مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-07-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بقا محور! نهمه برخه -- د حزب الله د مرام لیک پاتې برخه!

زلمی نصرت


محمد گل خان مومند د افغانستان تیر تاریخ ته په کتو چې څرنگه د امانی د دوری اصلاحات ناکام شو، چا ناکام کړ، ولې ناکامه شو، څه باید شوای وای، څه باید نه وای شوای ترڅو افغانستان خپل طبیعی او آرام انکشاف او پرمختگ لاره وهلای وای او اصلاحات دوام پیدا کړي وای، دې نتیجې ته رسیدلی و چې د افغانستان د بقا او پرمختگ له پاره داسي یوه لاره او تگ لاره غوره شي چې د افغانستان د خلکو له، اقتصادي، اجتماعي، مذهبي روان او جوړښت سره برابر وي او د هغوی د روان او جوړښت سره په ټکر کې واقع نشي.
هغه د همدې خصوصیاتو په نظر کې نیولو سره  ډیر کم وخت هغه څه وکړل، چې تیرو شاهانو او امیرانو سلو کالو کې و نشو کړاي چې لس فیصده یې هم  وکړي.

 د بیلگې په توگه،‌ پشتو ادب٬ لیک دود او لوست یې دود کړ، کابل کې بیا قندهار، هرات ، فراه او نورو ولایاتو کې پښتو ادبې انجمنونه یې جوړه کړه، پشتو ټولنه یې جوړه کړه، پښتو قاموس یې ولیکل، پښتانه یې پښتو او د پښتو ادبیاتو زده کړی ته وهڅول او هغوی ته یې د هغوی حق او هویت ور وپیژاند.

  خلاصه هغه پښتو ژبه، ادب، لیک دود او لوست یې د اضمحلال او محوه کیدو نه چې ډیوه یې په گُلیدو کې وه، وژغورول ، پښتو ادبې انجمنونه او ټولنې جوړول یې ترویج کړ او د حکومت دارۍ پوهه او فرمول یې را مينځ ته کړه.

 دا چې وروسته بیا نورو پې عمل ونکړ او مملکت په بحران، جنگ او بې ثباتۍ کې ښکیل شو دا د هغوی گناه ده٬ نه د محمد گل خان مومند.

سلیمان لایق هم دغه مسایلو ته په اشاره د افغانستان برخه لیک او د ختیځ پښتانه ( ۱۸۸۰ ـ ۱۹۸۰ م ) د دوکتور وارث محمد وزیر د کتاب په څلویښتمې پاڼې یو قسمت کې خپل لید لوری داسي بیانوي: [«... امیر د اداري او اقتصادي بدلونو په اړخ کې چې د قبایلو له ملگرتیا څخه بغیر عملي کیدل د خپل دولت لپاره د یو داسي ایدیالوژیک بنیاد د جوړولوپه هدف هڅه کوله چې قبایلي ریښه ونلري، او دا له اسلام څخه پرته بل څه نشو کیدای، اسلام د افغانستان په نا یوخیله ټولنه کې یوازینی گډ ثقافتي میراث و چې د ټولو اجتماعي ډلو له هغه سره تطابق پیدا کړي و.

د افغاني دولتونو مشرانو د قبایلي چلنجونو او خنډونو له دوام دار فشار سره د مقابلی لپاره، تر امیر عبدالرحمان خان د مخه هم دا تمایل ښوولی دی چې د اسلام څادر په ځان راتاو کړي او د خدای د خلافت په مقام کې ودریږي.

امیر دوست محمد خان د خپل سلطنت په هماغه لومړی ځل، ځان امیر المومنین اعلان کړ، امیر شیر علی خان هم ځان یو شرعي امیر گاڼه چې د اسلام د اصولو مطابق قدرت ته رسیدلي دی. خو د قدرت عنعنوي بنیادونه دومره کلک او نه ماتیدونکي وو چې نه امیر عبدالرحمان خان، نه امیر حبیب الله خان او نه د افغانستان تجدد غوښتونکي باچا امان الله خان و توانیده چې هغه په مخه له اعتباره و غورځوي.»]

 محمد گل خان مومند د مرام لیک په دې برخه کې د فساد او ستم او ظلم، استبداد او بې عدلتۍ هغو مسایلو ته اشاره کړې ده کوم چې نن اکثریت د حکومت چارواک او مشران پکې ککړ آو ډوپ دي او وطن هم ورسره ډوبیدو خواته روان دی.

که دا ورستي شل کاله چې غربي دیموکراسي تمرین افغانستان کې جاري دی، په نظر کې و نیسو، گورو چې د افغانستان اکثره وگړي  بیا هم مدنی دولت لور ته تمایل نه لري.
۲۰۱۹ م کال کې د جمهوری ریاست انتخابات تر سره شو، په ملیونو ډالره انتخاباتو کې و کارول شو، لاکن بیا هم یوازی یو ملیون او نهه لکه خلکو انتخاباتو کې گډون وکړ او دا په دې خاطر چې لا هم د اساسي قانون مواد او نورمونو د ټولنې د روان او جوړښت مطابق چلش نه لري، آو خلک په وارداتي دیموکراسیو باور نه لري، او بیا هم د آماراتو، موقت حکومت او د عنعنوي لویي جرگې د دایرولو مساله مطرح کییږي تر څو افغانستان له موجوده٬ جنگ٬ بحران او کړنگه څخه را وباسي.

محمد گل خان مومند د حزب الله د مرام لیک په ۷، ۸، او نهمه پاڼه کې داسي ادامه ورکوي.

[ « د خدای گوند غواړي چې د اسلام په مملکت په امنیت کښې ډیر هاند وشئ، ولې چې که امنیت نه وي، د خدای عبادت آو دنیوي چارې یو هم نشې کیدلای، معارف، تجارت، زراعت، کسب او کار، هر څه امنیت غواړي او امنیت هم باید بشپړ وي، یعنې چې له هرې خوا او هر څه په امنیت کښې وي، لکه چې ځينې امنیت یوازې د غلا آو وژل د پښتنو نه عبارت گڼې.

دغسې نه وي بلکه د ولس دین، ناموس، شرافت، سر او مال هر څه په امنیت کښې وي.

ښایې چې د امنیت وسایل ولټول شي آو غونډ شي او د بد امنۍ اسباب آو عوامل و پیژندل شي آو لرې شي.

باید حکومت او مامورین یې درست پوه شي چې دیانت د ملک په امنیت کښې ډیر لوی دخل لري آو یواځنی عامل یې دی، ځکه چې که د حکومتي چارې مشران د دیانت خاوندان وي، هیڅکله خیانت، بد خوري، حق تلفي، ظلم او په خپلو وظیفو کښې به غفلت او تکاهل به و نکړي، تل به صداقت، عدالت، په خپلو چارو پام آو فعالیت به کوي آو د ملت افراد به هم په ناجایزو آو ناروا کارونو به جرئت آو اقدام و نکړي، ولې چې عقیده به لري چې خدای هر چیرته شته، لیدونکی آو پر هر څه پوه دی، نو هر کله چې خدای حاضر و گڼي، هیڅکله به په بدو اقدام ونکړي آو و به شرمیږي.

لکه چې د ظاهري زرهاو پولیس په مخ کښې د حکومت د اطلاع آو پښتنې او د جزا د ویرې نه په یو جرم اقدام نشي کولای، همدغسي څوک چې پوه وي چې اسماني پولیسان ( کرام الکاتبین) حاضر وي او ددو اعمال لیکې آو وروستی ورځ او حساب او تله آو جزا آو سزا آو جنت او دوغس حق دی، هیڅکله به  د جرایمو په کولو به اقدام او جرئت و نکړي.

نو اخلاق پخپله سمیږي او امنیت ټینگیږي او چې اخلاق سم کړو او امنیت ټینگ شو، بیا پر مخ تگ، ترقي، لوړتیا هرڅه کیدی شي.

په یوه ټولي کې چې دیانت ضعیف آو عقیده او اخلاق سم نه وي، د ضابطې تشکیلات هرڅومره چې هارت آو وسیع او سزاوې څومره چې شدید شي، بیا هم امنیت پکې نشي ټینگیدلای آو چې امنیت ټینگ نشو نو هلته هیڅ هم نشې کیدلای، بلاخره هالته به هوساینه آو سعادت به هم نه وي.

د حکومت درست موجوده مشکلات او د ملت ټولې بدمرغۍ او بد بختۍ د دیانت د ضعف اثر آو نتیجه ده، نو ښایې چې حکومت د امنیت د ټینگیدو او د مملکت د اداری د آسانتیا په ملاحظه دیانت ته ډیر اهمیت ورکړي آو د هرې لارې آو په هره ذریعه دیانت به تعلیم او تلقین کړي آو په تقویه او ټینگولو یې کوښښ وکړي، ښایې ددغه مقصد د سرته رسولو د پاره مسول ( اداره) پرانیزي.

د پښتنو اجتماعي نظام د گډوډی په ترڅ کښې د خپلو د شخصیه او د پردو د سیاسیه اغراضو په اثر په دغه وروستۍ پیړۍ کښې اداري نظام ماشین کې یو جریان موندل شوی چې ولسي او ملي مشرتابه تشکیلات حتی د شته والي سره یې مخالفت کوي آو بې د حکومت د رسمي مامورینو غیر رسمي آو ولسي مشرتوب نه مني او ددغه مشرانو د اعتبار او رسوخ د لږولو او ورکولو د پاره هاند کیږي، چې دغه فکر او جریان اساسآ سقیم آو په تیره پښتنې اجتماعي نظامه سره غوث او بشپړ مخالفت دی.

ملي مشران هم بالمقابل طبعآ د خپل بقا له پاره د تنازع په ډگر کښې به اداري نظامه سره مخالفت آو جد آو جهد کوي.

آو دغه د دواړو خواوو په ضرر تمام شوی او تمامیږي او په نتیجه کښې تاوان یې درست ملت آو مملکت ته رسیدلای او رسیږي.

 نو ددغه له امله د خدای گوند غواړي چې په دغې موضوع کښې یو اساسي چرت وویل شي او د پښتنې دیموکراسۍ په اساس په ولسي ډول مشرتابه تشکیلات جوړ شي، چې د پښتنو اجتماعي نظام ته له دغې لارې صدمه ونه رسیږي آو د ملت هوساینه او سعادت خلل و نه مومې او د مملکت د ترقۍ او تمدن مانع نشي»]
نوربیا

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery