مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ننګرهار کې د اساسي قانون اونۍ ونمانځل شوه .

راحیله جواد
د ننګرهار ولایت پوهنتون ریاست کې د اساسي قانون اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه چې ویناوالو یې په تاریخچې، محتوا، اړتیا، ارزښت، حاکمیت او د تطبیق په مواردو بحث وکړ.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال اساسي قانون هغه معتبر سند ياد کړ، چې د سيمې د هېوادونو په کچه يې سارى نه ليدل کېږي او زیاته یې کړه اساسي قانون زمونږ ملي وثيقه ده، تطبيق ته يې د ټولو نافذه قوانينو سره ژمن يو او له هېوادوالو مو هم تمه ده، چې د قانون په تطبيق کې باید له نظام سره همکار او مرستندوى واوسي.
پوهاند بهسودوال د ټولنې پرمختګ او سوکالي د قانون د حاکمیت او تطبیق پورې تړلي وبلل او زیاته یې کړه، چې دا د پوهنتونونو، علمي او مدني بنسټونو، رسنیو او د ټولنې د پوهو وګړو مسؤلیت دی، چې د قانون څخه د خبراوي او د تطبیق او حاکمیت د ګټو په اړه یې عامه پوهاوی ترسره کړي او په یاده برخه کې له نظام سره اوږه په اوږه پر مخ ولاړ شي.
د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب د اساسي قانون پر ارزښت او اړتيا خبرې وکړې او نوموړى قانون يې د افغانانو د عقايدو، کلتور او فرهنګ تمثيلوونکى او ښکارندوى وباله، چې په وينا يې، د ټولو وګړو حقوق يې په ښه شکل تضمين کړي دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنيار عبدالهادي زماني د اساسي قانون په اړه ترتيب کړى پريزنټيشن وړاندې کړ، چې د ياد قانون د تاريخچې، محتوا او د تطبیق پر وړاندې د شته ستونزو او حل لارو په اړه په کې بحث شوی ؤ او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
د غونډې ارزونه د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي وکړه او ورته پروګرامونه او غونډې یې د قانون د حاکمیت په برخه کې اغېزمنې وبللې او د هغې پر دوام یې ټینګار وکړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery