدیم دی ( غنډ مشران او د شرین تگاب د آمر پلار او هغه خپله).

داخل کې هم مختلفې مدرسې  په مختلفو برخو لکه دره صوف، سنگچارک او چهار کنت، د مزار د غرونو جنوب خوا کې جوړي شوي دي، چې د شیعیه مذهب د لاسته راوړلو لپاره سبق وایې.

اورم چې مخصوص اخبار هم له ایرانه دوی ته رسیږي، خو لا تر اوسه معلومه نه ده٬ چې څه خیل اخبار دی او کوم مضامین لري، او ایا دا کوم مخفی او سرې اخبار دی  او که کوم علنی اخبار.

کله چې دوی ټول ادارات اشغال کړي، پس دوی هر چیرې خپل خلک لري، مهمو  عمومي لارو کې لکه کابل او هرات کې خپل مهم کسان په هره ذریعه، طریقه او واسطه چې وي مقرروي، که د دوی کوم کس په کومه طریقه لرې شوی دی، فورآ مې لیدلی چې بل یو مهم کس د هغه پر ځای هغه یا بله شعبه کې مقرر او سریخ شوی دی.

دا په دې خاطر دی چې دوی غواړي د هرات ـ  کابل لویه لاره کې خپل کسان ولري، تر څو چې ددوی تگ او راتگ او د اړیکو نیول یې اسانه وي ( غلام نبی).

زما په اند زما دا ملاحضات زما د بد بینیو نښه نه ده، خو دا یو څرگند حقیقت دی او تاسو حضور ته به هم تر یوې اندازې ښکاره وي او د مسلماتو له جملې شمیرل کیږي، نو اوس لازم څه چې ضرورې ده، تر څو ددې مضراتو د رفعی او دفعی له پاره تدبیری فکروکړو.

ایا دغه مسله د پښتون د حیات او ممات پورې تعلق نه لري؟. زموږ د حیات د ضروریاتو څخه نه دي؟.
که دي نو بیا ولې تر دې دمه  موږ یو اساسي فکر نه ده کړې او یو صحیح او مرتب پروگرام مو نه ده جوړه کړې چې د هغه په موجب اقدام مو کړای وای؟.
څه وخت  به دا کار وکړو، او څه وخت خپل گریوان ددوی له لاسو به خلاص کړو؟.
ځينی کسان شته چې اوږد موږد سیاستونه په نښه کوی٬ اوعاجل اقدامات مضر سنجوي، همدا فکرونه دي چې هغوی ته چانس او موقع په لاس ورکړی او ورکوي، اوهمدغه ډار دی چې زموږ ملا یې را ماته کړیده.

زه نه وایم چې بې تدبیري او لیونتوب وکړو، لاکن لازمه هم نه ده، چې غفلت وکړو او بې تفاوته واوسو٬ او خود په خوده اگاهانه غفلت سره ځان په
مهلکه کې واچوو.

په دې ترتیب کیفیت مې د یو سلسله معلوماتو او ملاحظاتو سره تقدیم کړ، هغه خواته د عالی جناب د حضور اختیار دی.

ښاغلی صدراعظم حتا شاهی دارالتحریر او وزارت خارجه کې هم هماغه کړۍ فعالیت کوي، او استخدام شوي دي، خو د صدارت نه کومه اطلاع نه لرم.

لهذا نه پوهیږم چې دا شان اومشابه امور، اعلیحضرت حضور ته عرض کړم یا د خارجه چارو وزارت سره په تماس کې شم؟.

اعلیحضرت حضور هر مکتوب شاهی دارالتحریر ته سپاري، داسي حال کې چې شهید اعلیحضرت ځیني عرایض او مکتوبونه یا ځان سره ساتل، یا څیرې کول او یا  سوزول، خو تل به  لومړی هغه څیرې کول او بیا سوزول، حتا ځان سر یې هم نه ساتل، همدارنگه پوهیږم چې جناب عالی هم همدارنگه کوي.

په پای کې غواړم عرض کړم، تر هغه ځای چې ما کولای شو او لازمه وه د دا شان امورو نه مې په مناسبه طریقه جلوگیري او عمل مې کړی دی، او کوم وخت کې چې قندهار کې وم ددوی د اقداماتو  مخ نیوی شویدی.»]

  یادونه: د محمد گل خان مومند پاتې قلمی یادداشتونه به د یوې جزوې په شکل،‌ چې د یادداشتونو کاپي گانې به هم ور سره ضمیمه وي، د کار د تکمیلیدو نه وروسته، تاریخ لیکونکو او نورو مینه والو ته به وړاندې شي. 

 

پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery