مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-10-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ژونـــــالــــیزم!دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه!(اتمه برخه )

مفتی فضل هادي (سالک)

 

په رسنیوکې خبري توپیرونه :
شک نشته چې چاپي ،راډیویې اوتلویزیوني خبرونه یوڅه توپیرونه سره لري .
(۱)-راډیویې اوتلویزیونې  خبرونه باید ډیر روان اوساده وي ،اوله سختو لغاتو،(ویونو)کارونونه باید پکې ډډه وشي ،چې بیا ورځپاڼو،اوونیزواوخبرخپرونکیومیاشتنیو مجلوکې دسختو لغاتو کارونې شونتیا شته ،ځکه که چیرته اړتیا پیدا شي ،نو فرهنګ یاډیکشنرۍ ته پکې مراجعه کیدای شي  او پدې خبر مکرر عبور هم کولای شي ،خودالیکټرانیکي رسنیوخبرونه دهوا له څپو سره تر اوریدلو دمګړۍ تښتې او رایسارول یې شونې ندي  اونه  بیرته  راګرځي، ترڅو پسې قاموسونه وګوري .
(۲)- راډیویې اوتلویزیوني خبرونه باید ډیر لنډوي ،چې کتونکی اواوریدنکی پرې پوه شي ،که چاپي خبرونه اوږده وي، نو لوستونکی کولای شي ،چې بیا بیا پرې راوګرځي .
(۳)- دورځپاڼو او مجلو اخستونکي ښایې پوه اولوستي خلک وي ،مګر په راډیو اوتلویزیون کې بیا دا داضروري نده ..............
دژورنالستیکي لیکنو لپاره مهمې نکتې :
۱-تل ساده اوروانې کلمې استعمالول .
۲-دامکان تر حده دجملو درالنډولو هڅه .
۳-غوره کلمې په وړتیا سره پلټل .
۴-خپلې هرې لیکنې ته رنګ ورکول .
۵-دبیان داسلوب اصول نه هیرول .
۶-غیر علمي اوغیرمروجې کلمې هیڅکله نه کارول .
۷-له متروکه (مړو)عباراتواونیمګړوجملوڅخه ځان ساتل .
۸-دخبر ونودلیکلوپر مهال ورسره خپل نظر نه ګډول .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخبر څانګیز ویش :
(۱)-دویناووخبرونه : دغونډو،سیمینارونو،ورکشاپونو،مجلسونو،بحثونو،مناظرو اووعظونوڅخه ډول ډول خبرونه جوړیږې ،چې دویناووخبرونه ورته وایې .
(۲)جنایي خبرونه :دجنایي پیښو،جنایي اغیزمنو ،جنایت کوونکیو،تر اختطاف لاندې راغلیواړوند اخستونکې خبرونه په جنایي برخه کې راځي .
(۳)دپیښو خبرونه :دالوتکو،بحري بیړیو،ریل ګاډو،موټرو،نړیدنې ،سیلابونو،واورې ښویدندې ،اورلګیدنې خبرونه دپیښو په خبرونوکې راځي .
(۴)سیاسي خبرونه : هرډول سیاسي معاملې اوچارې دسیاسي خبرونوپه چوکاټ کې راځي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خبري ژبوکې کوموخبروته پام پکار دی؟
دخبر لیکلوپر مهال ښایې دژبې په برخه کې دغوخبروته پام وشي !
(۱)خبری ژبه کې ښایې زیاتیګړې او  بې ځایه کلمې نوې ،ځکه دجملو داوږدوالې  او دمفهوم  دګونګ  والې لامل ګرځي .
(۲)خبري جملې بایدلنډې اوڅرګندې وې ،څوپه یوه ساه ولوستل شي .
(۳)-ښایې له تخنیکي کلمو ډډه  وشي  اوکه  د اړتیا له  مخې  وي ، باید روښانه وي .
(۴)په خبري ژبه کې دمترادفاتوله کارولوڅخه ډډه پکارده ،ځکه دبې ځایه  اوږدوالې سبب ګرځي .
(۵)-خبري ژبه کې تکرارهم ښه ندی .
(۶)-لنډیز،بلاغت ،څرګندتیا اورواني دخبري لیکنې ښیګڼې دي .
(۷)په خبري لیکنه کې ښایې ځاني انګیرنې نوې .
(۸)-دخبرې لیکنې جملې ښایې لنډې او یوتر بله اړوندې وي .
(۹)-دلیکنې هره کلمه باید دواقعیت استازولې وکړي ،لاپې شاپي ،بې ځایه ستاینې ،اوغندنې پکې نوې .
(۱۰)-پاراګرافونه یا فقرې یې بایدخپلمنځي منطقي تړاو ولري .
(۱۱)-عامې اوزیاتیګړې کلمې باید پکې ونه کارول شي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تعقیبي خبر(Follow-  UPS-amdp –ewrites):
کله چې عموما خبریالان دکومې جهادي یا جنګي پیښې خبر ورکوي اودپیښې ټول جزئیات یې نوې ترلاسه کړي ،یاداچې دکومې چاودنې ،اورلګیدنې ،اورښت اوسیلاب خبروي چې زیانونه  یې خورامخ په  ډیریدو وي ،نوپه لومړي خبر پسې دهمدغې موضوع (سکالو)نورو خپریدونکيو خبرونه ته تعقیبي خبرونه یا (فالوب)ویل کیږې .
لکه   دجلال آبادبانک یادکابل دیپلوماتیکې سیموباندې  بریدونه ، چې تر ډیرو ورځوپورې یې خبرونه په تعقیبي ډول خپریدل ،یادسیلابونوتسلسل چې په ورځوورځویې دزیان کچه مخ په ډیریدو وي .
دتعقیبي خبر لیکلاره :
په تعقیبی خبر کې ډیروخت نوې خبره څرګندیږې، چې له پایلو یې خلک خبروي ،په تعقیبي خبر کې تحقیقات ،پایلې اونویو پیښوپه اړه تازه حال بیانیږې ،دغه راز پدې خبر کې ،دهغو نیمګړتیاوواصلاح کولوته پاملرنه کیږي، چې له دقت پرته دسرعت له مخې نا سم خپاره شوي وي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرکــــــــــــه :(Interview):
په مرکې ولاړخبرهم  له تخنیکي پلوه دوینا او وعظ دخبرونوپه څېر وي ، پدې ډول خبرونوکې یوګډ توکی شته ،چې مرکه کوونکی اوویناوال په روانوحالاتواودعامه دلچسپۍ په مسائلودنظرڅرګندونه کوي ،ترډیره بریده ددغه خبرونوترتیب ،لیډاوعنوانونه یوډول وي .
پرمرکې دولاړوخبرونه لیډونه /پیلیزې :
(۱)-دمرکې په سرکې باید دمرکه کوونکې نوم راشي ،لکه (دافغانستان ..........ویاند زمونږخبریال ته پخپله یوه ځانګړې مرکه کې  داسې وویل چې ..............................
(۲)-دمرکه کوونکې مهمه خبره بایددمستقیم نقل قول په بڼه واخستل شي لکه ((دافغانستان ..........دټولې نړۍ دوګړوآزادۍ ته درناوی لري ))دغه خبره دافغانستان د......... ویاند.....نړیوالې تلویزیونې شبکي .........................سره په خپله مرکه کې وکړه ........................................)
(۳)دمرکه کوونکې نوې خبرې باید بالواسطه یا غیر مستقیم راوړل شي ،لکه (( دننګرهارولایت دښاروالۍ  مشر وویل : اوس ددې وخت رارسیدلی چې ځوانان په یوه اتفاق دجلال اباد ښار پاکولو کې برخه واخلي  اوجلال اباد ښار صفایي  تضمین کړي  ))
(۴)-دمرکې په پیل کې باید دمرکې موضوع روښانه شي لکه :دافغانستان ........مشرتابه دبیان دآزادۍ په پارخپلو څرګندولوکې وویل ...........................................))
متن یې بایددهغوخبرونوپه څېروې، لکه څنګه چې دویناووخبرونه وو،اوهغو خبروته پاملرنه پکار ده ،کوموته چې (خبرونو)کې کیده ،که مرکه کوونکی مهم شخصیت وي، مرکه یې باید دسوال اوځواب په بڼه خپره شي اوکه ډېرمهم نوي ،نوبایددمرکې څخه دخبر متن جوړ شي .
پای
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخځونه / ماخذونه : فن ادارات  اردو (ډاکتر مسکین علی حجازي )۲-اسلام اوژور نالیزم (سید عبیدالاسلام زیني ) ژباړن عوض الدین صدیقي . ۳-دژورنالیزم مطالعه- لیکوال (ایس ایم شاهد).۴ -خبر اوخبریالي -(لیکوال عبدالمعید هاشمي ). ۵- دخبر لیکنې آرونه -(لیکوال اکبرنصراللهي)ژباړه محمد آصف شینواری .۶- مرکه -لیکوال (احمد توکلي ). ۷-دخبریالۍ آرونه –لیکوال (حجت الله عباسي)میا خیل ژباړه . ۸-خبر-لیکوال (ډاکتر یونس شکرخواه )ژباړه شینواری . ۹-عملي ژورنالیزم -لیکوال (سید هارون نجفي )میاخیل ژباړه . ۱۰- خبر پیژندنه –دامیرجان وحید احمد زي ژباړه ۱۱- کالم ،فیچر او تبصره -محمد اسلم ډوګر.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery