مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولې دسولې مذاکرات سيمه په مخ ځي اوڅوک يې ئې دځڼډ او خڼډباعث ګرزي ؟

د، ب ، هيښ

ولې دسولې مذاکرات سيمه په مخ ځي اوڅوک يې ئې دځڼډ او خڼډباعث ګرزي ؟


د متجاوزې او اشغالګرې امريکا سره د طالبانو د اسلامي امارت تړون چې محتوا يې د اشغال د ختمېدو او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې په يوه پراخ بنسټه او همه شموله نظام توافق او دائمي اوربند تشکيلوي د افغان اولس د پاره د روان ناورين او مصيبت د ختمېدلو امیدونه او هېلې را پيدا کړي او ټول ورته خوشحاله وو ، چې ان شاءالله د څو لسيزو جنګونو، وينې توئېدلو او تاريخي استبداد لړۍ به ختمه او نور به افغانان د عذابونو او کړاوونو نه خلاص او د دنيا د نورو ملکونو په شان به د يوه ابرومندانه ، عادلانه او سوله ايز ژوند څښتنان شي . د افغانانو د اسارت او دپرديو د واک تورې شپې به د ازادۍ او خپلواکۍ د لمر په راختلو روښانه شي . افغانان به خپله فزيکي او فکري انرژي د جنګ ، تاوتريخوالي او تخريب په ځای په سوله کې د ګډ ژوند ، يو دبل سره د همدردۍ -ورورولۍ او ټولنيز عدالت په اساس د وطن د ودانولو او ابادولو په برخه کې په کار واچوي او په خپلو مټو او زحمت به د څو لسيزو جنګ او ورانيو نه په کڼډواله بدل ، محتاج ، فقير او د پرديو خيرات ته ناست افغانستان په يوه سمسور ، غني ، مرفه او په ځان بسيا وطن بدل کړي .
د دوحې د تړون مطابق امريکايانو د خپلو عسکرو د ايستلو لړۍ شروع کړه او روانه ده او ان شاء الله اشغال به ختميږي .
لاکن د تړون دوهمه برخه چې د بين الافغاني مذاکراتو شروع او دهغی په جريان کې د راتلونکي زعامت جوړول او د جنګ ناولی پديدې ته د تل د پاره د پای ټکی ايښودل دي لکه څنګه چې تمه وه هغسې په چټکۍ و نه شول ، بلکې د خڼډونو او پلمو په جوړولو ئې ځڼډ په کې راوستل شو. بالاخره د ډېرو ناندريو ، بانو او تقلا وروسته د کابل د ادارې او حاميانو له طرفه يو غير متجانس، مصنوعي ، ګوډ او مات مذاکراتي ټيم د طالبانو سره د مذاکراتو د پاره دوحې ته ولېږل شو ، چې په دريو مياشتو کې يوازې د خبرو په طرزالعمل چې څو مادې دي او اساس يې د طالبانو او امريکا تر منځ تړون ومنل شو توافق ته ورسیدل . اوس په اجندا خبرې کيږي او خدای پاک پوهيږي چې دا به څومره وخت ونيسي او سولي ته د تږي ملت تنده به څه وخت ماته شي .
همزمان په داخل د افغانستان کې بمباردونه ، عام وژنې ، وينې تويول ، هدفي ترورونه او قتلونه ښه په درز روان دي او افغان اولس د جنګ او جنايت په اور کې په بېرحمانه توګه سوځيږي .

اوس دا پوښتنه را ولاړيږي چې د سولې په مذاکراتو کې کوم لوری او څوک د سولې د راتلو او د جنګ د ختمیدو مانع ګرزي او نه غواړي چې زموږ مظلوم او کړیدلی اولس د روان عذاب نه نجات پيدا کړي . د جنګ نه څوک بهره وړي او چاته يې زيان او تاوان رسيږي ؟

د پورته سوالونو د ځواب له پاره لازمه ده چې د مذاکراتو دواړه لوري ( اسلامي امارت او د کابل د ادارې او ترې را تاو شوي اقمار ) د هغوی سابقه او د قدرت منابع و پېژنو ، ماهيت يې درک کړو او د افغان اولس سره رابطه ئې په عمل کې و ارزوو . تر څو ئې د سلامتيا او ملامتيا په معلومولو د حقانيت او باطليت په هکله فيصله او قضاوت وکړو .

۱- طالبان :

کله چې د شوروي اشغالګرو او دهغوی د داخلي غلامانو سره جهاد په شر او فساد بدل شو او تنظيمي اشرارو په داسې جنايتونو او وحشتونو لاس پورې کړ ، چې په تاريخ کې ئې مثال نه وو تېر شوئ . په ټولنه کې اسلامي ، افغاني ،انساني او مدني اصول ،معيارونه او تړاوونه په ځنګلي ، ضد انساني او حيواني کړنو واوښتل . د خلکو ناموس ، مال ، عزت او ژوند بې ارزښته او ورباندې تجاوز په دود او کلتور بدل شول .وطن عملاا د تتظيمي مسلحو سړيخورو په منځ کې ووېشل شو او هره کوڅه او جاده د يوه او يا بل تنظيم د ځناورتوب قلمرو وګرزېدل، چې هره ناروا او جنايت په کې مجاز وو. د هر اعتراض غږ په مرمۍ ورکول کېدلو .
نو ددې بشري ناورين او افغاني تراژيدي نه د خلاصون د پاره د‌ افغانستان دطالباتو اسلامي تحريک چې وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د تشکيلېدو سبب شول ،د ۱۹۹۲م -تر ۱۹۹۶م کال پورې د تنظيمي وحشتواکۍ او بربريت نه د افغان اولس د نجات د پاره د يوه ديني -ملي خوځښت په شکل د حضرت ملا محمد عمر رحمه الله تر قيادت لاندې د اولس د بطن نه د اولس په غوښتنه او ملاتړ ظهور وکړ او د مبارزې شعار ، شعور او عمل يې د تنظيمي مسلط شر او فساد نه د وطن او اولس خلاصول وو . طالبانو په ډېر کم وخت کې تنظيمي اشرارواکي ختمه ، د خلکو ځان ،مال ، ناموس او عزت يې خوندي او تنظيمي اشرار ئې د سياسي او جغرافيائې صحنې نه ورک او په وطن کې ئی امن ، نظم او ثبات قائم کړ . دهمسايه ګانو نه نيولې تر منطقې او جهانه ټولو د طالبانو دا افسانوي عمل يوه معجزه و بلله او د طالبانو درايت ، قاطعيت او د اشرارو د منګولو نه د اولس خلاصون ټول حيران کړل ، ځکه افغانستان په داسې بد حالت کې قرار درلود چې هېڅ چا ئې د نجات او رغېدو تمه او ګومان نه کولو .
مګر دا معجزه نه وه بلکې دا د افغان اولس قوي عزم، اراده ، غوښتنه ، ابتکار او حمايت و ، چې د طالبانو په تشکل او وجود سره يې وښود او دا تحريک يې د ځان ، مال او اولاد په قربانولو د رشد ، نبوغ او واک څوکې ته ورساوه .
د تنظيمي مجرمينو ټغر يې ټول او په ځای ئې اسلاميت ، افغانيت او انسانيت قائم کړل . تنظيمي اشرار څوک بهر ته وتښتېدل او ځنې يې په غارونو کې ننوتل او د اسلامي امارت تر تعقيب لاندې وو ، تر څو د ملت محکمې ته يې وړاندې او د خپلو جنايتونو او خيانتونومحاسبه ور سره وشي .
له بده مرغه چې د شوروي اشغال او د هغې نه د تنظيمي وحشتواکۍ له امله ، طالبانو ته داسې افغانستان په ميراث پاته شوئ و ، چې ټول ثقافتي ، تعليمي ، اقتصادي ، ټولنيز، دوديز او مدني بنسټونه ويجاړ او وطن په يوه ویرانه او خرابه بدل شوئ و ، بيت المال ، عامه دارائې ، بانکونه ، موزيمونه او دولتي خزانې چور شوې وې . طالبانو ته د شر او فساد د ریښو ايستلو تر څنګ د زخمي زخمي افغانستان د رغورلو دروند بار هغه هم چې هېڅ ملي او بين المللی تمويلوونکي منابع او امکانات يې هم نه درلودل په اوږو ور پروت و ، چې سمول او رغول يې وخت او د منابعو پيدا کولو ته ضرورت درلود . خو بيا هم طالبانو په نشتو امکاناتو په ډېر شوق او صداقت د وطن ابادۍ او د کمونيستي -تنظيمي خرابيو د ليرې کولو د پاره خپل جهد او جهاد ته ملا وتړله او په توکل په خدای (ج) او تکيه په ملت يې خپلو هلوځلو ته دوام ورکړ .

دلته د يوې بلې خبرې ذکر هم ضرور دئ او هغه داچې د طالبانو کاميابي په تنظيمي وحشتواکۍ او د واحد ، د شر-فساد نه خالي او ازاد مستقل اسلامي افغانستان رامنځته کول د افغانستان د دښمنانو خصوصاا د غربي او شرقي استعمارګرانو او د هغوی د منطقه اي مزدورو نظامونو په سترګو کې اغزي شو او دا تشويش ورسره پيدا شو چې د طالبانو بری او د يوه اسلامي -ملي نظام تاسیسول به د منطقې او مسلمانو هېوادونو د اولسونو په ذهنونو او فکرونو کې د يوه الګو په څېر تاثير وکړي، د استعمار او استثمار ضد روحيه به يې قوي ،د ازادۍ او عدالت غوښتنې انګېزې به يې غښتلې شي ، چې طبعاا د دوی استعماري ګټې به د خطر سره مخامخ کړي . نو ددې خطر د مخنيوي د پاره يې د طالبانو سره د دښمنۍ، کيني او نفرت خورولو تبليغاتي جنګ ، مزاحمتونه ، اقتصادي تحريمونه او بالاخره مستقيم نظامي تجاوز شروع او افغانستان ئې اشغال کړ .
د طالبانو نظام چې د افغانستان مظلوم او استبداد وهلي اولس د يوه خادم او په‌عدالت ولاړ حاکميت د برقرارولو په منظور خپل ټول تاريخي ارمانونه او هيلې پورې تړلې وې يې ړنګ کړ او د افغانستان په اولس همغه د مور او پلار ازار وهلي تنظيمي اشرار + د کمونستانو پاته شوني ئې د اسلحې او قتلعام په زور په افغانستان حاکم کړل او شر-فساد په نوي شکل او فورم بيا حاکم شو .
د افغان اولس غميزه بيا د غربي اشغال سره شروع شوه او سره ددې چې د يوه مقتدر دښمن سره چې د څو څلويښتو هېوادونو د استعماري ائتلاف نه تشکيل شوئ دئ ، جبراا ئې خپله مبارزه د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د وطن د ازادولو او د شر - فساد د ورکولو د پاره کمافي السابق جاري وساتله او د زياتو قربانيو ،ځاني تلفاتو او مادي خساراتو په ورکولو ئی دا مبارزه دې سرحد ته ورسوله چې متجاوز او مغروره اشغالګر دښمن بالاخره د افغان اولس برحقه دريځ ته چې د وطن ازادي او د اشغال ختمول دي تسليم او د خپلو حرفه اي يونيفورمي قاتلانو ايستلو ته مجبور شو .
د پورته فکتونو او واقعیتونو نه واضح شوه چې د طالبانو ماهيت سوچه ديني -ملي دئ ، داعيه او مبارزه يې د وطن ازادي ، خپلواکي او د شر-فساد ختمول دي .
د قدرت منبع او ريسورس ئې افغان اولس دئ او د اشغال ، شر ،فساد او بې عدالتۍ سره د مبارزې ماموريت ئې د اولس له لوري صورت نيولئ دئ ، د همدې اولس په مټو او زور خپله ديني او ملي وظيفه په مخ وړي او د کاميابۍ او اعتبار راز ئې د اولس له لوري د ورسپارل شوي ماموريت په صداقت او اخلاص سرته رسول دي .

۲ - د کابل اداره او هواخواهان يې :

د کابل اداره د امريکائي -غربي نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال د بطن نه چې د ټولو مدني ، انساني، ملي او بين المللی قوانينو خلاف و وزېږیدله .
اشغالګرو د افغان اولس تفاله او عاق شوي جنګي مجرمين ، قاتلان ، اشرار ، وطنفروشان او ملي خايينان ( تنظيمي جنګي جنايتکاران ، دکمونيستانو پاته شوني ، په غرب کې بیکاره ،بې روزګاره خيرات خواره او په‌غربي کلتور کې منحل شوي پاګلان ) چې د افغان غميزې اصلي عاملين وو او ملت يې د محاکمې او مجازات په تلاش کې وو ، د هر غار ، کوڅې او ميخانې نه راټول کړل او د اشغال شوي افغانستان د تش په نامه واک د تمثيل د پاره يې په ارګ ور ننه ايستل .
امريکايانو د پيسو ،وسلو ، لوړې تکنالوژي او ميډيايي امکاناتو په لرلو او کارولو فکر کولو چې ددې کم اصله او بې نسبه عناصرو په وسيله به خپل ناولی اشغال په افغان اولس ومني او د افغان اولس د ازادۍ -خپلواکۍ غوښتنې روحيه ، مينه ، اراده او نيت به چې ددې اولس په وينه‌ او جېنيتيکي جوړښت کې وجود لري خنثا کړي . شل کاله ئې د اولس د قتل عام، تنظيم شوي ترور ، هدفي وژنو ، پریمانه پيسو په مصرفولو ، د مودرنو -مهلکو اسلحو ( بيولوژيکي ، کمياوي او راديو اکتيوي) په استعمال ، د پراخه مېډيائي تبليغاتو په کولو او د جهاني جاسوسي شبکو په کارولو کوښښ و کړ ، چې افغاني عاق شوي او د اولس نه رټل شوي عناصر په اولس تحميل او د اولس د مقاومت او مبارزې مخه ونيسي . دوی فکرکولو چې افغان اولس وږی غريب ، فقير ، جنګ ځپلی او ناتوانه دئ ،.خو ددې نه غافل او بې خبره وو چې په ازادۍ - خپلواکۍ مين او په خپله عقيده مؤمن اولس ژوند يوازې ازادي او خپلواکي بولي او د بل په اسارت او غلامۍ کې پاته کېدلو په عوض مرګ ته ترجيح ور کوي . په افغانستان د نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال د فاحشې غلطۍ او تاريخي جنايت تر څنګ د امريکايانو دوهمه ستره غلطي او د افغان اولس سره جفا د همدې شريرو ، فاسدو ، دين -اولس او وطن ته خاينو عناصرو او باڼډونو په قدرت راوستل او د افغانستان په برخليک مسلط کول وو ، چې سابقه او ماهيت ئې جرم ، جنايت ، شر او فساد او بربريت وو . همدا وجهه وه چې د اشغال په اوږدو کې د شر او فساد ګراف اعظمي نقطې ته صعود وکړ . د سالم ، مشروع او توليدي اقتصاد ځای غلا ، غصب ، رشوت ، د مخدره موادو تولید ، ترافيک او کاروبار ونيولو ، اسلامي او ملي ثقافت په اخلاقي انحرافاتو ، جنسي تجاوزونو، فحشاوو او غربي مبتذله کلتور بدل شول او د قومي -ژبني-مذهبي تعصباتو نه سؤاستفاده د سياست او مديريت وسيله شول . د اجنتې ادارې مسؤليت ، وظيفه او کار يوازې د اشغالګرو د فکري او فزيکي وجود حفاظت او دهغوی د دستوراتو پلي کول شول او افغان اولس چې د نظامي تجاوز او اشغال سره د ضديت، دښمنۍ او مبارزې په سنګر کې وو د کابل د ادارې مقابل جهت وګرزېد . د اولس ،ملي ارزښتونو او ملي منافعو د دفاع په ځای د اشغالګرو او دهغوی د ګټو د ساتلو ماموريت يې د اوجورې او کاذبو منصبونو د پاره قبول او په ملي خيانت مصروف شول او دي . دوی ته د افغانستان او د افغان ملت په عوض د اشغالګرو مرامونه ، ګټې او خدمت اولويت لري .
د دوی ماهيت ضد ديني ،ضد اولسي ، ضد ملي ، ضد افغاني او د ملي خپلواکۍ او ملي آزادۍ خلاف دئ .
د قدرت منبع او تمويلوونکي ئې متجاوز اشغالګر او د افغان اولس سره رابطه ئې په دښمنۍ او خيانت ولاړه ده .

اوس چې د سولې د مذاکراتو (بين الافغاني؟) ددواړو لوريو (طالبان او د کابل نه ورغلي ټيم ) ماهيت ، د قدرت منبع او د اولس سره رابطه ئې د موجوده حقايقو ، شواهدو او اسنادو په بنا واضح شوه ، د هر سالم او ملي تفکر خاوند شخص په دې پوهيږي چې د سولې مذاکرات ولې او څوک سبوتاژ کوي ؟
په سوله کې د چا ګټه ده او د جنګ نه څوک مستفيد شوي او کيږي ؟

د اشغالګرو له لوري تحميلي جنګ د افغان اولس او دهغوی د بچيانو( طالبانو ) د پاره يو مجبوريت و او دئ ، د خپلې ملي ازادۍ ، ملي خپلواکۍ د حاصلولو او د اشغال ، شر ، فساد د ختمولو د پاره . دوی ( افغان اولس ) ته دا جنګ مشروع ، مقدس او روا دئ ، ځکه خپل ديني -ملي -طبيعي فرض او مسؤليت ئې دا امر کوي ، چې د خپلې خاورې ، ناموس ، عزت ،ملي مقدساتو، ملي ارزښتونو او ملي منافعو ساتنه بايد وکړي او د متچاوزينو سره ئې ولو که د ځانونو په قربانولو هم وي مبارزه وکړي . سره ددې چې دا نابرابره جنګ د جنګي امکاناتو ، وسائلو او تجهيزاتو له نظره قابل د مقايسې نه دئ او افغان اولس د داسې دښمن سره مخامخ دئ ، چې د پيسو ، وسلو ، مهماتو ، تخنيک ، تکنالوژي او ميډيايي قوت له نظره سوپر پاور بلل کيږي ، نو طبعاا به ډېر تلفات او مادي تاوان افغان اولس ته رسيږي او دا شلو کالونو مبارزې و ښودله چې په لکهاوو افغانان د هوائي بمونو او توپونو په وسيله شهيدان ، زخميان او معيوب شول .کورونه ، کلي او د معيشت وسايل ئې تخريب او په ویرانه بدل شول . غربت او مهاجرت ته اړ شول او د يتيمانو ، کونډو او بورو شمېر ئې د اشغال او جنګ د هرې ورځې په اوږدېدو په بېساري کچه پورته شو . اشغال او تحميلي جنګ افغان اولس او دهغوی زامنو طالبانو ته نه جبرانيدونکي ځاني تلفات او مادي خسارتونه ورسول او رسوي يې . له دې وجهې تر هر چا زيات دوی ډ سولې د راتلو او د جنګ د ختمیدو په امید دي او هېڅ دليل او توجيه نه شته چې طالبان دې د جنګ د دوام داره کېدلو او دسولې په مذاکراتو کې د خنډونو جوړولو د پاره پاليسي تعقيب کړي . هر څومره ژر چې جنګ ختم او سوله قائمه شي د اولس او طالبانو په نفع ده . اوږې به ئې د جنګ د دروند بار نه سپکې او هره ورځ به د خپلو عزيزانو د وينې توئيدلو په ځای د هغوی د تعليم ، کار ، علمي او اقتصادي فعاليت شاهدان او د تپل شوي جنګ په ځای به خپله توجه او قوت د خپل چاپېريال او ملک د ابادۍ او هوسايۍ په لاره کې و کاروي . نو د طالبانو له لوري د سولې په مذاکراتو او د دوحې د تړون په پياده کولو کې د طالبانو مزاحمت او ځڼډول منتفي او مردود دي .

د سولې د مذاکراتو بل لوري ( د کابل ټيم چې مشري ئې د کابل اداره کوي ) .
په‌ مخکې پاراګراف کې مو د کابل د ادارې او هواخواهانو په ماهيت ، سابقه ، د قدرت منبع او د اولس سره په رابطه رڼا واچوله چې دپخواني جنګي جنايتکارانو او د اولس له لوري رټل شويو عناصرو نه ترکيب شوې
د اولس -ازادۍ -خپلواکۍ - ديني او ملي ارزښتونو ضد ماهيت لري .
د قدرت او حضور منبع ئې اشغالګران او د اولس سره رابطه ئې په خيانت او دښمنۍ ولاړه ده .

د کابل په اجنټه اداره کې شامل عناصر چې فراري مجرمين او د اولس محاکمې ته د حاضرولو د پاره تر تعقيب لاندې وو او ملت ئې د مجازات په تمه انتظار و ، امريکائي اشغال ئی په مړژوانده وجود کی هوا ور پمپ کړه ، د غارونو او بهرنيو ملکونو د کوڅو نه يې را غونډ کړل، ګيرې يې ور کوڼډۍ کړې ، د پکول او پرتوګ په ځای ئې سرونه ور ګومنځ پتلونونوه يې ور واغوستل او د غلامۍ نيکتائي ور په غاړه کړه . ډالر يې په جېبونو کې ورواچول او اسلحه ئې په لاس ورکړه ، تر څو همغه وحشت او بربريت چې د ۱۹۹۲-۱۹۹۶م کال پورې ئې د اسلام ، جهاد او د الله د رضا تر نامه لاندې روان کړئ و ، اوس د امريکائي اشغالګرو په قومانده او مشوره د دموکراسۍ تر عنوان لاندې بيا جاري و ساتي . دوی چې په افغاني ټولنه کې د ژوند کولو ځای نه درلود او د خپلو نارواوو له کبله چې د اولس په حق کې يې کړې وې بايد مجازات شوي وائ ، د اشغال او جنګ له وجهې د نه منونکو امتيازاتو څښتنان شول . د قدرت فرعونيان او د ثروت قارونيان وګرزېدل . مجلل قصرونه ، زرهي موټرې ، بانکي ذخیرې ، د مسلحو او حرفه اي قاتلو باډيګاردانو کاروانونه ، غلا -غصب - دمډره موادو رسمي او بې خطره کاروبار ، اعزازي او حکومتي منصبونه ، په داخل او خارج کې د عياشۍ او هوسرانۍ محفلونه او عيشونه او نورې مزاياوې ټول د همدې جنګ او د اشغالګرو د نوکرۍ په وسيله ورته ميلاو شول . نو طبيعي او واضح ده چې د اشغال په ختمېدو او د سولې په راتلو سره بالفعل د دوی د قدرت منبع هم وچيږي ، د ثروت او شهرت وسيله ( جنګ ) به يې هم له منځه ځي او د افغانستان د سياسي صحنې نه به لکه د دوی باداران ورکيږي . په همدې اساس د سولې په مذاکراتو کې د خڼډونو جوړولو او د جنګ د دوام د پاره خپلې هلې ځلې ، دسيسې او تخريبي اقدامونه کوي او فکر کوي چې د په داسې کړنو به کډه بار اشغالګران معطل او جنګ به دوامداره کړي . ځکه که سوله راشي د دوی ټول امتيازات ، ګټې او واک به نه يوازې محو شي ، بلکې د وطن ، دين ،اولس او ملي ارزښتونو - ګټو سره د غدر او د لکهاوو افغانانو د وينو توئېدلو پوښتنه او حساب به ورسره کيږي ، کوم چې دوی اشغالګرو ته د اجرتي قاتلانو د رول په ادا کولو مرتکب شوي دي .

د سولې او ثبات له پاره قوي ارادې ، صداقت جراات، شهامت ، د حقايقو منل ، او د شخصي - ګروپي منافعو په ځای ملي ګټو ته اولويت ورکولو ته ضرورت او لزوميت دئ ، چې د کابل اجنټه اداره او ټيم يې نه يوازې ورنه محروم ، بلکې د خپل جرمي ماهيت له کبله ورسره ضديت لري .

بناا د کابل اداره او هواخوان ئې نه سوله غواړي او نه ئې په سوله کې ګټه او بقا شته ، بلکې د سولې په راتلو به فناه او نابوديږي . دوی به خپل شرارت او شيطانت ته نور هم د افغانانو د وژلو او مصيبت په بيه دوام ورکوي او د جمهوريت ، دموکراسۍ ، دښځو حقونو او د بشر حقوقو تر نامه لاندې چې دوی پخپله يې تر ټولو لوی دښمنان او ناقضين دي د خپل ناولي ژوند د بقا دپاره دسيسې ،بانې او خڼډونه جوړوي .
څو چې د دوی ناولی وجود د افغانستان د سياسي صحنې نه ورک نه شي جنګ او د افغان اولس تراژيدي به دوام لري .

والسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery