مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-11-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وړوکې درد او غوښتنه

شيرمحمدامیني ستانکزی

دهېواد کړيدلي او ځوريدلي ولس په دې هيله دي، چې روان ناورين او کړکېچ پاى ومومي، خو موږ تل دا ويناوې کړي او ترهغه بريده نه يو رسيدلي، چې د ولس هيلې مو راسپيړلي وي .
په هېواد کې روانه جګړه، دخلکو بېوزلېتوب او کمزورى اقتصاد، په حکومتي چارو کې د ځينو زورواکو او د قدرت ترلاسه کولو په لټه کې يو لړ ناقانوني غوښتنې، دسولې په اړه دروانو خبر و پایلې نامعلومې او په هېواد کې د جګړو زیاتوالی، دا هغه څه دي، چې افغان ولس په خپل هېواد کې له سختو ستونزو او اندېښنو سره لاس او ګرېوان کړې دي او خپل ژوند دخداى په تکل پر مخ وړي .
له يادو سياسي، ټولنيز او اقتصادي ستونزو څخه هغه مهال افغانان وتلاى شي، چې په خپلو کې سره روغه او جوړه وکړي او روانه جګړه ودروي. د پرديو هېوادونو د جوړجاړې په تمه کېني نه، بلکې افغاني غرور بهرنيو هېوادونو ته په ډاګه کړي، چې افغان ولس تل خپلمنځې اختلافونه د جرګو او مرکو له لارې حل کړې دي. نو په دې توګه په جګړو ښکيلې ډلې دې بين الافغاني جرګې ته ژمنې واوسي، چې له هېواده غوړيدلې ناورين پاى ومومي .
راځئ هېوادوالو! په خپله موږ د ولس درد خپل وګڼو، د بېوزلو لاسنېوى وکړو، ملي ګټې، چې د ټول ولس ملکيت دى، دخپلو شخصي ګټو لپاره ګټنه ونه کړو او دظلم ټغر له هېواده ټول کړو! بې ځايه زور او قدرت په دې وينې بهونکې ځمکې ودرول شي. د يتيمانو اوښکې پاکې کړو، د غمونو او ماتمونو لړۍ نور په خوښۍ او خوشحالۍ بدلې کړو.
بيا به د الله تعالى رحم پر موږ شوې وي، که همدا د وحشت او بربريت لړۍ همداسې دوام پيدا کړي، نو لرې به نه وي، چې له دې زياتو ستونزمنو حالاتو کې شپې او ورځې به سبا کوو او بيا به وايو چې ولې په موږ دالله رحم نه اورېږي! ځکه موږ ...
الله تعالى دې نور زموږ په هېواد کې دايمي سوله، امن، يوالې او وحدت راولي او همدارنګه افغانانو چې په دوحه کې دتلپاتې سولې راتلو په موخه خپلمنځي ناستې پیل کړي، دیو سوله ئیز افغانستان په ګټه تمامې شي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery