مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-11-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي نظامونه او حکومتونه !

فرهاد کاظمي

 

دکېفیت له پلوه ملي نظامونه او حکومتونه:
 علمي نظریاتو، تاریخي سیاسي، جعرافیه یي پېښو او  تجارېبو  ته په کتوسره ملي نظامونه او حکومتونه د مؤثریت او کېفیت له لحاظه خارجي او داخلي عناصرو ته په کتو د ټولنو یا ملتونو د فهم کچې، افعالو ، اقوالو  انعکاس یا زېږنده بولم یاهم ملي نظامونه او حکومتونه د ټولنې دعامه ذهنیت، افعالو، اقوالو، عقأېدو،  دودونو ، خارجي او داخلي عناصرو ته په کتو سره دسیاسي ،حقوقي ،اقتصادي  نخبه طبقې د پوهې، تجارېبو، درک او افکارو له مخې د ملي مصالحو او پرېکړو حاصل دی  ،چې دغه حاصل ( نظام او حکومت)  بیرته دټولنې د لا هر اړخیز پرمختګ یا پسمنداګي باعث ګرځي،  یعنې ویلی شم چې د بشري ژوند پرمختګ او پسمنداګي د ملتونو او دولتونو  مشترکه اثرات او محصولات دي، ( دلته هم  نظام او ملت لازم او ملزو بولم)  بنأ که موږ رېښتینی،  پېیاوړی  نظام او حکومت غواړو، چې د ټولنې د عصرحاضر او راتلونکي نسلونو د هراړخیز پرمختګ  مبدا او اساس تشکیلوي  ، باید د خپلې عصر حاضرې ټولنې د فهم کچې د لوړیدا او د نظام د تقوییت په موخه د باید د موجوده نظام تر چتر لاندې د شته امکاناتو او فرصتونو څخه  سالیمه استفاده  وکړو او په ټول توان خپله مبارزه ګړندۍ او جاري وساتو ترڅو ریښتیني سالمه او په هر اړخیز لحاظ  غښتلي ټولنه او ملت ولرو چې پاېله به یې د نظام ټېنګښت،  غښتلتیا ، ساتل او بلااخره د ټولنې هر اړخیز پرمختګ او سوکالي وي ،  ځکه چې دافغاني تاریخ په اوږدو کې د خارجي،  دخلي چالېشونو او ستونزو ترڅنګ مو فرصتونه او امکانات هم په سمه توګه نه دي استفاده کړي بنأ د خپل فهم او درک د کمزورتیا او غفلت له امله  مو تل په خپلو دولتونو اوحکومتونو کې د نېمګړتیأو د اصلاح ، د نسبي نظامونو د بشپړیدا ، پېیاوړتیا او ساتلو  پرځای د خپلو نظامونو پر وړاندې دریدلي یو او  نړولي مو دي، چې نتیجه مو صرف او صرف د نظام او حکومت حلا (تشه)  تر لاسه کړي ده، چې بیرته ددغې بدبخته  حلا یا تشې او یاهم کمزوزي نقطې څخه په ګټه اخیستنې د خارجي دوښمنانو د لاسوهنې ښکار او مختاج شوي یو چې تر ننه یې هم  ترخو،  وژونکي عواقبو او اثراتو په هر اړخیز لحاظ وژلي یو او لاهم دوام لري چې عملا یې مشاهده کوو ، بنأ ضرور بولم  چې  موږ باید د تېرو نه په زده کړه او الهام سره پدې حساس سیاسي پړاو  کې د نننیو موجوده هر اړخیزو فرصتونو څخه په چټکۍ سره د علمي،  منطیقي لارو چارو او تکتیکونو څخه استفاده وکړو او د تل په څېر فرصتونه له لاسه ورنکړو،  ترڅو  ټولنې ته  د نظام اهمیت ، د ریښتیني  او پېیاوړي نظام  د رامنځ ته کیدو ضرورت ، د حاکمه طبقې څارلو او نېمګړتیأو ته یې  د اصلاحه په موخه د متوجه کولو ،بلااخره د نظام او حکومت ساتلو او  پېیاوړتیا په موخه په نظام او حکومت د رغنده انتقاد کولو  چل او حوصله ورکړو ، ترڅو ددغې پرادیو دسأېسو زېږنده موجودو  بدبختیو لمن ټوله او  یو منظم، خودکېفا،  پېیاوړی نظام او دولت ولرو او خپل تاریخي،  وجداني،  عقیدوي او جرافیه یي رسالت ادا کړو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery