مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د امپراطور مارشال بوکاسو کیسه

صلاح الدین باتور

 

کله چې فرانسویانو غوښتل چې د دمرکزي افریقا هیوادونو لویې زیرمې ولوټي نو یوه منظمه او بریالی پالیسې یې په دې برخه کې غوره کړه. هغوی وپوهیدل چې محلي قوماندانانو ته دوسلې او ارتجاعي القابوورکولو پوسیله به وکولای شي لویې طبیعي زیرمې په نه بیه خپلې کړي. ترټولو لویه بیلګه یې په ۱۹۷۰ کلونو کې په مرکزي افریقا کې  فرانسوي استعماري ادارو په مرسته له جین بیډال بوکاسو سره د (ملګرۍ او پلارولی) یو تړون لاسلیک کړ. ددې تړون له مخې د ۱۹۷۷ کال د ډسمبر په ۴ نوموړی د مرکزي افریقا دامپراطور او مارشال په توګه د شاندارو مراسمو په لړکې چې شل میلونه ډالر دهغې وخت مصرف چې اوس اتیا میلونه ډالر کیږی مصرف شول. دفرانسې ددفاع وزارت ددې مراسمو د امنیت د تامین لپاره د فرانسوي ځواک یو لوی کنډک، ۱۷ الوتکې او د ارکستر د غږولو لپاره نظامی او تشریفاتی عسکر وا استول. د امپراطور دې مراسمو لس ورځې دوام وکړ او همغه د ناپلیون د مراسمو په شان برابر شوي ول. د امپراطور تاج هم د یوفرانسوي تاج جوړونکي او زرګر لخوا چمتوشوی وو. همدارنګه د امپراطور چوکی هم له سرو زرو جوړه شوې وه. امپراطور خپل رسمي لقب ( لومړی اعلیحضرت امپراطور بوکاسو، د سولې او عیسی مسیح خادم او د مرکزی افریقا امپراطور او مارشال) ځانته وټاکه. امپراطور د فرانسې دمالیې وزیر ته دهغه د همکاریوله کبله دوه قیمتی الماس هم ډالي کړل. دفرانسویانو په هڅونه امپراطور څونیږدې او له طبیعی شتمنیو ډکوهیوادنو هم حملې وکړې چې د فرانسې نظامي اډوته یې هم لاره هواره کړه.
په ۱۹۷۵ کال کې د فرانسې ولسمشر والرې ګیسکارد ایستنګ امپراطور او مارشال بوکاسو ته د (ملګری او د کورنی غړی) خطاب وکړ ځکه هغه به د فرانسې مشران د ښکار او چکر لپآره هلته غوښتل. فرانسې هم دده بشپړه نظامي او مالي ملاتړ کاوه خو دفرانسې شرط داوو چې امپراطور مارشال بوکاسو باید یورانیم چې د فرانسې د اتومې انرژي او و سلو جوړولو د پروګرام لپآره مهم وو لاسته راوړي. د بوکاسیو لخوا مهمه داوه چې فرانسه دی د امپراطور اومارشال په توګه په رسمیت وپیژني او د فرانسې لپآره د یورانیمو او نورو طبعیی زیرمو لاسته راوړل.
امپراطور مارشال بوکاسو یو ظالم او ووینه څښونکی مارشال وو. د خلکو په ربړولو او شکنجه کې به یې خپله ګډون کاوه. کله چې زده کوونکو له لوږې مظاهرې وکړې نو سل زده کوونکي مظاهره چیان یې ووژل. د ښوونځي پر یونیفورم باید د امپراطور مارشال عکس چاپ او اغوستل یې حتمي وو ولې د غریب ولس دا له توانه پوره نه وو.
کله چې فرانسې په اساسي توګه پر طبیعی زیرمو خیټه واچوله او ځان یې مطمین کړ نو امپراطور مارشال یې دیوې کودتا له لارې لیرې کړ.
اوس پنځوس کاله وروسته هغه امپراطوري د مرکزي افریقا د جمهوریت په نوم یادیږي. د نړی تر ټولو فقیر هیواد دی. کلونه کیږي چې په کورنیو جګړو بوخت دی اومذهبی او توکميزې جګړې پکې روانې دي. نیم نفوس یې نالوستی دی. نیږدې ۵۰٪ فیصده د الماسو او نورې زیرمې یې په غیر قانوني او پټ ډول کیندل او ویستل کیږي. سم افغانستان دی.
 اوس نو.......
داسې معلومیږي چې دفرانسې ورته پالیسی هم په افغانستان کې روانه ده اوارتجاعي القاب په درز پلې کیږي. نیږدې شل کاله کیږي چې ملي قهرمانان، مارشالان، لومړی درجه متفکرین، معین صاحبان جلالتمابان، والیان جلالتمابان، ملی بابا ګان، امپراطور شمال، شیر وعقاب وکیله صاحب، امیر این و آن حزب، او بالاخره استرجنرال الحاج مارشال عبدالرشید دوستم رهبر و بنیادگذار جنبش ملی اسلامی افغانستان و امپراطور ترکستان.
مارشال صاحب ته د مارشالی مبارک وی او افغان ولس ته د د پیړیو غربت او غلامي.
 
استرجنرال الحاج مارشال عبدالرشید دوستم رهبر و بنیادگذار جنبش ملی اسلامی افغانستان و امپراطور ترکستان.
او
لومړی اعلیحضرت امپراطور بوکاسو، د سولې او عیسی مسیح خادم او د مرکزی افریقا امپراطور او مارشال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery