مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-08-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولې سليمان لايق دومره وټکول شو؟

سيد حسين پاچا


زموږ ځينې لنډ انډي وروڼه د خپلې سياسي ګروهې او رخې (کينې) له امله د ځان او د الله تعالی توپير نه شي کولی

دا ښه دی چې دا رزق، مرګ و ژوند، حشر وحساب، بښنه، جنت و دوزخ او داسې نور د الله تعالی پخپل واک واختيار کې دي، کنه دې ځينو ځينو خو به جنت د خپلو همنظرو او دوزخ به يې د خپلو مخالفينو ځای کړی وای


پاملرنه : دا ښه دی چې الله تعالی بې نيازه ((الله الصمد)) دی. د توحيد رسونه يې د رسولانو دنده او حساب يې خپله دنده ده. ”ان عليک الا البلاغ؛ وما علينا الا الحساب“ خو موږ خپله دنده پرېښې او د الله تعالی موږ راخپله کړې ده. شاه ولي الله المحدّث الدهلوي په حجّة البالغة کې ويلي چې ”دُعَاةٌ وَلاَ قُضَاةٌ“ تاسې بلونکي اوسئ نه حکم کوونکي، بلنه خو مو ياده نه ده، نو ځکه له خپلې ناپوهۍ او لنډ اندۍ او رخې (کينې) له امله مو د الله تعالی دنده واک واختيار موږ راخپل کړی دی. قرآن ټولو رسولانو او مؤمنانو ته د ايمان خبره کوي چې ((آمن الرسول بما أنزل إليه من ربه والمؤمنون كل آمن بالله وملائكته وكتبه ورسله لا نفرق بين أحد من رسله وقالوا سمعنا وأطعنا غفرانك ربنا وإليك المصير)) [البقرة : ۲۸۵]، نو ولې دا ځينې ځينې عقيده ideology يا خپل سياسي ليدلوری له ايمانه معتبره ګڼي؟ دې ځينو ځينو ته دا د ((جنت او دوزخ)) واک چا ورکړی؟ حال دا چې خپله سياسي عقيده ideology او ټبرنی جوړښت ethnicity د سياسي ملحوظاتو له امله په يوه معرفه او دوو غبرګو نکېرو کې ورننباسي (پټوي) او نور خپل سياسي سيالان بيا د مذهب ((دين)) په متروکه ټکوي، نو دا بيا اجتماعي واخلاقي عدالت (انصاف) نه دی. حال دا چې ارواښاد لايق په ځلونو په خپلو مرکو او څرګندونو کې د خپل حزب تېروتنو منښته کړې، خو زموږ جهاي مشرانو لا تراوسه منښته نه ده کړې.

المفصل في تاريخ العرب قبل الاسلام
إمرؤالقيس
يا ابنتي قيس أن أباكما
قد قتل وقا تلاه لداكما
د قيس لوڼو له پاتې نيم بيته د خپل پلار قاتلان وپېژندل. راويې نيول، ويې پوښتل او قانع يې کړل.

سليمان لايق :
دا زما تقدير يې ولې هسې تريخ کړ
زه د گل مينه پې کمه، دى اغزى شي
سم سړى وي، خو چې زړه ورته نږدى کم
زما پلې را پرېکوي، روغ ليونى شي

 
که څوک لايق د دې شعر له امله په بېلابېلو تورونو تورنوي، نو بې انصافي به وي.

 

خواجه کامران :
د خدای او د رسول د دښمنانو له ډلې څخه يو مخکښ او د افغان ملت د پاکې خاورې، ناموس او عقيدې د پلورونکو له شمېر يو خائن د خدای محکمې ته ورغی الحمد لله.
د هېواد د يو مفتضح، منحوس او مجرم ليکوال او متشاعر سليمان ((لايق)) به د الله جل جلاله په نزد نن خپل د تېرو ظلمونو او جرمونو حساب ورکوي.
دغه ملي خائن، د قلم په ذريعه د مجاهد ولس د عقايدو او ارزښتونو هر ډول سپکاوی وکړ او متأسفانه وتوانېد چې خپل زهر د وطن د ځوانانو په خامو ذهنونو کې خورا ترزيق کړي.
جهنم يې ځای شه او زقوم يې خوراک!
((نهضت اسلامي افغانستان))

*** *** ***

#د_پرون_کمونست_اؤ_د نن #سېکولر_هم_د دې_نړۍ #څخه_سترګې_پټې_کړې
الدکتور هاتف مختار

نوټ :
وايی چې د کافيه پر ليکوال (مصنف) ابن حاجب باندې چا سلام واچولو ((السلامٌ عليکم ورحمة الله ...))، نو هغه خو نحوي عالم (ملا) وو، نو په ځواب کې يې ورته وويل چې ((وعليکم السلام ورحمة الله ....)) يا جامع التنوين مع اللام. نو زموږ دکتور هم معرفه و غبرګې نکېرې سره يوځای کړي دي، خو خپل قبيلوي (ټبرني) تړاو يې د معرفې او غبرګو نېکرو په کارولو سره له لوستونکو پټ کړی دی.
خير هغه دی پوه شه او کار چې د هرې موخې لپاره يې دا کار کړی دی، خو داسې ترې انګېرل کيږي چې نوموړی خپل سياسي مخالف [ارواښاد س ل] د خپل سياسي لنډ انډي له امله هغه د کمونېزم په نوم ټکوي، خو خپل تړاو يې چې له قبيلوي (ټبرني) پلوه له ”انجنير حبيب الرحمن او غلام محمد نيازي“ سره تړاو لري پټ کړی دی. اګر چې موږ ته خو دوی لغمانيان برېښېدل، خو يو د نجراب د کاپيسا او بل د غزني د اندړو اوسيدونکی دی.
د اسلامي نهضت بنسټ اېښوونه :
نيازی يوازې علمي څېره نه وه. هغه په مصر کې د اخوان المسلمين له فکر نه متاثر شوی وو او غوښتل يې افغانستان کې هم دغسې اسلامي حرکت پيل کړي. استاد برهان الدين رباني ليکي چې ده په ۱۳۳۶ز کال کې په افغانستان کې له نورو فکري ملگرو سره اسلامي نهضت تاسيس کړ. خو حکمتيار او د دغه نهضت ځوانان بيا په دې باور دي چې د نهضت بنسټگر، غلام محمد نيازی نه، عبد الرحيم نيازی وو، چې د استاد نيازي له شاگردانو شمېرل کېده. مگر د نهضت مشران دغه نظر ردوي. انجنير احمد شاه احمدزی چې د غلام محمد نيازي او عبد الرحيم نيازي له نږدې کسانو وو او د عبد الرحيم د مرض پر مهال يې هند ته وړی وو، له ژمن سره په مرکه کې ويلي دي چې عبد الرحيم نيازی په دې باور وو چې دغه نهضت د غلام محمد نيازي له برکته تاسيس شوی دی.
متل : سړی چې غل نه وي، نو له خدای پرته د هېچا دې نه ډاريږي.
که کمونېزم بد دی، نو اخوان ترې هم کم نه دی.
دېته ورته کار هوبه هو عمران خان هم کړی چې له جنرال نيازي سره تړاو لري، خو د هند لومړي وزير د کرتاپور صاحب په کورېډر کې Kartarpur Sahib Corridor د ننکانه صاحب Nankana Sahib د سيکانو د تاريخي عبادتځای پرانيستنې په مراسمو کې چې د هند مخکېنی لومړی وزير هم هلته ناست وو د مننې تر څنګ د هغه له نوم سره نيازی ورياد کړ، خو عمرانخان لا تراوسه خپله پېژندنه همداسې پټه ساتلې ده. چې دلته يې اورېدلی شئ :
Modi Thanks Imran Khan for Kartarpur Corridor, Says Pakistan PM Understood Our Emotions
دا چې ولې يې ساتلې ده؛ په دې باندې خپله عمرانخان، حکومت او واکمنه کړۍ ((مقتدره حلقه)) پرې پوهيږي، خو دا چې زموږ الدکتور خپله پېژندنه په معرفه او غبرګو نکېرو کې ولې پټه ساتي، نو هغه دی او اړونده کړۍ يا ډله و ټپله به يې پرې پوهيږي. زما او د تاريخ او د افغانستان د وياړلي ولس لپاره يې همدغه اخلاقي وايماني او هم خپله سياسي وادبي غلا له اسلامي ايډيولوژۍ سره بسنه کوي.
اګر چې ويل کيږي چې غ م نيازی خپله ښه سړی وو او د دې اوسنيو دعوه ګيرو حکمتيار، رباني او د مسعود غوندې نه وو. ان تر دې چې داسې ويل کيږي چې م ا خيبري هم پر داوود خان د دغسې کودتا پلوي نه وو چې همدا يې د مرګ عامل هم شو. والله اعلم بالصواب.
ښاغلی الدکتور هـ م دې دېته هم پام وکړي چې د شهيد محمد داوود خان په وخت کې لومړنۍ کودتاوې په لغمان او پنجشېر کې چا وکړې؟ د لغمان په بانک باندې چا حمله (کودتا) وکړه او ولې د څه لپاره ؟ هغه وخت خو د بانک يو کارمند هم پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. نصيرالله بابر خو د هغوی په تړاو ډېر بربنډ غږېدلی. موږ غوښتل چې داوود خان ته يو درس ((سبق)) ورکړو. همداسې دوه وروستۍ د تڼي او دوستم کودتاوې چې د دوی نسبت خو هم تاسې مسعود، رباني، حکمتيار + کارمليانو ته کيږي.

د سېکولرانو پلار د ماده پرستانو يعنې د کمونستانو معنوي ورور سلېمان لايق هم د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. هغه لايق چې په خپلو ليکنو اؤ مقالو اؤ کتابونو کې د اسلامي ارزښتونو اسلامي شعايرو اؤ اسلامي تاريخ باندې به يې تل نيوکې کولې.

د شعر اؤ ادبيات په نړۍ کې يې د اسلام مقدساتو ته يې په خيرونو سترګو کتل کله به يې د لر اؤ کله به بې د بر خبرې کولې. کله به بې د پښتونستان اؤ کله به يې د پښتونخوا خبرې کولې کله به يې د حزب دموکراتيک جاويدان خبرې کولې اؤ کله به يې د هورا اؤ هيرا شعارونه به يې بدرګه کول. هغه نن تش لاس خپل خدای مخ ته ودرېده. په دې تبصره نه کوم چې هغه په خپل ژوند کې څه کړي، خو د افغانستان مسلمان اؤ مجاهد ملت يې پېژني چې دې د کمونستانو په کړې کې د کمونستانو د استسماري اؤ استعماري ځنځير کې تر ټولو غټه کړې وه. دې به په ادبياتو خبرې کولې په پښتو اؤ دري ژبو يې پوره واکمن وو. کله به هم چې د مولايانو اؤ علماوو په غونډو يا مجلس کې به را ښکاره شوو، نو يو نيم حديث به يې هم ويل. حال دا چې نه يې په احاديثو باور وو اؤ ظاهرآ همدا وو چې نه يې په احاديثو باور درلود اؤ نه يې په قران باور درلود.

په اخيري شېبو د ژوند کې داسې ښکارېده چې څه اندازه د اسلام څخه متاثر شوی وو اؤ يا څه اسلام ورته پاتې وو، خو د ده ژوند کارنامې اؤ ادبيات د اسلام پر زد دومره وو چې شايد کتابونه اؤ مقالې ور نه ډکې شي راځئ په دوه جملو کې دا خبره خلاصه کوم سلېمان لايق تش لاس د خپل رب مخ ته ودرېد مونږ منحېث د يو انسان ګر چې زما د عقيدې د ايمان د جهاد خلاف وو په ډؤل نه يو ډؤل يې زمونږ د پلار د يتيمانو او شهداء قاتل هم بلل کېده، خو اوس د پاک رب ذوالجلال  حضور ته حاضر شوی که چېرې په اخر کې يې ايمان نصيب شوی وي، نو پاک الله ج دې ورباندې د رحم مامله ورسره وکړي.

کمونستان هغه تور تاريخ پرېښود چې د افغانستان په تاريخ کې داسې تور تاريخ نورو غلامانو نه وو پرېښې. پرون همدغه کمونستان وو چې د کمونېزم اؤ د سوسيالېزم تر سيورې لاندې يې غږونه کول او د هغوئ غږونه يې بدرګه کول. د مساوات عدالت کور کالي ډوډۍ خبرې يې کولې. نن همغه کمونستان په سېکولرانو اووښتي يا بدل شوي، نن د غرب ډولونه اؤ د سېکولرېزم نارې وهي اؤ ملاتړ يې کوي حال دا چې پرون هم ملت دوئ رټلي وو  اؤ نن هم ملت دوئ رټلي دي. په دې خاوره کې به مسلمانان حکومت کوي اؤ اسلام د افغانستان د مسلمان ملت دين اؤ لارښود دی اؤ هيله دې ته لرم چې يوه ورځ زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې افغانان داسې يو نظام ولري چې په اسلامي ارزښتونو سمبال يو اسلامي نظام وي چې ټول افغانان په کې برخه ولري.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

*** *** ***

وليد حسن ساپی
د شيطان لايق په اړه د مولوي محبوب شاه ساجد لنډه تبصره :
لايق او ځينې خبرې :
که څه هم پر مړو باندې ډېرې خبرې نه دي په کار، مګر د دې دپاره چې تاريخ مسخه نسي پر ځينو مړو بايد بحث وسي، چې د هغې جملې څخه لايق هم دی :
آيا لايق د هېواد او ملت سره مينه درلوده؟
- لايق کمونيزم د سر کسانو څخه وو، چې غوښتل يې د کمونيزم الحادي مفکوره د برچې په زور پر خپل ملت تحميل کړي.
- لايق د هغو وحشي روسي عسکرو دپاره مداحي کول، کوم چې د دې هېواد او ملت د حلالولو دپاره راغلي وه.
دلته نو نه پوهيږم چې لايق څنګه مينه د هيواد او ملت سره درلودل؟!
ايا سرداوود خان د هيواد او ملت سره مينه درلودل، که لايق او نورو د ده همفکرو؟! دلته نو د لايق خواخوږي د ستر تناقض سره مخ کيږي.
ايا داوود خان هم مرتجع وو، ايا داوود خان هيواد ته کار نه کاوه، نو که يې کاوه، بيا ولې لايق او د ده همفکرو پر هغه خونړۍ کودتا وکړه؟
معلومه خبره ده چې دوی د هيواد او ملت سره نه، بلکې د خپلې کمونيستي مفکوري سره مينه درلوده.
او که چيرې لايق ملي شخص وو، بيا خو نو اصلاً دلته غير ملي شخص نسته، نو شاه شجاع هم ملي شخص وو!!!
په شاه شجاع پسې ولې بد واياست، قاتل، غل، خاين ولې بد بولئ!
په هر هيواد کې قاتل ، خاين، غل هم وي، نو که خبره د ملت پالنې سي، دغو مجرمينو ته هم مجرم مه واياست، ځکه ستاسو د هېواد او ستاسو د ژبې خلک دي !!! زه فکر کوم دا ستر تناقض دی.
نو بيا د دوستم په مارشالۍ ولې خفه ياست، ايا دوستم د افغانستان نه دی؟!
ايا تاسو نه ياست خبر چې جرمنيان په هيټلر باندې لعنتونه ليږي او په نوم يې شرميږي، حال دا چې د دوی هېوادوال هم وو!
همدغه کسان چې د ملت نارې وهي او د ملي فکر نارې وهې او لايق په دې خاطر ستايي چې د افغانستان وو يا پښتون وو، همدغه کسان همدا اوس د نيمو افغانانو سره عُقده لري، په مرګ او نابودۍ يې خوشاله دي او حتی د ډېرو پښتنو سره هم ستونزې لري. حقيقت دا دی چې کمونيستانو د دې هېواد د څلويښت کلن ناورين تهداب اېښی دی او دوی تر ټولو ستر خاينين او مجرمين دي چې بيا د دوی څخه وروسته هر چا تر هر عنوان لاندې جرم کړی دی، ستر مسؤوليت يې کمونيستانو ته راجع دی، ځکه دوی يې بنسټګر ول.
دا هغه حقيقتونه دي چې بايد ويی منو.
هو شعر چې ښه شعر وي ښه هنر دی، مګر لايق خپل شعر د خپلې باطلې مفکورې تابع کړی وو.
ستاسو په اند ملتپالو!
هيله کوم د دغسې کسانو په ستايلو سره د هغه ملت پر زخمونو مالګې مه پاشئ، کوم چې د دوی له لاسه يې يونيم ميليون ککرۍ خاورې سوي دي، او هېواد يې دا څويښت کاله د دوی له لاسه ټوټه، ټوټه سوی دی!

*** *** ***

روسان خو مات شول، ګټه چا وکړه؟
په ۱۳۵۳ کال کې د امريکايي او پاکستاني استخباراتو په مشوره او مستقيمه لارښوونه د ګلبدين حکمتيار، استاد رباني، احمد شاه مسعود او د مجاهدينو د ځينو نورو مشرانو له خوا د داود خان د حکومت د نسکورولو په موخه په لغمان، پنجشير او يو شمېر نورو ولايتونو کې يوه ناکامه کودتاه تر سره شوه چې د مولوي حبيب الرحمن په ګډون د هغه وخت د نهضت اسلامي ډير غړي په کې ووژل شول.
له دې وروسته د داود خان پر ضد د مجاهدينو وسله واله مبارزه پيل شوه، د مصري او اسرائيلي کربينونو په وسيله به يې له لوړو غرونو څخه د افغانستان د ملي اردو او پوليسو منسوبين په نښه کول او يو په يو به يې په شهادت رسول، چې په هغه وخت کې نه روسان افغانستان ته راغلي و او نه کمونستان په قدرت کې و.
دېخواته بيا يوه بله ډله د چپيانو يا په عامه اصطلاح د کمونيستانو په نوم فعاله وه، چې د ۱۳۵۲ کال د سرطان په ۲۶ نېټه د ظاهر شاه د حکومت د نسکورولو په کودتا کې يې د داود خان سره ډيره مرسته کړې وه.
په ۵۷ کال کې کمونستانو په داود خان بريالۍ کودتاه وکړه او داود خان يې د خپلې کورنۍ سره يو ځای په شهادت ورساوه.
کمونستانو د کور، کالي، ډوډۍ او د ټولنيز عدالت تر شعار لاندې داسې کارونه پيل کړل چې په لوی لاس يې د پاکستان څخه د تمويليدونکو مجاهدينو ادعاو ته ته مشروعيت ورکړ.
د اورېدو له قراره او د تاريخي شواهدو پر بنسټ چې کمونستانو د جوماتونو په دېوالونو باندې د لينن عکسونه وځړول ( له هغه ډلې کمونستانو څخه يو ما په خپلو سترګو ليدلی دی او ورسره مې په دې اړه خبرې کړي دي چې په خپل کار يې اعتراف وکړ)، هر ګيره ور به يې د اشرار په نوم ژوندی په ځمکه ښښ کړ.
د کمونستانو ظلمونو به چې هر څومره زور اخېست په هماغه اندازه به د مجاهدينو صفونه پياوړي کېدل او د سربازګيرۍ لپاره يې امکانات او پلمې برابريدلې، په همدې ترتيب به په پاکستان کې امريکايي او پاکستاني استخبارات لاپسې فعاله کېدل او د روسانو د ښکېلولو او پر وړاندې يې د عملي اقدام او د ويتنام د ماتې د غچ لپاره پلانونه جوړېدل.
که په بېطرفه توګه تاريخ ته ښه توجه وکړو، نو دې نتېجې رسيږو، چې د ۱۳۵۸ کال د جدي شپږمې ته د مجاهدينو او کمونيستانو له خوا په کامله توګه زمينه سازي شوې وه.

پوښتنه دا ده چې :
ولې د دې ځينو له نومونو سره قبيلوي (ټبرنی) جوړښت يا پېژندګلوي

*** *** ***

اتلان پېژنئ؟ دوهمه برخه
ليکوال : محمد انور آڅړ
لومړي: احمدشاه مسعود، د پاکستان د پوځي استخباراتو(I. S. I) په خدمت کې:
احمدشاه مسعود، نه يوازې د يوه هېواد جاسوسي ادارو ته کار کولو، بلکه د افغانستان د ډېرو دښمنو هېوادونو، لکه، پاکستان، انګلستان، شوروي اتحاد، امريکامتحده ايالات، ايران، تاجکستان، فرانسه او نورو غربي او عربي استخباراتو اجنټ ؤ، چې په استخباراتي اصطلاحاتو کې هر اړخيز اجنټ ورته وايي.

احمدشاه مسعود، لومړی ځل د افغانستان تاريخي دښمن او د انګرېزانو په لاس جوړ شوي پاکستان او د پاکستان جاسوسي ادارو ته، د ولسمشر محمد داود خان حکومت پر ضد، په داوطلبه توګه ورتسليم شو او هلته د افغانستان د مسلمان او قانوني حکومت پر خلاف وروزل شو، چې نه د افغانستان په حکومت کې کفري او کمونستي مسايل وو او نه د اسلام او جهاد.

احمدشاه مسعود د هغو افغان محصلانو د لومړۍ دورې له ګډونوالو څخه دی چې پېښور ته نږدې د (چراټ) د پوځي کمپ په يو مياشتني،يوه پټ کورس کې يې برخه درلودله، د(: S. S سپېشل سرویس)، يو پياوړی افسر د احمدشاه روزونکی وټاکل شو. احمدشاه او ملګرو يې د جنرال بابر د سرحدي پوځي ځواک يونيفورم اغوسته، تر څو ونه پېژندل شي. (سمسور افغان؛ دويمه سقاوي، ۱۵۵،مخ)

امريکايی ليکوال سټيو کول يې په اړه وايي:«... مسعود، حکمتيار، رباني او د سازمان (جوانان) نور غړي پاکستان ته وتښتېدل. د پاکستان حکومت په غېږ کې ونيول، د (ولسمشر) داؤد نوی کمونستي ملاتړ د پاکستان پوځ وېرولی ؤ، تښتېدلو اسلامپالو (پاکستاني) پوځ ته په افغانستان کې د نفوذ موندلو وړانديز وکړ. مسعود، حکمتيار او اټکل پنځه زره نورو تښتېدلو ځوانانو د لومړي وزير (ذوالفقارعلي) بوټو د افغان چارو سلاکار، ډګر جنرال نصيرالله بابر تر څارنې لاندې پټه پوځي روزنه پيل کړي وه. بابر او حکمتيار چې دواړه پښتانه وو، ژر نږدې ملګري شول او يو ځای يې په ۱۹۷۵،کال کې د داؤد پر ضد د پاڅون پلان جوړ کړ. هغوی مسعود په پټه پنجشېر ته واستاوه چې له هغه ځايه په بلوا لاس پورې کړي. نوموړي دا کار زړه نا زړه وکړ او پايله يې غټه ناکامي وه. هغه وو چې مسعود بيا د دوه کلو په بهير کې د دويم ځل لپاره پاکستان ته وتښتېد.» (د پيريانو جګړې، ۱۶۳، مخ)

پخپله د احمدشاه مسعود استاد، جنرال نصيرالله بابر چې د جهادي بانډونو پلار بلل کيږي، د مسعود او نورو اجنټانو له تسليمېدو او ترورستي کړنو څخه پرده پورته کړي ده. نوموړي جنرال د وطن مجلې خبريال د پوښتنې په ځواب کې په خپله مبارکه خوله داسې ويلي وو(!):
((په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دې اوس وبښي انجينر حبيب الرحمن راغی، هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پېښور) کې برګيډير وم، نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمير ما سره وو، دوی مهمندو ته د ناوګۍ له لارې راغلي وو.))

بابر، د مرکې په بله برخه کې زياتوي«دا ټيک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجينرحبيب الرحمان او بيا حکمتيار، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل، هغوی ته موږ تريننګ شروع کړ…نو د نهضت لومړنيو مجاهدينو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تريننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قيادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او يونيورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ دوی ته ټريننګ ورکولو او بيا به مو خپلو خپلو ولايتونو ته لېږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي، مونږ دلته دوی هر يوه ته بېل بېل کارونه سپارل، رباني به شبنامې او داسې نور شيان ليکل او حکمتيار د ارتباط کارونه کول. ليکن د داود په وخت کې مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته يو درس ورکړو، مونږ احمدشاه مسعود پنجشېر ته ولېږلو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عمليات وکړل. (په ۱۹۷۵کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره ټريننګ شوي دي، هغه عملياتو داود ته پوره تاوان اړولی ؤ .
((... بيا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ويل يې چې پيسې هم نشته او بل شی هم نشته، مونږ په ډېر بد حال يو ... نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ايران ته پيغام ولېږو چې مونږ دا خلک ټريننګ کړی وو، ته له دوی سره مرسته وکړه))
((...بيا ما دوی امريکا ته بوتلل، زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بيا زما يو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدين د هغه کور ته ورلېږل، خو په شفر کې به مې خبره ورته کوله، ورته ويل به مې چې ګلکار درغی، نو ګلبدين به مې ښود او چې به مې ورته ويل چې د بجلي والا (برقي) درغی، نو احمدشا مسعود به ورغی. د امريکا سفارت په مې مياشت، ۱۹۷۹ کې له دوی سره کومک شروع کړ. ما ورته وويل چې، تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړئ او ماته يې وويل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.))
جنرال بابر د مسعود او نورو په تړاؤ په لږ څه توپير له مرحوم ډاکټر علي ارغنداوي سره په يوه مرکه کي يادونه کړي ده.(ژوندې خاطرې، ۳۳۵،مخ)
همدا شان، جنرال نصيرالله بابر د خپلواک ژورنالست فرهاد علي خاور، سره په يوه ځانګړي مرکه کې ويلي وو چې، په هغه وخت کې چې ذوالفقارعلي بوټو د پاکستان لومړی وزير ؤ، دی يې وروغوښت او دا يې ورته وويل چې، د ډیورنډ د کرښې تړون موده په ۱۹۹۳زيږديز کال کې پای ته رسيږي، نو بايد د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې پېل شي، که نه نو افغانان به له اباسين څخه تر ډيورنډ پولې پورې د خپلې سيمې غوښتنه وکړي.
بابر وړاندې ځي او وایي: ((بيا مې نو ګلبدين حکمتيار، احمدشاه مسعود، برهان الدين رباني او د افغانستان نور ديني مشران راوغوښتل او د پېښور په بالاحصار کلا کې مې ورسره وليدل، وسلې او پېسې مې ورکړې، څو افغانستان پرې وران کړي. له هغه راهسې مو د افغانستان د وېجاړۍ او بې ثباتۍ لېڅې رابډ وهلې، چې افغانستان مو په داسې يو اور کې وسوځوه چې حتَی د اور په دې لمبو کې مو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جرړې هم وروسوځولې، اوس به افغانستان هېڅکله هم ونه شي کولای چې د ډيورنډ د کرښې خپلولو غوښتنه وکړي، چې دا مې له خپلو خدمتونو څخه پاکستان ته ستر خدمت ؤ.)) (روهي ويب پاڼه؛ هغه پنځه شيطاني څېرې چې افغانستان يې وران وېجاړ کړ)

 

(جنرال نصيرالله بابر)
احمدشاه مسعود او ډلې يې د پاکستان د  (I.S.I)په دستورباندې د چنګاښ مياشتې په ۲۹/۱۳۵۴کال کې د پنجشېر پر علاقدارۍ باندې بريد وکړ، چې نوموړي علاقداري يې تر نيمې ورځې پورې په لاس کې وه، په دغه جګړه کې د مسعود له ترهګرې ډلې څخه (۱۲) تنه ووژل شول، له دې امله پهلوان احمدجان پنجشيري، مسعود او د ده ملګرو ته وړاندوينې او نصيحتونه وکړل او په يوه ناسته کې چې خپل ښی لاس يې اسمان ته پورته کړی دی وويل :
((داسې ورځ به راشي چې زه او ته به په دې ځای نه شو کېښناستلی، له اسمان او ځمکې څخه به د مرميو باران اوري، چې د زمري زړه ونه لری د سفر مينه مه کوه، څوک چې له موږ سره وې او د سفر زړه کوي، يا به د هېواد ژغورل غواړي او يا به مرګ غوره کوي، ته کولې شئ چې يا خو زموږ سره وې او يا پاکستان ته ولاړ شئ. پخوا د داؤد له دولت څخه او وروسته د پنجشېر له جګړې څخه موږ پوهېدلو چې ته په پاکستان کې وې د ( آی، اس، آی) لخوا نظامي زده کړې درکړل شوې وې. دوستانو! خواشيني نه شئ، جاسوس هغه وخت سالم وجدان لرلې شي چې د خپل هېواد او خپلو خلکو په ګټه يې کار کړی وي. شايد چې تاسې د ناوړه شرايطو له امله د (آی، اس، آی) د توليد تر سينې لاندې شوي وی، خو نن ورځ تاسې د ازادۍ بڼکې او وزرونه لری، پرون ورځ ستاسو د ژوند شرايط د کارغه په شان وو، خو نن ورځ زموږ په شان د پامير او پنجشېر د لوړو غرونو له عقابانو سره يو ځای ياست)).
پهلوان، په خندا سره وویل:«داسې فکر مه کوئ چې همغه(عادي) پهلوان به وې د فردوسي له قوله چې وايي:
منش ساختم رستم داستان – و ګرنه يلی بود در سيستان
اوس تاسې (عادي) پهلوانان نه ياستی، ستاسو هر يو تن رستم دی، که نه نو موږ دا ځواک لرو چې ستاسو څخه د داستان رستمان جوړ کړو، په دې شرط چې په ستاسو کې صداقت او وطنپرستي موجوده وي او وجدان مو پاک وي او موږ هم له ورخ څخه په تېرو اوبو پسې يوم (بېل) نه اخلو، تېرو ته سلام او صلوات، هيله ده چې سر له نن څخه له پاکستان سره اړيکي ونه لرئ، چې پاکستان د افغانستان قسم خوړلی دښمن دی او پاکستان له روسانو څخه هم ناوړه او د خلق دموکراتيک ګوند څخه خطرناک دی. يوه خوا د خپلو ګټو پخاطر د کمونست او مساواتو په نوم، د دين او د افغانستان د ځمکې لاندې زېرمو او شتمنيو لپاره جګړه کوي او بله خوا د خپلو بادارانو د ګټو لپاره، چې په سيمه کې يې دغه شپږمه ګوته د پاکستان په نوم رامنځ کړي ده، چې له کلونو راپدې خوا د انګرېزانو د غچ اخېستلو پخاطر د افغانستان او زموږ له خلکو سره دښمني لري.
له دې څخه هم انکار نه کوو چې د پاکستان د جوړېدو څو کاله وروسته پنځم ستون د دولت او افغانستان د خلکو په منځ جاسوسي کړنې کوي. انګرېزانو دغه شپږمه ګوته، يعني پاکستان په ناپوهۍ (؟) سره رامنځ ته کړی دی، تر څو د پنځم ستون جاسوسان د ننه په افغانستان کې تخريبي او جاسوسي کړنو ته ولېږي او مادي او معنوي ملاتړ يې وکړي.
انګرېزان زموږ پخواني دښمنان وو، دي او وي به، دښمن ته په کمه سترګه بايد ونه ګورو او بايد چې بې غېرته نه شو، خپل تاريخي دښمن ته د طمع لاس ونه غځوو، د خپلو خلکو او خپل هېواد د ورانۍ لپاره له دښمن سره مرسته کول او دښمن ته لاس اوږدول د يو ملت، تاريخي بې ننګي ده. قناعت د انګورو له شيرې څخه بهتر دی. (افغان موج)
www.afghanmaug.net

 

 

(د افغان موج له وېب پاڼې څخه)
وروسته له هغې چې د ډاکټر نجيب الله حکومت سقوط وکړ، د نظار شورا په لومړي قدم کې د پاکستان د آی، اس، آی د چارواکو په غوښتنه، د ډاکټر نجيب الله د دولتي امنيت د محرمو اسنادو د پلټو اجازه ورکړل شوه. آغلي ملالۍ نظام، د فرنتيرپوسټ ورځپانې له قوله داسې ليکلي دي:((د فرنتيرپوسټ ورځپانې د مئ مياشتې په ۲۳/ ۱۹۹۲، ز، کال خبر خپور کړ چې، د پاکستان د آی، اس، آی رئيس جنرال حميدګل، په دې هڅه کې دی چې د پخواني حکومت د استخباراتو(خاد) ټول هغه پټ اسناد چې په پاکستان پورې اړه لري تر لاسه کړي، په دې اړه د نظار شورا، غړي ډاکټر عبدالرحمن چې اوس مهال د کابل د(ملي) امنيت مسؤل دی، د هغو پاکستانيانو د نومونو لېست، چې د افغانستان دولت ته يې جاسوسي کوله او پېسې يې تر لاسه کولې د آی، اس، آی مشر ته په کابل کې ورتسليم کړی دی.
http://www.afghansabawoon.com
له نېکه مرغه چې پاکستانيو استخباراتو څه ترلاسه نه کړل، ځکه چې د دولتي امنيت وزارت ټول محرم او مهم اسناد له منځه وړي وو او که يو شمېر د دولتي امنيت د همکارانو نومونه په لاس ورغلي هم وي هغه به ټول بدل نومونه وي.

 

د پاکستان د آی، اس، آی رئيس، جنرال حميدګل او احمد شاه مسعود
يو بل خبر چې د فرنتيرپوسټ په ورځپاڼه کې د مئ په ۲۱/۱۹۹۲،ز کې او په نورو خبري رسنيو کې خپور شو، وايي چې ((برهان الدین رباني د اسلامي دولت مشر د پاکستان د آی، اس، آی (پخوانی) مشر جنرال حميدګل دعوت کړی او کابل ته رارسېدلی دی، چې په هوايي ډګر کې د جهادي قوماندانانو لخوا تود هرکلی ورته ويل شوی دی. د همدغه خبر پربنسټ رباني يوه ځانګړي روسۍ ډوله الوتکه پېښور ته ورلېږلي وه)).

دا شان په ۱۹۹۲، کال کې پاکستانيو ورځپاڼو خبر ورکړ چې برهان الدين رباني له حميدګل څخه غوښتنه کړي ده چې د ده د لوی سلاکار په توګه په کابل کې پاتې شي.
www.afghansabawoon.com

 

کله چې د جمعيت مشر برهان الدين رباني په ۱۳۷۱ ل کې په کابل کې واک ترلاسه کړ، نو د افغانستان له لومړۍ درجې دښمن د آی، اس، آی پخوانی مشر، جنرال حميدګل يې د رسمي فرمان له مخې دځانګړي او لوی مشاور په توګه ټاکلی وو او د کابل په وزير اکبر خان کې اوسېدلو چې له هغه ځايه يې رباني، مسعود او نورو قوماندانانو ته لارښوونې کولې. له بلې خوا اوس، اوس د اطلاعات روز ورځپاڼې او وېب پاڼې، سره د روان کال د ليندۍ مياشتې په اومه نېټه د افغانستان د اسلامي ګوند، د مرکچي پلاوي مشر امين کريم مرکه کړي ده چې د مرکې په يوه برخه کې يې د جنرال حميد ګل او جمعيت ګوند مشرانو د اړيکو په هلکه داسې ويلي دي : ((يو بل مهم ټکی هم اضافه کوم هغه دا چي کوم کس چي د آی اس آی د رئيس په توګه يې د افغانستان په بدلونونو کي ډېر نقش درلود او د پاکستان د استخباراتو په رأس کي ؤ جنرال حميدګل ؤ، وروسته له دې چي استاد رباني مرحوم کابل ته تشريف راوړ، جنرال حميدګل، رسماً د استاد برهان الدين رباني د سياسي سلاکار په توګه په افغانستان کي وټاکل شو او لس زره ډالري معاش يې درلود)).

ښاغلي کريم د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جنرال حميدګل رسمي دنده په پاکستان کې په هغه وخت کې څه وه؟ وويل:
((په هغه وخت کي له آی اس آی څخه تقاعد شوی ؤ، ولې لومړی ځل ؤ چې يو غيرافغاني شخص د ولسمشر پواسطه د سترسلاکار په توګه او په يوه ډېر لوړ معاش ټاکل کيږي، هغه د ښاغلي رباني په وخت کي پخپله حميدګل ؤ)). (روهي وېب پاڼه؛ د سلطان شاه صفاري، پښتو ژباړه)

سمه ده چې تر يوځايه لږوډېره د پړې ګوته به حزب ديموکراتيک خلق افغانستان ته اوړي، مګر زموږ اسلامپالو يا د ((نهضت اسلامي افغانستان)) پورې اړوندې ډلې ټپلې چې ټول بنسټپال [مرحخس] دي هم ترې نه شي خلاصېدای او دې سترې اوږدې غميزې د مسووليت پړه ور تر غاړې ده.

عصمت قانع :
ډاکټر نجيب الله څنګه د جلال اباد په جنګ مجاهدينو او پاکستانيانو ته ماتې ورکړه؟
https://youtu.be/0WAOCQISvOc

دلته په دې ويډيو کې د احمد شاه مسعود، نصيرالله بابر او حميدګل ترمينځ پټه همکاري روښانوي چې څنګه مسعود مخکېني ولسمشر په وژنه کې رول لوبولی دی؟
https://youtu.be/c1ibI827cZc

زما پرې هسې نوم بدنام دی
د جينۍ سرې شونډې پېزوان خوړلې دينه

سمه ده چې نوم به د کمونيستانو بد وي، خو موږ څه وکړل؟

تاسې ګورئ چې کرنيل امام په خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) په ۶۰ مخ کې په ډېره بېشرمۍ سره وايی :
[[په کندهار کې موجوديت ما له پاره يوه ستره تجربه وه. د دې ترڅنګ چې زه هلته خپل راسپارل شوي کارونه مخ ته يوسم لازمه مې بلله چې په هغې سيمه کې ځان ته د نوک لګولو ځای پيدا کړم، نو د دې له پاره مې د هغې سيمې چې زه په کې مېشت وم د د يني عالمانو او د کورنيو سره پېژندګلو جوړه کړه او د هغوی کوچنيانو ته به مې سبقونه ويل. دا لړۍ دومره پراخه شوه چې ما ډېر زيات باور او پېژندګلو پيدا کړه]].

څنګه جهاديان د مولوي محمد نبي، حکمتيار، جمعيت، سياف او د خالص ډلې کارولي. څنګه يې په دوی کې د خدای تعالی ساده ګان د خپلو موخو لپاره انتخاب کړل او پر هغوی يې کار وکړ چې هغه بايد دينداره او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي. د مولوي محمد نبي په ډله کې هغه ډول اشخاص چې د کرنيل امام په کار ول پيدا کولی شول. د مولوي صاحب محمد نبي ټوله ورځ له سهاره تر بېګاه پاکستان ته دوعاګانې کولې.

سي آی ای او پر ملا عمر د کودتا ناکامه هڅه :
په پاکستان کې د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې پخوانی مشر وايي چې ملا عمر د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره بيعت نکوي او د دواړو ترمنځ د شخړې امکان ليدل کيږي.
د سي آی اې دغه مشر رابرت ګرينير، له امريکا غږ سره په يوې ځانګړې مرکې پر افغانستان د امريکا د نظامي بريد، په اړه له ډېرو نا ويلو مسايلو پرده پورته کړه.
ښاغلي ګرينير، د ملا عمر د لېرې کولو،پر هغه د کودتا د ناکامې هڅې او د طالبانو پر مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی د نفوذ په اړه هم معلومات ورکړل.

ښاغلی الدکتور هـ م د معرفې او غبرګو نېکرو والا دې دېته هم سوچ وکړي :
ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :
• ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
• د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
• څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

کرنيل امام :
((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې دا مردارې وينې وبهېږي)).

ننګونه :
زما پوښتنه دلته خواجه کامران، الدکتور هـ م د معرفې او غبرګو نېکرو والا او له وليد حسن ساپي نه دا ده چې کله مو وينه مرداره وي او وينه مو د خپل روزونکي له لورې په تويولو ارزي چې لا توی شي او وبه بهيږي، نو ستاسې جهاد او دغه اسلامي نهضت له شرعي پلوه څنګه توجيه کېدای شي؟
وينه چې مرداره شوه، نو بدن (جسد) هم مردار شو او چې بدن (جسد) مردار شي، نو عقيده به مو څنګه راسخه (سمه) شي؟ نو که موږ کمونيستان له عقيدوي پلوه مردار بولو، نو موږ به څنګه شو؟ کنه نو مجال نه پيدا کيږي چې دې بېګانه جاسوس په کوم جرئت داسې خبره کړې او ولې پلوشيان، تفخيميان، مفسرين ومحدثين تر احياء العلوم وحقانيه پورې چوپ دي؟

قرآن د سورة البقرة په اخر [ ۲۸۵ ] ايات کې ((آمن الرسول بما أنزل إليه من ربه والمؤمنون كل آمن بالله وملائكته وكتبه ورسله لا نفرق بين أحد من رسله وقالوا سمعنا وأطعنا غفرانك ربنا وإليك المصير)) په ډېره روښانه بڼه د ايمان خبره کوي چې د ټولو رسولانو او مؤمنانو يادونه پکې شوې ده، نو دوی دا د عقيدې خبره د څه له مخې کوي؟
ان تر دې چې ارواښاد سعدالدين شپون هم پخپله ليکنه ((امريکا سپېڅلي بمونه)) کې له عقيدې نه سياسي ليدلوری اخېستی. حال دا چې مولوی محمد يونس خالص او پروفيسور عبدالرسول امين دواړو هر يو ځانته جلا ليد لوری درلوده، خو ملګري سره ول.

 
الدکتور هاتف مختار [يوه معرفة له غبرګو نکېرو سره]

د معرفې او غبرګو نېکرو والا او هم خپل هويت پټوونکی دې دېته هم سوچ وکړي چې :
کرنيل امام زياتوي :
هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو، مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو.

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

ځينې نور ټرينګونه مو هم دوی ته ورکړل يعنې څنګه د يو اسلامي نظام رامنځ ته کولو له پاره دوی کار وکړي او يو ماډل نظام جوړ کړي چې هغه په ټوله معنی ښه وي.

جنرال اختر عبدالرحمان :
General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

ضياءالحق :
Making the water boil in Afghanistan
by Praveen Swami
/ The Hindu
"The water in Afghanistan," Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, "must boil at the right temperature."
په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يو مناسبه درجه وېشول شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

ضياء الحق :
پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

مشاهد حسين وايی :
هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

حامد مير :
غلام اسحاق خان راته وويل : ډېر مصروف (بوخت) يم. اوس خو د پينځمې صوبې لپاره هم بوديجه جوړوو.

مېجر عامر :
((موږ د امريکا لپاره لوی خدمت کړی. موږ د طالبانو حکومت ورته ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو ورته وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.
او دېته ورته هوبهو خبره رستم شاه مهمند هم کوي.

روهي :
سرلوڅ مرادزی
عبدالله بيا ((دوه سری حکومت)) غواړي!
[[ چې کاڼې اخلې ځان پرې ولې، ملامت څوک دی؟
په يو تازه خبر کې ګوهمارټ د امريکا د ګانګرس پخوانی غړی وايي: ((د مسعود (احمد ضيا مسعود) په ګډون د شمالي ټلوالې مشرانو مونږ ته څو څو ځلې ويلي چې تاسو نه شۍ کولی د ټول عمر لپاره په افغانستان پاتې شۍ، يوه ورځ بايد لاړشۍ، مګر مخکې له ې چې ولاړشۍ، تاسو بايد د افغانستان اساسي قانون بدل کړۍ او د حکومتولی غير متمرکز نظام يا سيستم رامنځته کړئ.
ګوهمارت زياتوي، ما مسعود ته وويل چې څنګه به وکړای شو ستاسو دولت دې ته راضي کړو چې اساسي قانون بدل کړي؟ په ځواب کې ، مسعود وويل، تاسو د دولت لپاره ترټولو ډېره مرسته ورکونکي ياست او تاسو کولی شئ دا بدلون راوړئ)) ]]

تېر ته په کتو موږ پخپل څلوېښت کلن جهادي وطالبي پير کې ډېر داسې خپل و پردي فارمي مذهبي چرګوړي وليدل چې د هغوی پر خولو له ”ظاهر شاه کافر دی“، پلانی وپلانی کافر دی. موږ دومره د کفر ټاپې درلودې چې زموږ يو نامتو ليکوال ښاغلی عصمت قانع هم په خپله يوه ليکنه ((څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟))  کې همدې ټکي ته اشاره کوي :
حکمتيار صاحب په هماغه وخت کې ستا نشراتو ټول هغه افغانان د کفارو په ډله کې وشمېرل چې غوښتل يې د خپلې داعيې نماينده ګي په خپله وکړي.
د پژواک ګناه همدا وه، چې له پېښوره وشړل شو، د جنت ګل غروال جرم هم همدغه وو، چې د جهاد د سياسي نماينده ګۍ لپاره يې د پانګې تابيا کوله، چې و وژل شو او تر اوسه يې قبر چاته نه دی معلوم.
د مجروح ګناه داوه چې په يوه ګروېږنه او پلټنه کې يې دا نتېجه اعلان کړه، چې افغان مجاهد ملت د لويې جرګې او پخواني پاچا په وسيله غواړي د خپل جهاد د زعامت لپاره ملي پلاټ فارم جوړ کړي.
خو تا د ISI په سلنګسري تومانچه باندې په سپينه ورځ وويشت او بيا دې د هغه سپين ږيری پلار شمس الدين مجروح ته لاس پورته کول او فاتحه ورکول هم کفر بللو.
جناب حکمتيار صاحب، د مجاهدينو په رهبرانو کې يوازې ته وې چې د ISI په وساطت به دې د CIA له مامورينو سره کتل.
خو هماغه ISI بيا د طالبانو په امبور باندې خصي کړې او د مسعود رحم او کرم ته یې کښېنولې، د ايران اُخندانو بېرته د پنجاب د ويالې پانياب ته ورشوټ کړې.
حکمتيار صاحب تا تر هغو پورې پښتانه و وژل، چې د ISI ورته اړتيا وه، تا تر هغو پورې پښتانه ووژل، چې د سر سړی په کې قحط شو.

همدارنګه ارواښاد سعدالدين شپون هم پخپله يوه ليکنه ((د امريکا سپېڅلي بمونه، د پوهاند امين بله خاطره)) کې همدېته ورته ټکي ته اشاره کوي :
د کارنامو رباب يې ترخ کې ګرځوم او د عمر تر آخره به چې مې موقع لېده، لکه زموږ د کلي بوډا سندرغاړي، دلته هلته ترنګ ترې باسم. نن سهار د دوو خاطرو سره کمپيوټر ته کښېناستم. لنډه يې د” خالص صيب“ خبره وه چې يوه ورځ يې امين صيب ته وکړه. ياده دې وي چې دوی هم سره ”ملګري“ او هم ”عقيدوي“ مخالفان وو. هغه وخت نو يوه ورځ، آی اېس آی د ۶۲ افغاني منورينو لست جوړ کړی و چې بايد د جنت مرغۍ شي. ما پخپله دا لست د پيرګيلاني د ملی محاذ په دفتر کې ولېد چې زه يې د اطلاعاتو رئيس وم. (چې رانه بې پاسي ونشی دا په زغرده وايم چې که د پيرصيب افندي جان وزرې په منورينو ويړې نه وای، نن به زه هم نه وای چې تاسو ته حال ووايم). يوه ورځ يو تورلينګی افسر د پيرصيب دلبار ته راغی، نېغ ورغی، په غوږ کې يې څه ورته وويل، بيا يې يو کاغذ ورکړ. پيرصيب برسېرن نظر پرې واچاوه، بيا يې لاس په لاس ما ته، چې دلبار کې ناست وم، راتېر کړ.

کرنيل امام
د افغانستان د جهاد داستان
[[هغه کسانو ته چې مونږ ټريننګونه ورکړل په هغوی کې امير المومنين مال عمر او شيخ اسامه بن لادن هم وو، چې دوی د افغان جهاد له پاره مونږ سره ټريننګ شوي وو او پوځي روزنه يې زمونږ د همکارانو د سيوري لاندې ليدلې وه. ۲۳ مخ ]]

[[په اتيايمه لسيزه کې پاکستان د نړۍ د اسلام فکره ډلو د تګ راتګ په يو مهم مرکز بدل شو. زيات عربان او د نورو اسلامي هېوادونو نه به مېلمانه راتلل او ليدو کاتو ترڅنګ به د اسلام اباد په هوټلونو کې دېره ول. د عربانو په دغه منځ کې شيخ عبدالله عزام او شيخ اسلامه بن لادن هم راغلل چې هغوی د هوټلونو پرځای نېغ د مجاهدينو سره د اوسېدو پرېکړه وکړه.

شيخ اسامه زما په څو ټرينګونو کې ګډون کړی د سعودي عربستان په اړه د هغه افکار عجيب او ماته يو ډول ډار تری کېده. ځکه چې د امريکايانو سره يې هم ښه پاللـه، خو بيا زمونږ نور همکاران ډېر بوخت شول.  مخ]]

کرنيل امام ورپسې زياتوي :
په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.
((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي ”افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي“. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]
حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

استاذ صاحبزاده مشرقيوال :
د ملا عمر غيرت او د ملا فاضل جهالت
[[خونن د فاضل په نامه تش په نوم ملا راپاڅي اود هغه مجاهدينوپرخلاف خبرې کوي او د درواغو افتراګانې پرې کوي دکومو نه د دفاع په خاطر چې مشرملاصاحب خپل ټول امارت قرباني کړ او امارت په کلي توګه د منځه لاړ او همدغه عالمي مجاهدين وو چی بيرته يی د جهاد په صف کې نوی روح پوکړ او تر دوه کالوپوری د امارت د مکملې خاتمې باوجود يې د وزيرستان د قبايلونه د جهاد بيرغ رپاند وساته او ترآخره د امارت سره بيعت کې پاتې شو خو اوس امارت د هغوی د سرونو سوداګانې کوي. موجوده امارت د امريکايانو او پاکستانيانو سره  د تحريک طالبان پاکستان ، القاعده او داعش پر خلاف د جنګ اوتصفيې تعهد کړی . او د طالبانوموجوده خاين امارت او د موجوده ملا برادر چې يو ګونګ او مسخ شوی انسان دی او لس دقيقې خبری هم نه شي کولی او د هيبت الله او ملا منصورپه لاس او د پاکستان او امريکا په پلان د ”ملا دادالله رحمه الله“ په شان قهرمان او د هغه ټوله کورنۍ او په په سلګونو د ازبک او چيچين مجاهدينوکورنۍ د ښځو او ماشومانو سره شهيدانې کړې چې د هغې کره شواهد موجود دي . د امارت دسقوط په وخت کې هم مخلص مجاهدين قرباني شو، بنديان شواو په امارت کې د پاکستاني استخباراتو مُهرې بچ او د پاکستان په اسلام آباد، ايبټ آباد کويټه اوکوهاټ کې مېشته شو.]]

د جګړې پټ اړخونه :
د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي، نو طالبان جګړه ختموي او سوله کوي. دا پټ شرطونه څه ول؟ دا شرطونه پر خپل ځای پاته دي، که دا د ذلت شرطونه ومنو، نو سبا هم سوله راتلای شي.
هغه شرطونه په دې ډول دي :
 لومړی شرط :
پاکستان وايی چې تاسې هېڅکله بايد د ډيورنډ کرښه ونه وايی، بلکې سرحد ووايی. د دې سرحد د ساتنې (امن) لپاره بايد ګډ کاري کميسيون (ټيم) جوړ شي.
 دويم شرط :
د اوبو پر سر بايد د افغانستان وپاکستان ترمينځ کومه شخړه نه وي. دواړه هېوادونه بايد يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې کومه شخړه رامينځته نه شي. دا يو څه معقول شرط وو.
 درېيم شرط :
د افغانستان د پوځ او ملي امنيت دېرش سلنه ( ٪۳۰ ) به په پاکستان کې وګورئ (وروزئ)،
 څلورم شرط :
پاکستان بايد له قيد وشرط پرته منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري،
 پينځم شرط :
افغان حکومت بايد [ټول] ستراتيژيک تړونونه له غرب (لويديځ) سره لغوه کړي.
  شپږم شرط :
د افغانستان د کانونو او زېرمو په کېندنه کې بايد پاکستان، چين او افغانستان ونډه ولري او د حساب / حصار حق ولري. نورو شرکتونو ته بايد اجازه نه وي چې په افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
 اووم شرط :
د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمينځ بايد اړيکې جوړې شي. يا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د آی ايس آی يوه څانګه وګرځي.
 اتم شرط :
که چېرې تاسې خپل تړون له لويديځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامينځته کيږي، نو ژمنه کوو چې چين، پاکستان او افغانستان به يوه ستراتيژيکه هوکړه رامينځته کړو. که امريکايان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چين حل کوي.
 نهم شرط :
د هندوستان قونسلګرۍ چې په ولايتونو (کندهار، هرات او ننګرهار) کې دي بايد وويستل شي. او هندي شرکتونو ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 لسم شرط :
هغه کسان، شخصيتونه، ميډيا (رسنۍ) او نور چې د پاکستان ضد څرګندونې کوي بايد چوپ (غلې) شي. که نه چوپ (غلې) کيږي، نو بايد وتړل شي.
 يولسم شرط :
د ډيورنډ کرښې آخوا له پښتنو مشرانو سره خپلې اړيکې پرې کړئ. که افغان حکومت غواړي چې پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي بايد د پاکستان له حکومت څخه اجازه واخلي. موږ به هم همداسې کوو. هڅه دې وشي چې پښتانه سره بيل (جلا) شي. کوز پښتانه بايد خپله سياسي قبيله ”سياسي قبله“ اسلام اباد وګڼي او د نورو پښتنو قبيله ”قبله“ بايد کابل وي.

دا يوولس غوښتنې وې. که دا غوښتنې ومنل شي، نو افغانستان شا تګ ته ځي. هغه پټ جنګ کې چې موږ يې قرباني ورکوو هغه دا يوولس مسايل دي. افغانان به هېڅکله دا ذليله شرطونه ونه مني.

خلک وايی چې تاسې د افغانستان د پت ساتونکي نه ياستئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery